لیکوال: شکران احمدي
دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (پنځمه برخه)
د لوېدیځې طریقو څخه زیږیدلی کلتوري تناقض
د لوېدیځ د ښوونې او روزنې د میتودونو اصلي محصول په ټولنه کې د کلتوري تناقض “الثنوية العلمية” راڅرګندېدل و. له همدې امله اسلامي امت، په ځانګړې توګه ځوان نسل، په دوو لویو ډلو وویشل شو؛ هغه ډله چې نوي علوم یې زده کړې وې او هغه چې زاړه علوم یې زده کړې وې. هرې ډلې ځان له بلې څخه جلا طایفه ګڼله او یوازې یې ځان منی، او بله به یې د خپلې لارې خنډ ګڼله.
معاصر لیکوال ډاکټر اسرار عالم هندي لیکي: «نن سبا اسلامي ټولنه په دوو ډلو ویشل شوې، جديد او قدیم، یا د جدیدو او قدیمو ملاتړي. بې له شکه، دې پدیدې د اسلامي نړۍ فکر او عمل سخت ګډوډ کړی دی او په مختلفو ډګرونو کې یې د ګډوډۍ او رکود لامل شوی، او د پرمختګ او ترقي لاره یې بنده کړې ده.»
په حقیقت کې د شلمې پیړۍ له سترو مصیبتونو څخه یو مصیبت په اسلامي هیوادونو کې د زړو او نویو ډلو تر منځ جګړه ده چې لا هم په ډېرو هیوادونو کې روانه ده او بده اغېزه یې احساسیږي. په تېره پېړۍ کې د افغانستان حالات او د الجزایر، مصر، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو حالات زموږ د خبرې ثبوت دی. په حقیقت کې، اکثره کړاوونه، کړکیچونه او اندیښنې د کلتوري تناقض ترخې او نامطلوبه پایلې دي. او باید ووایو چې د دې خبرو سره زموږ هدف هیڅکله د نوي تعلیم مثبت کلتوري لاسته راوړنو څخه انکار نه دی. د اسلام دین نه یوازي د علم په برخه کې پرمختګ او ترقي او د تجربو او هنرونو لاسته راوړلو ته یې جواز ورکړی، بلکې په ټینګه یې ورته بلنه ورکړې او مسلمانان یې ورته هڅولي دي. هغه څه چې نامطلوب دي، ناسمې طریقې او د علومو، فنونو او تیوریو څخه غلطې اخيستنې دي.
هغه رسالت چې نباید وځنډول شي
د یادو شويو ستونزو له امله اسلامي نړۍ او معاصر نسل سرګردانه او یواځې هغو مدرسو ته سترګې په لاره دي، چې د آخرت د الهي رسالت ساتونکي او د اسلامي امت امیدونه دي. د اسلام د ستر مفکر علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله د تعبير له مخې: «دیني مدرسې د نبوي حیات له چینو څخه اوبه اخلي او د ژوند کښتونه اوبه کوي، په حقیقت کې نبوي چینې هیڅکله نه وچیږي او انسانیت تل هغه ته اړتیا احساسوي.» له اوسنيو حالاتو څخه د دیني مدرسو بې برخېتوب، او د ټولنې له رهبرۍ او لارښودنې څخه د هغو بغل ته کېدل، د ځان وژنې او له انسانیت سره د بې وفایۍ مترادف، بلکې خیانت دی. او دغه ځای دی چې باید د مدارسو مسئولین او مدیران د خپلو فعالیتونو پر ټولو اړخونو له سره غور وکړي او له ځانه وپوښتي: آیا دوی په بېلابېلو برخو کې خپل رسالت سرته رسوي او که نه؟ آیا اکثره دیني مدرسې د درسونو لرغونې (باستاني) بڼه یې نه ده خپله کړې؟ چې یوازې د تېرو پېړیو د شکلونو او ماډلونو ساتونکي دي او په معاصره نړۍ کې اغېزمن رول نه لري، او آیا په طریقو او محتوا کې له سره غور کولو ته اړتیا نه لري؟
په ښوونیز او روزنیز پروګرامونو کې د بدلون اړتیا
دې حقیقت ته په پام نیولو سره چې دیني مدرسې د ښوونې او روزنې مرکزونه او د انسان جوړونې فابریکې دي چې د بشري ټولنې ښوونکي او مصلحین روزي؛ نو پکار ده چې په خپل پلان جوړونه کې د معاصرې نړۍ اړتیاوې او د اوسني تمدن لاندې او ژورو ته په پام کې ونیول شي او ټولنې ته وړ کسان وړاندې کړي چې د اوسني او راتلونکي ستونزو ته ځواب ووایي.
ډیر مفکرین او د تعلیمي چارو پوهان دا مني چې دا ډول بدلونونه باید د دیني مدرسو په پروګرامونو کې راشي. مشهور مفکر استاد ندوي رحمه الله په دې اړه وايي: «اسلامي علماو په هر وخت کې د هغه وخت د اقتصاد له اړتیا سره سم نوي کتابونه په نصاب کې شامل کړل او د ګټورو موادو له منلو نه وېرېدل، خو له بده مرغه په تېرو سلو کلونو کې د فکري، سیاسي او نورو پرمختګونو سره، درسي نصاب بدلون ته اړتیا لري، چې تر اوسه په کې ډېر بدلونونه نه دي راغلي، په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې د وخت بدلون د دې تقاضا کوي چې باید نصاب هم په بشپړه توګه بدل شي.»