لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
درېڅلوېښتمه برخه
د تاریخ علم کې د مسلمانانو ونډه
شک نشته چې د تاریخ علم د انسان له ټولنیز ژوند سره یوځای را پیل شوی دی؛ له هغه وخته، چې انسان د خپل ژوند د اړخونو ثبتول پیل کړل، یوه نوې پوهه رامنځته شوه چې له لارې یې انسان وکولای شول خپل ځان وپېژني. شک نشته چې دا ډول معرفت د ټولنیزو اړتیاوو له امله چې په انساني ټولنو تحمیل شوې وې رامنځته شو. له همدې امله تاریخ یو ټولنیز علم دی، ځکه د انسان د ځان پېژندنې اړتیا پوره کوي.
امام ابن خلدون وايي: «تاریخ د هغو علومو له ډلې څخه دی چې بېلابېل ملتونه او نسلونه یې زده کوي، ددې علم د زده کولو لپاره سفرونه کوي، هم عالمان او هم عام خلک یې د زده کولو لپاره دلچسپي لري. پاچاهان او مشران ددې علم په زده کړې کې له یوه او بل سره سیالي کوي، او پوهان او ناپوهان دواړه یو ډول استفاده ترې کوي. تاریخ په ظاهره د تېرو وختونو، دولتونو او ملتونو کیسې دي چې خبرې او ویناوې ورسره وده کوي، د متلونو په شکل ویل کېږي او مجالس پرې ښکلي کېږي. همداراز، تاریخ موږ ته د انسانانو د تېر وخت حالتونه، د بدلونونو څرنګوالی، د حکومتونو پراختیا، د ځمکې آبادۍ، او ورپسې د هغوی کوچېدنه او زوال راښيي.
خو په باطن کې د تاریخ علم د هغو خلکو لپاره چې ژور فکر لري، یو تحلیلي او تحقیقي علم دی؛ ددې علم په مرسته د پېښو بڼه او علتونه په دقیق ډول د درک وړ ګرځي. له همدې امله د تاریخ علم له حکمت سره ژور تړاو لري، او باید د معتبرو علومو له ډلې وشمېرل شي.» (ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۳۵۴، د ابن خلدون له العبر و دیوان المبدأ و الخبر، ج ۱، ص: ۳-۴).
د تاریخ علم تعریف
د تاریخ علم داسې تعریف شوی دی:
تاریخ هغه علم دی چې پخواني قومونه، ددوی استوګنې، عاداتونه، صنعتونه، نسبونه، مړینې او دېته ورته مسایل راپېژاني. د دې علم موضوع د پېغمبرانو، اولیاو، علماو، حکماو، پاچاهانو، شاعرانو او دېته ورته د نورو تېرو شخصیتونو احوال دي.
د دې علم هدف دا دی چې انسان له تېر وخت څخه خبر شي، عبرت ترې واخلي، نصیحت ترې ترلاسه کړي، او د زمانې د بدلونونو له تجربې څخه استفاده وکړي. د تاریخ علم د هغه چا لپاره چې مطالعه کوي یې د یو بل ژوند په څېر دی؛ او هغسې ګټه ترې اخلي لکه مسافر یې چې له سفر کولو څخه اخلي (هماغه منبع، د امام القنوجي له ابجد العلوم، ج ۲، ص: ۱۳۷-۱۳۸).
د اسلامي تاریخ علم هم د خپل اصالت او خپلواکۍ په اساس رامنځته شو؛ ځکه د تاریخ علم د اسلامي ټولنې له بطن څخه ددغې ټولنې د اړتیاوو او موخو د ځواب په مقابل کې منځ ته راغی. اسلامي تاریخ نه د نورو تقلید و، او نه د نورو له افکارو او اثارو څخه اقتباس؛ بلکې یاد علم د مسلمانو مؤرخانو د ديني اړتیا او احساس له مخې، د دیني علومو د بشپړتیا په موخه رامنځته شو. همداراز د اسلامي تاریخلیکنې بنسټ هجري تقویم و، چې پیښې او وختونه پکې د هجري تاریخ له مخې ثبتېدل (روزنتال، فراتز، علم التاریخ عندالمسلمین، ترجمهٔ صالح احمد العینی، موسسه الرسالة، بیروت).
