لیکوال: ابوالنصر زرنجي
شل ویناوې؛ شل روښانه څېرې (لومړۍ برخه)
مقدمه
الله سبحانه و تعالی د خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له لارې اسلام د وروستي پیغام په توګه، په بشپړ او هر اړخیز ډول، انسانانو ته رسولی دی او اعلان یې کړی دی:
«الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا»،
ژباړه: «نن مې ستاسو دین بشپړ کړ، خپل نعمت مې پر تاسو تمام کړ، او اسلام مې ستاسو د دین په توګه غوره کړ.»
د الله سبحانه و تعالی دین یو بشپړ او تلپاتې دین دی، چې هېڅکله خپل تازهوالی له لاسه نه ورکوي، بلکې په هر دور کې نوی او ژوندی پاتې کېږي. خداي تعالی په دې دین کې داسې وړتیا ځای کړې، چې د نړۍ د هر حالت، شرایطو او ننګونو لپاره د تطبیق وړ دی. د دې دین قانون او لارښوونې کولای شي د نړۍ مشرتوب په غاړه واخلي او په هره زمانه کې د بشري ټولنې له پرمختګونو سره سم پرمخ ولاړ شي.
دا حقیقت له هېچا پټ نه دی، چې د اسلامي امت تاریخ د پرمختګونو او بدلونونو څخه ډک دی؛ ځکه چې اسلام، د یوه نړيوال او وروستي الهي دین په توګه، له مختلفو ټولنو او ملتونو سره اړیکې لري. له همدې امله، اسلامي امت له بېشمېره ننګونو سره مخامخ شوی، چې د نړۍ په بل هېڅ امت کې نه دي پېښې شوي. د دې امت ژوند له بدلونونو، انقلابونو، او بېلابېلو شرایطو سره یوځای روان دی، چې د تاریخ په اوږدو کې بېساري دي.
له اسلام سره، د تاریخ له پیله تر اوسه، داسې بریدونه شوي، چې په نورو دینونو کې ډېر کم لیدل شوي. نورې فلسفي، تمدني، او سیاسي خوځښتونه، چې د فتوحاتو دورې یې تجربه کړې، اکثر د لږ مقاومت په وړاندې تسلیم شوي او د خپلو دښمنانو په مقابل کې له منځه تللي دي. خو اسلام د خپل فکر په قوت سره، نه یوازې دا چې خپل ټول مخالفین یې مات کړي، بلکې د نړۍ د سترو تمدنونو په منځ کې، د خپل اصلي او ثابت شکل ساتلو ته هم توانېدلی دی.
دا هغه اتلانو ته منسوبېږي، چې خدای تعالی د تاریخ په اوږدو کې د دې امت لپاره راپورته کړي، تر څو د سختو ازموینو پر مهال د اسلام روح ژوندی وساتي، د عقلانیت طلسم مات کړي، او په امت کې یو نوی حرکت را منځته کړي. دا اتلان، چې د اسلامي تاریخ ستوري ګڼل کېږي، د علم، فکر، او معنوي اخلاقو له پلوه مخکښان وو.
هغوی د حق لپاره، د جهالت، فاسدې فلسفې، او ګمراهۍ پر وړاندې، د «ید بیضاء» په څېر عمل کړی، د ناپوهۍ پردې یې څېرې کړي، او حقایق یې بربنډ کړي دي. د همدې اتلانو په برکت، د اسلام پیاوړې ونه، د تاریخ په بېلابېلو دورو کې، د سختو شرایطو سره سره، تازه پاتې شوې ده. دا هغه شخصیتونه دي، چې د هر ډول ګواښ په مقابل کې یې زړور دریځ نیولی او د اسلامي تاریخ پاڼې یې ښکلي کړې دي.
د اسلام د دغو اتلانو شمېر ډېر زیات دی، چې په دې لنډه ليکنه کې یې یادول ممکن نه دي. له همدې امله، موږ پرېکړه کړې چې د دې امت د ځینو رښتینو علماوو د ژوند یو څو برخې تاسو ته انځور کړو. هیله ده، چې د دغو بېلګو په لوستلو سره، لوستونکي د اسلامي اتلانو تاریخي ارزښت، د اسلام د روح د ساتلو په لار کې د هغوی قربانۍ، او د اسلامي امت د علماوو او مشرانو ځلانده تاریخ وپېژني، او هغوی د خپل ژوند لپاره «اُسوې» وګرځوي.
امام غزالي رحمه الله
ابو حامد غزالي د علم او بصیرت د اسمان له روښانه ستورو څخه دی. هغه د خراسان یو نامتو فیلسوف او د الهیاتو عالم و، چې یو اشعري متکلم هم ګڼل کېږي. که څه هم هغه تصوف ته متمایل و، خو په علم او فلسفه کې یې بېساری استعداد درلود.
غزالي، د فیلسوفانو له اندونو سره د معارضې په ترڅ کې، په یوناني فلسفه کې خپل مهارت ثابت کړ. له همدې امله، نوموړی یو له سترو اسلامي فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي. د اسلامي علومو او فلسفې په وده کې د هغه ونډه ډېره ارزښتناکه وه.
د پنځمې هجري پېړۍ په علماوو کې، غزالي له نوابغو څخه شمېرل کېږي، چې د هغه فکري نفوذ، د اسلامي علمي حلقو پر علماوو او پوهانو، خورا ژور اغېز کړی دی. ډېری علماو د هغه اثار نقل کړي او پرې یې بیاکتنې کړې دي.
