
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه
دیارلسمه برخه
د قرآن تشریعي اعجاز
د قرآن کریم د تشریعي اعجاز اړخونه، ځانګړتیاوې او اغېزې
د قرآن کریم یو حیرانونکی او د پام وړ اړخ تشریعي اعجاز دی. قرآن کریم نه یوازې د علم او بلاغت په برخو کې اعجاز لري، بلکې د قانون جوړونې او شریعت په ډګر کې هم داسې ځانګړتیاوې لري چې دا الهي کتاب یې له ټولو بشري قوانینو او کتابونو بېل او ممتاز کړی دی.که څه هم د قرآن احکام او تشریعات په اوومه میلادي پېړۍ کې نازل شوي، خو بیا هم دومره پیاوړي، منسجم، عادلانه او متوازن دي، چې تر نن ورځې — یعنې له څه د پاسه زر کلونو وروسته — لا هم د بشري ټولنو ټولو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي.په انساني ټولنو کې قانون جوړونه تل د ازموینې او تېروتنې له لارې پرمختګ کوي، خو قرآن کریم یو داسې بشپړ او بېنقصه حقوقي او اخلاقي نظام وړاندې کړی، چې نه پکې افراط شته او نه تفریط.
دلته د قرانکریم په تشریعي اعجاز بحث کوو او په بشري ټولنو کې یې په اغېز غږېږو.
1- د قرآن د تشریعي اعجاز تعریف
د قرآن کریم تشریعي اعجاز د قوانينو او مقرراتو هغې ټولګې ته ویل کېږي چې الله تعالی د انسانانو ترمنځ د فردي او ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره نازل کړي دي. دا الهي قوانین نه یوازې له اخلاقي او دیني پلوه بشپړ دي، بلکې د اجرا او ټولنیز عدالت له اړخه هم بېساري دي او دا توان لري چې د زمان او مکان له بدلونونو سره سره، لا هم د انسانانو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
په بل تعبیر؛ د قران تشریعي اعجاز دا ځانګړنې لري، چې په هر وخت او هر ځای کې د انسانانو له فطري اړتیاوو سره همغږي لري او د انسانمحوره اصولو او اخلاقي ارزښتونو سره هم سازګاره دي.
مناع بن خلیل القطان رحمه الله لیکي:الله جل جلاله د خپل عزتمند مخلوق (انسان) لپاره یو داسې الهي قانون غوره کړی، چې د ده د ژوند چارې تنظیموي – دا قانون هم د ده د دنیاوي ژوند بڼه ټاکي، هم یې د خپل ځان او هم د خپل رب سبحانه وتعالی سره اړیکه منظمه کوي.
او الله تعالی د دې الهي قانون د پیروي پر بنسټ، د انسان لپاره د دنیا او آخرت د بریا پایلې ټاکلې دي. نو که انسان د دې قانون له مخې ژوند وکړي، په دنیا کې به سکون، عزت او سوکالي ومومي او دا احساس به وکړي چې رښتینی انسانیت یې موندلی؛ هغه حکمت به وپېژني چې الله تعالی یې د پیدایښت تر شا ایښی او دا به درک کړي چې ولې الله جل جلاله دی پر نورو مخلوقاتو غوره کړی دی.
سربېره پر دې، الله تعالی د ده لپاره د اخروي نیکمرغۍ ضمانت هم ورکړی دی، څو د دنیا خوښي یې د آخرت له سعادت سره دوام پیدا کړي.
د قرآنکریم د تشریعي اعجاز ځانګړتیاوې
قرانکریم د انسان د ژوند ټول ابعاد؛ له عقیدې، فردي عبادت او اخلاقو څخه نیولې، بیا تر ټولنیزو قوانینو او سیاسي، اقتصادي وضعیتونو پورې ټول په ځان کې رانغاړلي. دلته به د قرانکریم تشریعي ځانګړونو ته اشاره وکړو، چې یوازې یې قران کریم لري.
1- جامعیت او شمولیت
قرانکریم د نورو بشري قوانینو خلاف داسې قوانین وړاندې کړي، چې د وخت او مکان محدوده نه لري او د انسان د ژوند ټول ابعاد په ځان کې رانغاړي. په قرانکریم کې ټول فردي مسایل، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او ان اخلاقي لارښونې په دقیق او جامع ډول وړاندې شوې دي.
– فردي احکام
قرانکریم د فردي احکامو په لړ کې لکه؛ د (لمونځ، روژې، زکات، حج، پاکوالې او اخلاقو) په برخه کې مشخص قوانین وړاندې او پلي کړي دي، چې ټول له فرد سره تړلي او مربوط احکام دي.
– د کورنیو چارې
د واده، طلاق، میراث او نورو اړوندو کورنۍ مسایلو په اړه قوانین داسې طراحي شوې، چې د کورنۍ د ټولو غړو حقوق تآمینوي. قران کریم د باثباته او سالمې کورنۍ بنسټګر دی. د واده له احکامو نیولې بیا د طلاق، میراث، نفقې، له خاوند/میرمنې سره د نیک چلند او د طلاق او رجوع د حدودو پورې اړوند احکامو د ښځې، نارینه او ماشوم او والدینو د حقونو ترمنځ توازون ایجاد کړی او انساني کرامت خوندي کوي.
– ټولنیز احکام
(عدالت، مرسته، پر نیکو امر او بدیو منعه) دا هفه قوانین دي، چې د فردي قوانینو ترڅنګ د ټولنې د اجتماعي وضعیت لپاره ایجاد شوي اصول دي. دا قوانین په ځان کې د کورنۍ حقونو (واده، طلاق او میراث) او د خلکو حقونه ( ټولنیز عدالت او له ظلم او فساد څخه مخنیوی) په ځان کې رانغاړي.