د جاهلیت په دوره او د اسلام په پیل کې، عربانو تاریخونه په خپلو حافظو کې ساتل، او په لیکلي بڼه یې نه ثبتول. دلیل یې دا نه و چې هغوی له لیکلو سره نااشنا وو، دلیل یې دا و چې هغوی حفظ ته د لیکلو په پرتله ډېر ارزښت ورکاوه؛ ځکه چې په هغه وخت کې د لیکلو مهارت د ټولنې په کچه ځانګړی امتیاز نه ګڼل کېده، خو د حفظ وړتیا یو ستر شرف و. له همدې امله د عربو لومړنی تاریخ چې ( پېښې، ځانګړې ورځې او جګړې) پکې شاملې وې په حافظه کې ساتل کیدې او د ژبې له لارې به یې یوه او بل ته رسولې.
خو کله چې مسلمان عربان له خپل اصلي چاپېریال څخه بهر لاړل او د فتوحاتو له لارې مختلفو هېوادونو ته ورسېدل او له داسې قومونو سره مخ شول چې د دوی په ژبه نه پوهېدل نو د دوی د حافظو ځواک کم شو او د لیک او ثبت اړتیا یې احساس کړه. په ځانګړي ډول د دویمې هجري پېړۍ په پای کې، مسلمانان اړ شول چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم احادیث، سیرت او حالات ثبت او منتقل کړي. د اسلامي تاریخ ثبت له همدې ځایه را پیل شو. خو سره له دې په پراخ ډول د اسلامي تاریخ لیکلو هغه وخت رواج وموند چې د فتح شویو سیمو خلک مسلمان شول او عربي ژبهیې زده کړه؛ ځکه چې د هغوی پخوانیو تمدنونو د تاریخ د درک او ذوق فضا ورته چمتو کړې وه. له همدې امله د ډیری لومړني اسلامي مؤرخان عجم وو خو عربي ژبهیې زده کړې وه (ماجد، عبدالمنعم، تاریخ الحضارة الإسلامیةفی العصور الوسطی، ص: 111-112، 1999م.، قاهره، مصر).
کولای شو ووایو چې د اسلام تاریخي مطالعات په پیل کې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم پر سیرت، د هغوی پر جګړو، د اصحابو پر سوانحو، او حبشې او بیا مدینې ته د مسلمانانو د هجرتونو پر روایتونو ولاړ و. مکه مکرمه او مدینه منوره د دې تاریخي خوځښت دوه اساسي مرکزونه ګڼل کېدل.
د محدثینو په څېر تاریخپوهانو پر شفاهي روایتونو تکیه لرله، له دې داسې څرګندیږي چې د اسلامي تاریخلیکنې پیل د حدیثو د علم له میتود سره ورته و. تاریخي خبرونه له روایت کوونکو (سند یا اسنادو) پیلېدل او وروسته به د روایت متن (متن) ذکر کیده. له همدې امله د مغازي او سیرت کتابونه د تاریخلیکنې تر ټولو پخواني آثار ګڼل کېږي. دا اثار د تاریخ او احادیثو ترکیب و. ددې کار اصلي انګیزه دا وه چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم خبرو او کړنو د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت درلود، ځکه چې دوی په خپل ژوند کې د هدایت او نمونې په توګه ورته اړتیا درلوده (ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 356).
په دې ډول، د مسلمانانو تر منځ د تاریخ د ثبتولو دوه طریقې رامنځته شوې:
لومړۍ طریقه: د محدثینو طریقه وه، چې په نبوي سیرت کې ښه څرګنده ده او د روایتونو د سندونو په یادولو سره پېژندل کېده.
دویمه طریقه: د اخباریانو طریقه وه، ددوی تمرکز پر دې و چې د تاریخي پېښو بشپړ انځور وړاندې کړي، تفصیل یې بیان کړي، اشعار او خطبې را نقل کړي. د تاریخلیکنې دا طریقه په کوفه کې رامنځته شوه.
وروسته د دواړو طریقو یو ترکیب منځ ته راغی، او نور مکاتب هم رامنځته شول، دا ترکیبي طریقه د جګړو، اسلامي فتوحاتو، او د نسبونو د څېړنې لپاره وقف شوې وه.
د مشهورو اخباریانو له ډلې یادولای شو له لاندې کسانو څخه یادونه وکړو:
-
حضرت ابان بن عثمان بن عفان؛
-
امام محمد بن شهاب زهري؛
-
امام ابن اسحاق؛
-
امام عوانه بن حکم کلبي؛
-
امام سیف بن عمر کوفي.