د “غزالي” د نوم په اړه بېلابېل نظرونه
د “غزالي” د نوم په اړه بېلابېل مورخين او ژباړونکي مختلف نظرونه لري. ځينو دا نوم د زاء په تشدید (غزّالي) سره ليکلی، او ځينو یې تخفیف کړی دی. ځينې مورخين او محققين، لکه ابن اثير، ابن خلکان، ذهبي، يافعي، سبکي، او د “شذرات الذھب“ ليکوال، ټول په دې اند دي، چې دا نوم په تشدید سره لیکل کېږي. دوی د خراسان د خلکو د دود له مخې استدلال کوي، ځکه چې هغوی “قصار”، “عطار”، “خیام”، او “خباز” نومونه هم په ورته بڼه کاروي، لکه: قصاري، عطاري، خیامي، او خبازي.
د غزالي کورنۍ، نسب، او زده کړې
حجت الاسلام امام زینالعابدین ابو حامد محمد بن محمد بن محمد بن احمد طوسي، چې په غزالي مشهور دی، د امام احمد غزالي ورور و. نوموړی د طابران له خلکو و (طابران او نوقان د طوس دوه مهم ښارونه وو). هغه په ۴۵۰ هجري قمري کال، چې له ۱۰۵۸ میلادي کال سره سمون خوري، د سلجوقي طغرل د واکمنۍ په پای کې زېږېدلی دی.
پلار یې محمد بن محمد، یو نېک او پرهیزګاره درویش و، چې د لیکلو او لوستلو توان یې نه درلود. هغه د اوبدلو په مسلک بوخت و، خو د علماوو، فقهاوو، او عابدانو له مجلسونو سره یې ډېره مینه لرله. هغه د حلال رزق له لارې ژوند کاوه او په ۴۶۵ هجري قمري کال وفات شو. د وفات پر مهال، یې خپل صوفي ملګری ابو حامد احمد بن محمد راذکاني د خپلو زامنو، محمد او احمد، د پالنې وصي وټاکه.
راذکاني، چې پخپله هم یو بېوزله صوفي و، خپله ژمنه یې پوره کړه. د خپل دوست له وصیت سره سم، یې د دوو یتیمانو پالنه وکړه او د دوی د ژوند اړتیاوې یې د پاتې شوي میراث له پیسو پوره کړې. کله چې محمد او احمد د لیک، لوست، دیني مسایلو، او ادبي علومو اساسات زده کړل، نور یې د لګښتونو د پوره کولو توان نه درلود. له همدې امله، یې دوی مدرسو ته واستول، څو د زدهکوونکو لپاره ځانګړې بودیجې څخه ګټه واخلي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
غزالي ډېر ذهین و، او لا په ماشومتوب کې یې له احمد راذکاني څخه ديني او ادبي علوم زده کړل.
د غزالي علمي مقام
د طوس دغه نابغه ځوان، په کم عمر کې په علومو کې داسې مقام ته ورسېد، چې د ځوانانو او بوډاګانو د حسد سبب شو. د هغه استاد، امام الحرمین ابوالمعالي جویني، چې د نیشابور او خراسان له سترو عالمانو څخه و، پر غزالي ویاړ کاوه.
له ابوالمعالي سره، د ده په مدرسه کې، څو سوه شاګردان وو، چې د پنځمې او شپږمې هجري پېړۍ له نامتو علماوو څخه شمېرل کېږي. د دغو شاګردانو له ډلې، غزالي له ټولو غوره و. د هغه همزولو کې داسې مشهور نومونه شامل وو، لکه: کیاي هراسي، ابو المظفر خوافي، ابو المظفر ابيوردي، ابو القاسم حاکمي، او ابو القاسم انصاري.
امام غزالي داسې علمي مقام ته ورسېد، چې دوست او دښمن یې پر مهارت اعتراف کاوه.
د دربار او نظامیې مدرسې مقام
د خپل فضل او پوهې له امله، غزالي د خپل وخت ستر مقام ته ورسېد. سلاطینو او وزیرانو، لکه: ملک شاه سلجوقي او د هغه نامتو وزیر، خواجه نظامالملک، هغه ته درناوی کاوه.
هغه ته د بغداد په نظامیه مدرسه کې، چې د اسلامي نړۍ له سترو علمي مرکزونو څخه وه، د تدریس چوکۍ وسپارل شوه. هلته، شاوخوا درې سوه علماء د هغه د درس په حلقه کې ناست وو، او له علم څخه یې ګټه اخيسته.
امام غزالي ته، د بغداد د اسلامي خلفاوو المقتدي بامر الله او المستظهر بالله په دربارونو کې ځانګړی عزت ورکړل شو.
فلسفه، کلام، او د غزالي فکري انقلاب
په فقه، حدیث، کلام، او فلسفه کې، غزالي ستر علمي انقلاب رامنځته کړ.
هغه د فیلسوفانو فکر او وینا تجزیه او تحلیل کړه، د هغوی د نظریاتو کمزورۍ یې بربنډې کړې، او فلسفه یې په نوي او حیرانونکي بڼه وړاندې کړه.
د غزالي شهرت، یوازې په خراسان کې محدود نه پاتې شو، بلکې په تدریج سره، یې نوم د نږدې او لیرې اسلامي هېوادونو ته ورسېد.