– اقتصادي احکام ( زکات، ربا، تجارت، انفاق)
قرانکریم پر ډېرو اقتصادي مسایلو غور کړی دی، لکه؛ د سود ممنوعیت، د زکات اصول، صدقه او د تجارت قوانین او نور. دې قوانینو د اقتصادي عدالت اصول ټاکلې دي.
– سیاست او حکومت
د حکومت په برخه کې قراني احکام د مشورې، عدالت او د خلکو د حقونو د رعایت پر اصل ولاړ دي او هېڅ ډول استبداد نه مني.
په خلاصه ډول سره الله تعالی فرمايي؛ ٱليَومَ أَكمَلتُ لَكُمۡ دِينَكُم وَأَتمَمتُ عَلَيكُمۡ نِعمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلإِسلٰمَ دِيناۚ » [مائده: 3] – نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې پوره کړ او اسلام مې تاسو ته د دین په حیث غوره کړ.
2- عدالت او برابري
د قرانکریم د تشریعي اړخ یو ځانګړی خصوصیت دا دی، چې عدالت او برابري پکې شته او هر ډول تبعیض نفيې کوي او د ټولو انسانانو لپاره پرته له دې چې قوم، جنسیت، ژبې او یا یې هم ټولنیز وضعیت ته وګوري، یو ډول قوانین وړاندې کوي، په قرانکریم کې عدالت په داسې ډول مطرح شوی، چې هېڅوک هم تر مستثنی نه دي؛ وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ” [نساء: ۵۸]
دا ایت په واضح دول په پرېکړې د عدالت په نظر کې نیولو باندې ټینګار لري او همدااشان دا ایت “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِله” [النساء:۱۳۵] د ټولو لپاره د عدالت په پلي کولو تاکید کوي.
3- ثابت اصل او انعطاف منونکې فرعه
قرانکریم د توحید، عدالت، تقوا، صداقت، وفادارۍ، پر عهد پاته کېدو، د سود او ظلم د حرام والي په اړه ثابت اصول لري، خو جزیات یې بیا د زمانې مصالحو ته سازګاره پرېښي دي او همدا د -ثابت او انعطاف – ترمنځ توازن د اعجاز یوه نمونه ده.
4- له فطرت او عقل سره سمون
د قران قوانین د انسان له فطرت سره همغږي دي او عقل یې مني. په یوه حکم کې یې هم له فطرت سره ناهمغږي او جبر نه لیدل کیږي؛ “فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا” [روم:۳۰] د قرانکریم په هېڅ یوه حکم کې هم له سالم عقل او انساني فطرت سره تناقض نه لیدل کوي او په ټولو احکامو کې د روح او جسم، د ټولنې او فرد او د مادې او معنی ترمنځ توازون شتون لري.
5- د ټولنې او فرد ترمنځ توازون
قرآني شریعت داسې متوازن نظام وړاندې کړی چې هم د فرد اصلاح ته ارزښت ورکوي او هم د ټولنې خیر ته پاملرنه کوي. لکه: لمونځ د فردي اخلاقو او روحیې د روزنې لپاره دی،زکات د ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره، روژه د نفس د کنټرول او تقوا د پیاوړتیا لپاره، او حج د امت د وحدت، پیوستون او نړیوال ورورولۍ نښه ده.
6- نړۍوال اغېز
د قرآن احکام د تاریخ په اوږدو کې، د بېلابېلو قومونو او ټولنو په منځ کې ژور او بنسټیز بدلونونه راوستي دي. دې احکامو نه یوازې د خلکو شخصیتونه بدل کړي، بلکې د ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو په اصلاح او بدلون کې یې هم ستر رول لري.
7- له -اُمي (بې سواده) فرد څخه صادرېدل
قران د یوه داسې چا چې امي وي او په یوه بې سواده ماحول کې ژوند کړی و، صادر شو، چې دا یې په خپله پر اعجاز دلالت کوي.
هېڅ یو بشري مکتب هم شمولیت او نړۍوالتوب نه لري.
په بشري ټولنو کې د قرآن کریم د تشریعي اعجاز اغېز
د قرآن کریم تشریعي اعجاز نه یواځې د هغه د نزول په وخت کې، بلکې د بشریت د تاریخ په هر پړاو کې ژور اغېز ښندلی دی. په حقیقت کې، قرآن کریم د خپلو قوانینو له لارې اسلامي ټولنې د عدالت، مساوات او باثباته پرمختګ پر لور رهبري کړې دي.
له بل پلوه، دا الهي قوانین په معاصر وخت کې هم کارېدونکی ظرفیت لري او کولای شي د ننني ژوند د پیچلو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره عملي نمونې وړاندې کړي.
د قرآن د شریعت ځینې بېساري، اعجازناکې او نههېرېدونکې پایلې چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوې، دا دي:
– د یو ویاړلي او باعظمته اسلامي تمدن بنسټ ایښودل؛
– پر نړیوالو حقوقي نظامونو ژور اغېز
– د ښځو، مزدورانو، غلامانو او اقلیتونو حقوقو د لومړي ځل لپاره پېژندل او مراعتول؟
– د اسلامي حقوقو، سیاست او اقتصاد د علمي بنسټونو پیاوړي کول؛
– او ګڼ شمېر نور ارزښتناک بدلونونه.
دوام لري…