
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
د رسول الله ﷺ اخلاق (شپږمه او وروستۍ برخه)
د الهي رهبرانو غیر معمولي زړه سواندې
د قرآن کریم له آیاتونو او تاریخي شواهدو څخه څرګندیږي چې الهي رهبران د خلکو له ګمراهۍ سخت ځورېدل، او د هغوی د ایمان راوړلو ته له حده زیاته لېوالتیا درلوده. دوی به له دې غمجنېدل، لکه تږي خلک چې د پاکو اوبو تر څنګ ناست وي، خو بیا هم له تندې ژاړي. دا حالت به دومره سخت شو چې آن د دوی ژوند ته یې ګواښ جوړاوه.
دوی به د خلکو لپاره د زړه له تله دعاګانې کولې، شپه او ورځ به یې هڅې کولې، په پټه او ښکاره به یې تبلیغ کاوه، او د خلکو د بې لارې کېدو له امله به سخت غمجنېدل. دا غم دومره شدید و چې کله ناکله به یې د مرګ تر پولې رسول!
که داسې نه وای، نو د “رهبرۍ” ژوره مانا به نه درک کېده. کله چې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه له دې امله سخت ځورېده، خدای تعالی به هغه ته د تسلۍ کلمات وایی. لکه چې فرمایي:
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
(سورة الشعراء، 3)
« داسې ښکاری، لکه ته چې خپل ځان هلاک کوې پر دې چې دوی ایمان نه راوړي.»
بیا یې د تسلۍ لپاره وفرمایل:
إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّماءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْناقُهُمْ لَها خاضِعِينَ
(سورة الشعراء، 4)
« که موږ وغواړو، دوی ته به له آسمان څخه داسې معجزه ښکاره کړو چې غاړې به یې د هغې په وړاندې ښکته شي.»
په قرآني تفسیرونو کې د دې موضوع یادونه هم شوې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خلکو د ایمان نه راوړلو له امله دومره اندېښمنېده چې خپل ځان ته به یې زیان ورکاوه.
“بَاخِعٌ نَفْسَكَ” (ځان هلاکول) دا انځور وړاندې کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکانو د انکار له امله څومره ځورېده. ځکه هغه پوهېده چې که ایمان را نه وړي، نو د اخرت سخت عذاب به یې په تمه وي. له همدې امله، د هغوی د سرنوشت په اړه یې زړه سوځېده، او له زیاتې اندېښنې به حتی روغتیا ته یې زیان رسېده.
د مؤمنانو سره تواضع
الله جل جلاله فرمایي:
وَاخْفِضْ جَناحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ
(سورة الشعراء، 215)
«او له مؤمنانو سره تواضع کوه.»
د “تواضع” دا ښکلی تعبیر د مهربانۍ او شفقت ښکارندویي کوي. لکه څنګه چې مرغان خپل وزرونه ښکته کوي، ترڅو خپل بچیان له هر ډول خطر څخه وساتي، همداسې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو پر وړاندې نرم او مهربان و، د هغوی د دردونو احساس یې کاوه، او د هغوی د اصلاح لپاره یې تل هڅه کوله.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق داسې و، چې صحابه کرامو رضي الله عنهم تل د هغه له نرمي، حُسنِ سلوک او خوږو خبرو څخه فیض اخیست. هغه هېڅکله سخت زړی، بد ژبی، عیب لټونکی او تندخو نه و.
هیڅوک به ترې ناهیلی نه شو، هر څوک چې د هغه دروازې ته ورغلی وای، د امید، محبت او مهربانۍ ډک زړه به یې ترلاسه کاوه. له دریو شیانو یې تل ډډه کوله:
-
د بې ګټې بحثونو څخه
-
له زیاتې او غیر ضروري خبرو
-
په داسې کار کې مداخله چې هغه پورې یې اړه نه درلوده
هغه به هېڅوک نه ملامتوه او د خلکو د پټو عیبونو لټون یې نه کاوه. خبرې یې تل د حکمت، مهربانۍ او بصیرت ډکې وې. کله چې به یې خبرې کولې، هر څوک به چوپ پاتې کېدل او په پوره غور به یې اورېدلې.
پای
په پای کې له لوی او مهربان خدای جل جلاله څخه د دعا لاسونه پورته کوو، چې موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو، اعمالو، حالاتو او ارشاداتو پیروي نصیب کړي، ځکه همدا د دنیا او اخرت کامیابي ده.
آمین یا رب العالمین!