Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (اوومه برخه)
متفرقه یکشنبه _23 _نوومبر _2025AH 23-11-2025AD

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (اوومه برخه)
د واده فردي او ټولنیزې ګټې
۱- د جنسي غریزې مهار، د عفت ساتنه او له ګناه او فساد څخه ژغورل کیدل
د انسان د خورا مهمو، پیاوړو او بنسټیزو غرایزو یوه یې هم جنسي غریزه ده. که دا غریزه پوره نه شي او یا یې په پوره کولو کې ستونزه پیدا شي، نو د انسان په شخصیت کې ګډوډي، بې‌ثباتي او رواني ناارامي رامنځته کیږي. واده او د کورنۍ جوړول د همدې غریزې د ارضاء مشروع، سالمه، طبیعي او تر ټولو غوره او خوندي لاره ده. نکاح انسان د شیطان له دامونو، د شهوت له ناوړه غوښتنو، انحراف، او ګناه څخه خوندي ساتي.
الله تعالی په خپل مبارک آیت کې فرمایي: “هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ” ژباړه: «هغوی (مېرمنې) ستاسو لپاره جامې دي او تاسو (نارینه) د هغوی لپاره جامې یاست.» [۱] یعني څنګه چې جامه د انسان ستر پټوي، له بد نظر څخه یې ساتي او ښکلا وربښي، همداسې مېړه او ښځه د مشروع جنسي اړیکې له لارې یو بل د انحراف، ګناه او ناوړه لارو څخه ژغوري او عفت یې ساتي.
د دا ډول فتنو او مفاسدو د مخنیوي لپاره رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: “إذا خطب إليكم من ترضون دينه وخلقه فزوجوه إلا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض” ژباړه: «کله چې یو څوک د وادۀ په موخه ستاسې تر دروازې راشي، او دین او اخلاق مو یې خوښ شي، نو خپلې لوڼې ور واده کړئ. که دا کار ونه کړئ، نو پر ځمکه به پراخې فتنې او فسادونه رامنځته شي.» [۲]
۲- د استعدادونو وده او غوړېدل
واده د دې لامل کیږي چې د مېړه او ښځې خلاقیتونه، وړتیاوې او کامیابۍ لا مضبوطې شي، انساني او اخلاقي فضیلتونه په کې لا پیاوړي او فعلیت ته ورسېږي. کله چې له یو نارینه څخه د کور د سرپرست په توګه تمه کېږي چې د اړتیا پر مهال د خپلې کورنۍ ترڅنګ ودرېږي، نو دا تمه د هغه د میړانې، دفاع، او ځوانمردۍ روحیه نوره هم پیاوړې کوي.
همدارنګه، په ښځه کې د مور کېدو حالت او د دې مرحلې ستونزې، د ماشوم پالنې او کورجوړونې مسؤلیتونه د هغې روح ته کمال وربښي. ښځه د صبر، زغم او ایثار له لارې معنوي وده مومي او هڅه کوي چې د کور او کورنۍ د ښه مدیریت لپاره خپلو استعدادونو ته وده ورکړي، د ژوند د چارو پرمخ بیولو کې لا ډېره کامیابه واوسي.[۳]
۳- د نسل بقا
د واده د لويو ګټو له جملې یوه یې د بشریت د نسل بقا ده. الله تعالی د انسان د نسل دوام نکاح او واده پورې تړلی دی. ښایي د انسان په وجود کې د شهوت اېښودل هم همدې هدف ته راجع واوسي، ځکه که الله تعالی غوښتې وای، نو ښایي انسانان یې له شهوت پرته هم پیدا کړي وای؛ خو د دې لپاره چې د انسان نسل د دوام وړ واوسي، واده یې د الهي حکمت یوه برخه ګرځولې ده.
د ماشومانو زېږول د نسلونو تر منځ د تړاو سبب ګرځي، او د صالحو، دیندارو او نېک اولادونو روزنه د ټولنې په اصلاح او نېکمرغۍ کې ستر رول لري. دا چاره د انسان د پیدایښت له اساسي هدف، یعنې د خالق عبادت، سره په بشپړه توګه همغږې ده.
الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء.” ژباړه: «اې خلكو له خپل هغه رب مو وډارشئ چې له يوكس نه يې پيدا كړئ او له هغه يې بيا جوړه ورته پيدا كړه او بيا يې له دغو دواړه ډېر سړي او ښځې خپاره كړل.» [۴]
همدارنګه په سوره بقره کې فرمایي: “نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ” ژباړه: «ستاسو ښځې ستاسي کروندې (د کرلو ځایونه) دي، نو خپلو کروندو ته مو چې په کوم ډول (طریقه) خوښه وي، راشئ.» [۵]
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایي: “تزوجوا الودود الولود فإني مكاثر بكم الأمم يوم القيامة” ژباړه: «له داسې ښځو سره واده وکړئ چې میناناکې او زیاتې اولاد زېږوونکې وي، ځکه زه د قیامت په ورځ د نورو امتونو پر وړاندې ستاسې په زیاتوالي فخر کوم.» [۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1] سوره بقره، آیت ۱۸۷

[2] الترمذي، الجامع الصحيح، ج ۳، ص ۳۹۴، حدیث ۱۰۸۴، دار إحياء التراث العربي– بیروت

[۳] پناهی، علي احمد، همسرداری، ص ۳۲، ۱۳۹۱هـ، دفتر نشر معارف – تهران

[۴] سوره نساء، آیه ۱

[۵] سوره بقره، آیه ۲۲۳

[۶] مسند احمد، ج ۳، ص ۱۵۸، حدیث ۱۲۶۳۴

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (نولسمه برخه)
Next Article د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه :۳)

شنبه _17 _جنوري _2026AH 17-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱) (ج)…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینتولوژي: ریښې او باورونه (برخه: ۹)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD11 Views

لیکوال: مهاجر عزيزي ساينټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۹) د ساينټولوژۍ عقیدې او افکارو نقد…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴) د انسان په ژامه، ژبه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD30 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD

ساینتولوژي: ریښې او باورونه (برخه: ۹)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.