د امام غزالي رحمهالله د دورې علمي او ټولنیز شرایط
لکه څنګه چې د نوابغو (تکړه علماو) شتون پر ټولنیزو حالاتو اغېز لري، همداسې د وخت شرایط او اړتیاوې هم د دوی په راټوکېدو کې رول لوبوي. له همدې امله، کله چې د تاریخي رهبرانو اغېزې ارزول کېږي، دوه ټکي باید په پام کې ونیول شي:
لومړی، د هغه عصر روح، چې نابغه پکې راڅرګند شو، او دویم، هغه اغېزې، چې د هغه شتون یې پر علمي، ادبي او ټولنیز وضعیت درلودې.
د امام غزالي رحمهالله عصر د تاریخ له ځلانده دورو څخه و، چې علم او ادب پکې د پام وړ پرمختګونه وکړل. علماء او پوهان له بېلابېلو سیمو راڅرګند شول او د زدهکړې، لیکلو او علمي-ادبي آثارو د تألیف په برخو کې یې ستر پرمختګونه وکړل.
امام غزالي رحمهالله د سلجوقیانو په دوره کې (۴۲۹-۵۵۲ هـ.ق) په ایران کې ژوند کاوه او د دې کورنۍ د ډېرو پاچاهانو معاصر و. د سلجوقیانو د نوي ځواک راڅرګندېدل د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د یوې نوې دورې پیل ګڼل کېږي.
کله چې ایران د خلفاو له واکمنۍ ووت او په څو کوچنیو سلطنتونو ووېشل شو، هېڅ واکمن و نه توانېد، چې د ټول ایران لپاره یو متحد حکومت جوړ کړي. سلطان محمود غزنوي (۳۸۷-۴۲۱ هـ.ق) هم، د هند جګړو او د ماوراءالنهر او خوارزم له ترکانو سره د شخړو له امله، په ایران کې د خپلې واکمنۍ د پراخولو لپاره کافي فرصت ونه موند.
په نسبتاً لنډ وخت کې، سلجوقیانو وتوانېدل، چې سیمهییز واکمنان له ایران څخه وباسي او د ټول هېواد کنټرول ترلاسه کړي. سربېره پر ایران، هغوی نورې آسیایي سیمې هم فتح کړې او بالاخره یې په ایران کې پراخه امپراتوري جوړه کړه. دا دوره، چې د اسلامي کلتور او تمدن تر ټولو اوج ته ورسېده، د اسلامي نړۍ پر تاریخ او تکامل ژورې او تلپاتې اغېزې پرېښودې.
طغرل بېګ، رکنالدین ابو طالب (۴۲۹-۴۵۵ هـ.ق)، د سلجوقیانو لومړی پاچا، د خپلې ۲۶ کلنې واکمنۍ پر مهال، وتوانېد، چې ټول ایران، خوارزم او د ماوراءالنهر ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي. هغه څو ځله بغداد ته سفر وکړ او د خلافت د بنسټونو د پیاوړتیا او د خلیفه د مخالفینو د ځپلو لپاره یې هڅې وکړې. طغرل بېګ وکولای شول، چې د اسلامي خلافت په مرکز کې نفوذ ترلاسه کړي. خلیفه القائم بامرالله (۴۲۲-۴۶۷ هـ.ق) امر وکړ، چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې، د خپل نوم وروسته، د طغرل بېګ نوم هم ذکر شي.
د سلجوقي او عباسي کورنیو ترمنځ ودونه، چې پخوا نادر وو، هم په همدې دوره کې ترسره شول؛ طغرل بېګ د خپلې کورنۍ یوه لور خلیفه ته ورکړه، او په ۴۵۴ هـ.ق کال کې یې د خلیفه له لور سره واده وکړ.
الپ ارسلان، عضدالدین ابو شجاع (۴۵۵-۴۶۵ هـ.ق)، د ماوراءالنهر او ترکستان سیمې فتح کړې، بیا یې د روم پر امپراتورۍ برید وکړ او په ۴۶۴ هـ.ق کې یې د اخلاط سیمې ته نږدې د روم امپراتور ته ماتې ورکړه، هغه یې اسیر کړ او وروسته یې بېرته خوشې کړ. د دې بریا په پایله کې، د ګرجستان والي هم د هغه تابع او باجورکوونکی شو.
ملک شاه، جلالالدین ابو الفتح (۴۶۵-۴۸۵ هـ.ق)، د خواجه نظامالملک په څېر د یوه هوښیار وزیر په درلودلو سره، د سلجوقیانو دولت د ځواک او پراختیا لوړې کچې ته ورساوه. هغه داخلي ناکرارۍ هوارې کړې او د خپل پلار او نیکه د فتوحاتو لړۍ ته یې دوام ورکړ.
ملک شاه د سوریې، حلب، جزیره او ګڼې نورې سیمې فتح کړې او ټوله آسیا یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د هغه د سلطنت ساحه د سوریې له پولو څخه تر چین پورې ورسېده، او وزیر نظامالملک، په خپله هوښیارۍ، د سیحون د ملاحانو مالیات پر انطاکیه واچول. د سلطان ټولې بریاوې د همدې ماهر وزیر له برکته وې.
