لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (شلمه برخه)

 

۲. مراسم
د فرقو، دینونو او مذهبونو له مادي او الهي اصولو څخه یو یې د هغوی ځانګړي مراسم او دودونه دي. د شیطان‌پرستۍ فرقه هم خپل ځانګړي دودونه او مراسم لري، چې لاندې یې یادونه شوې ده:
۲.۱. قربانۍ
د ځینو سرچینو د راپور له مخې، د شیطان‌پرستۍ فرقې یو عمل قرباني کول او د وینې تویول دي؛ ځکه وینه د ژوند او قوت مظهر ګڼل کېږي. په پخوانیو او لومړنیو پېړیو کې قرباني کول په ځانګړو وختونو لکه د خسوف (سپوژمۍ نیول) او کسوف (د لمر نیول) پر مهال ترسره کېدل، په دې ګومان چې شیطان او د تیاره خدای له انسانانو څخه غوسه دی او د ډالۍ په تمه دی. ویل کېږي، که د هغه لپاره قرباني ترسره نه شي، نو شیطان به ټول انسانان ووژني. له همدې امله، د انسان قرباني کول د شیطان د راضي کولو لپاره اړین ګڼل کېدل.
دغه مراسم په ځانګړې توګه د جنوبي امریکا په ځینو قومونو کې خورا عام وو. د لرغون‌پېژندونکو څېړنو هم د دې ډول قربانیانو د موجودیت شواهد موندلي دي. د قربانیانو لپاره ځانګړې کوټې جوړې شوې وې، چې ځانګړی سینګار یې درلود.
په پخوانیو قومونو کې د انسان قربانۍ دود په لاندې ډول ترسره کېده: هغه څوک چې باید قرباني شوی وای، یو کال مخکې ټاکل کېده. خلکو به هغه د یو کال لپاره مقدس ګڼله او د ژوند ټولې اسانتیاوې به یې ورته برابرولې. د ټاکل شوې ورځې پر مهال، قرباني شوی کس به په کوڅو او بازارونو کې ګرځول کېده او بیا به یې معبد ته وړل کېده.
په معبد کې پنځه ځانګړي کاهنانو، چې تورو جامو یې اغوستي وو، په خورا وحشتناکو مراسمو سره قرباني شوی کس د قربانۍ ځای ته بیولو. څلورو کسانو به د هغه لاسونه او پښې نیولې او پنځم کس به یې سر نیولی و. بیا لوی کاهن، چې سرو جامو کې و، په ځانګړي تیغ د هغه سینه پرې کوله او زړه یې راایسته، په داسې حال کې چې زړه یې لا غورځېده. وروسته به یې دغه زړه د بت په پښو کې کېښوده، ترڅو د منلو وړ وګرځي او د شیطان له قهر څخه خوندي شي.
د نن ورځې شیطان‌پرستان
نن ورځ شیطان‌پرستان د انسان قرباني کول په بشپړه توره شپه کې ترسره کوي. قرباني شوی کس د مراسمو څخه مخکې په مقدسو اوبو غسل ورکول کېږي او په قربانګاه کې ایښودل کېږي. قربانیان اکثره د مراسمو مخکې بې‌سده کېږي.
که شیطان‌پرستان وغواړي چې دغه مراسم په بشپړ ډول ترسره کړي، نو قرباني له وژلو او د وینې څښلو وروسته په اور کې سوځوي. په دې مراسمو کې ځانګړې دعاګانې په بې‌معنا ژبه یا ځینې وختونه په عبراني ژبه لوستل کېږي.
۲. تور لمونځ یا د لمانځه تور جماعت
دا مراسم د شیطان‌پرستانو یو له مهمو مراسمو څخه ګڼل کېږي، چې په شیطان کلیسا کې ترسره کېږي. دا د مسیحیانو د “عشای رباني” مراسمو ته ورته دی، خو د ټولو کارونو په برعکس ترسره کولو سره توپیر لري. د عشای رباني د مراسمو پر مهال، مسیحیان کلیسا ته ځي او له لوی پادري یا اسقف څخه د مقدسې ډوډۍ یوه کوچنۍ ټوټه او د شراب یو څاڅکی اخلي. دوی باور لري چې د اسقف لخوا مقدس شوې ډوډۍ د مسیح بدن دی، او د هغې په خوړلو سره دوی د مسیح بدن او وینه ځان ته جذبوي.
د شیطان‌پرستانو په تور جماعت کې، اسقفان او حاضرین په داسې حال کې چې بربنډ وي، مذهبي دعاګانې او سندرې په برعکس ډول لولي. د بېلګې په توګه، هر ځای چې د جنت او د هغه د ښکلا ذکر وي، دوی د دوزخ او بدمرغۍ خبرې کوي. هرکله چې د خدای تعالی یا حضرت عیسی مسیح علیه السلام نوم یاد شي، دوی کفري حرکات ترسره کوي.
په پیل کې، د دې مراسمو موخه یوازې د مسیحیت او د هغه د دین سپکاوی کول وو، خو وروسته په دې کې جنسي تېری او د بې ګناه ماشومانو وژل هم شامل شول. دا مراسم، چې د شیطان‌پرستانو له تر ټولو کرکجن مراسمو څخه ګڼل کېږي، بې‌ګټې، بې‌اساسه او خرافي کړنې لري. د شیطاني موضوعاتو په اړه دعاګانې لوستل کېږي، او د شیطاني سمبولونو لکه سرچپه پنځه وزري ستوري، کوپړې، شراب، وینه، شمعې، تورې جامې او نغري (اورغالي) څخه کار اخیستل کېږي.
۲.۳. د نوي غړي یوځای کېدل
دا مراسم د بېلابېلو کړنو ټولګه ده، چې د شیطاني کلیسا اسقف یا د هغه مېرمن ترسره کوي. دا کړنې د جادوګرۍ په مراسمو کې هم شتون لري. په دې مراسمو کې، د غړي په بدن باندې پنځه مقدس مچي (ښکلونه) لګول کېږي. دغه مچي د خیر او برکت غوښتنې، د تقدس څرګندونې، د ډلې سره د یوځای کېدو د منلو او د شکر د څرګندولو په موخه ترسره کېږي.
۲.۴. جنسي مناسک (عبادتونه)
یو له هغو کړنو څخه چې شیطان‌پرستان ورته جدي پام کوي او په دوامداره توګه یې ترسره کوي، جنسي عملونه دي. دغه عملونه ډېری وخت د تاوتریخوالي سره مله وي، چې د دوی ترمنځ ژورې روحي او رواني ستونزې رامنځته کوي. ایډز هغه عامه ناروغي ده چې په دې خلکو کې په پراخه کچه لیدل کېږي. دوی د دې کړنو له ترسره کولو وروسته، د خپلو اهدافو د پرمختګ لپاره له شیطان څخه مرسته غواړي.

 

۲.۵. د تیارې ځواک ترلاسه کول
دا مراسم په تیاره کې د پټو ځواکونو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي. شیطان‌پرستان هڅه کوي چې له دې مراسمو څخه یوه ستره انرژي ترلاسه کړي، چې د هغوی روح وده وکړي او نیمګړتیاوې یې په ځواک سره بدل شي. د دې مراسمو د ترسره کولو لپاره ځانګړي مقدمات شتون لري، چې تفصیل یې په اړوندو لیکنو کې بیان شوی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version