د سلجوقي دولت وده، تر هغه چې نظامالملک ژوندی و، دوام درلود، خو د هغه تر وژل کېدو او د ملک شاه تر مړینې (۴۸۵ هـ.ق) وروسته، داخلي شخړې زیاتې شوې، چې د سلجوقي واک کمزوری کېدو ته یې زمینه برابره کړه، تر دې چې بالاخره له منځه لاړ.
د سلجوقي دورې سیاسي او عامه شرایط
د سلجوقي دورې سیاسي او ټولنیزو شرایطو، په ځانګړې توګه د ملک شاه او سنجر واکمنیو، پر علم او ادب عمومي اغېز درلود. دا اغېزه د هغه دورې په علمي او ادبي آثارو کې په څرګنده توګه محسوسېږي. د سلجوقي دورې د وزیرانو له ډلې یو له خورا مشهورو شخصیتونو څخه خواجه نظامالملک و، او د علماوو او پوهانو له ډلې امام غزالي رحمهالله، چې د هغه د ژوند تاریخ روښانه کولو لپاره دا مقدمات وړاندې کېږي.
امام غزالي رحمهالله د ډېرو سلجوقي واکمنانو معاصر و، ځکه چې هغه د طغرل د دورې په پای کې وزېږېد او د سلطان محمد (وفات: ۵۱۱ هـ.ق) د واکمنۍ پر مهال وفات شو. سلجوقیان عموماً د امام غزالي رحمهالله درناوی کاوه او هغه یې د خپل وخت تر ټولو لوی عالم او پوه ګاڼه. دا درناوی په بشپړه توګه پر ځای و، ځکه چې امام غزالي رحمهالله د دې کورنۍ پر مشرانو د خدمت او تعلیم حق درلود. ځینې وختونه به یې د هغوی د ښوونې او لارښوونې لپاره سخت خطابونه کول او د پلار په څېر به یې ملامته کول.
د امام غزالي رحمهالله د دورې ځانګړتیاوې
د امام غزالي رحمهالله دوره، چې د پنځمې هجري پېړۍ له نیمایي څخه د شپږمې پېړۍ تر پیل پورې دوام لري، د نورو تاریخي دورو له څو ځانګړتیاوو له مخې توپیر لري:
لومړی: په هر ښار کې د عالمانو او لیکوالانو شتون او د لیکنو او تألیفات ډېرښت. په دې وخت کې، اسلامي مدرسې په بشپړه توګه فعاله وې، او بااستعداده کسان په څېړنو، لیکلو او تصنیف بوخت وو. د ادبیاتو او علومو زدهکړه، په ځانګړې توګه دیني معارف، لکه فقه، اصول، حدیث، کلام، او الهي حکمت، پراخه شوه. په پایله کې، دا علوم داسې کچې ته ورسېدل چې په نورو دورو کې یې بېلګې ډېرې لږې موندل کېږي.
دویم: د اسلامي دین پراخېدل، په ځانګړې توګه د اهل سنت مذهب. د بغداد خلفاوو، سلجوقي پاچاهانو او دولتي لوړپوړو چارواکو، لکه نظامالملک، له خپل ټول ځواک سره د دین ملاتړ او ساتنه کوله.
درېیم: د مذهبي تبلیغاتو او شخړو پراخېدل، د مذهبي افکارو تسلط، او د مذهبي احساساتو او تعصبونو شدت.
د پورته دریو ځانګړتیاوو له امله، د امام غزالي رحمهالله دوره باید یوه علمي او ادبي دوره، یا مذهبي او جدلي دوره وبلل شي.
د امام غزالي رحمهالله دوره او صلیبي جګړې
له هغو مهمو پېښو څخه، چې د امام غزالي رحمهالله په دوره کې رامنځته شوې او ټول اسلامي هېوادونه او دولتونه یې اخته کړل، صلیبي جګړې وې، چې شاوخوا دوه سوه کاله، له ۴۸۹ هـ.ق څخه تر ۶۹۰ هـ.ق پورې، یې دوام وکړ. دا جګړې د شدت او ضعف بېلابېلې درجې درلودې. د دې سترې فتنې په پایله کې، هر کال په اسلامي هېوادونو کې یوه نوې پېښه رامنځته کېده. ډېرې له دغو پېښو ابن اثیر په خپل کتاب “الکامل“، یافعي په “مرآة الجنان“، او ذهبي په “دولة الإسلام“ کې ثبت کړې دي.
په دې وخت کې، د روم امپراتوري د سلجوقي امپراتورۍ تر نفوذ لاندې وه، او قلج ارسلان (۴۸۵-۵۰۰ هـ.ق) په کوچنۍ آسیا کې واکمني کوله. المستعلي بالله فاطمي (۴۸۷-۴۹۵ هـ.ق) او د فاطمي خلفاوو په مصر او نورو سیمو کې حکومت کاوه. المستظهر بالله عباسي (۴۸۷-۵۱۲ هـ.ق) د عباسي خلافت واکمن و. ابو المظفر برکیارق (۴۸۷-۴۹۸ هـ.ق) او محمد بن ملک شاه سلجوقي (۴۹۸-۵۱۱ هـ.ق) د ایران په ډېرو سیمو واک درلود. حسن صباح (۴۸۳-۵۱۸ هـ.ق) په الموت کې مېشت و، چې د ایران د شمالي او ختیځو سیمو کنټرول یې په لاس کې درلود، او د خپل سیاسي تحریک په پراخولو بوخت و.