د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (څلورمه او وروستۍبرخه)
۲۱. په قرآن باندې عمل
د قرآن له سترو آدابو څخه يو د هغه پيروي کول دي؛ ځکه چې قرآن په اصل کې د عمل لپاره نازل شوی دی، او څوک چې قرآن لولي او عمل پرې نه کوي، په حقیقت کې یې هغه ترک کړی دی. الله سبحانه و تعالی فرمايي: «وَقَالَ الرَّسُولُ یارَبِّ إِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا»؛ ژباړه: « او رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: زما ربه، زما قوم دا قرآن په بشپړه توګه پرېښود.»
او بل ځای کې فرمايي: ژباړه: «يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ»؛ ژباړه: « هغه په حق سره تلاوت کوي.» یعني په هغه باندې عمل کوي او د هغه له احکامو څخه پیروي کوي. نو د قرآن د قاري لپاره پکار ده چې پر هغه باندې عمل وکړي، او د قرآن حدود دې رعایت کړي لکه څرنګه چې د قرآن کریم حروف سم ادا کوي، حلال یې حلال وګڼي او حرام یې حرام وبولي او د هغه په محکم آیتونو عمل وکړي.
هغه څوک چې قرآن لولي او عمل پرې نه کوي، د دې ويره شته چې د هغه لپاره به بد انجام وي، او په حقيقت کې د هغه چا په شان دى چې په اړه يې الله تعالى فرمايي: «مَثَلُ الَّذِينَ حُمِلُوا التَّوْرَنَةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآیاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ»؛ ژباړه: «د هغو کسانو د حال بیان چې تورات یې پر اوږو ایښودل دی، او بیا یې هغه رعایت نه کړ (عمل باندې ونه کړ) د هغه خره په څېر دی چې په شا کتابونه وړي، څومره بد دی، د هغه قوم وصف چې د خدای له ایتونو څخه انکار کړل او خدای ظالم قوم ته لارښوونه نه کوي.»
دا هغه امر دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه مستحب ګڼلی دی: «مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ الله يَتْلُونَ كِتَابَ الله وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ»؛ ژباړه: «هيڅ ډله د الله جل جلاله په کور کې د قرآن د تلاوت او مطالعې لپاره نه سره راټولیږي؛ مګر دا چې پر دوی باندې آرامتیا نازل کیږي او رحمت دوی پوښي او پرښتې باندې راچاپېر کیږي، او الله سبحانه و تعالی دوی د هغه چا په ډله کې یادوي چې له هغه سره دي.»
دا غونډه او د قرآن تلاوت د دې لامل ګرځي چې د قرآن کریم څخه په سمه توګه استفاده وشي او د هغه احکام ښه زده شي، په دې شرط چې د قرآن کریم د غونډې خلک یو له بل سره ښې اړیکې ولري.
لکه څنګه چې مستحب دی چې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال خلک سره راټول شي، همدا ډول سپارښتنه شوې ده چې کله د قرآن د الفاظو، احکامو او يا نورو مسايلو په اړه اختلاف پيدا شي، نو له هغه غونډې څخه دې خلک ځي. په ځانګړې توګه کله چې اختلاف اوږد شي او د هغې د بدې پايلې وېره وي، په داسې حالاتو کې بايد له دې ډلې څخه خلک ځان وساتي، ترڅو شيطان د دوی تر منځ لاره مومي او د هغو په منځ کې د انس او محبت خرابوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «اقْرَؤُوا الْقُرْآنَ مَا ائْتَلَفَتْ عَلَيْهِ قُلُوبُكُمْ، فَإِذَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ فَقُومُوا»؛ ژباړه: « تر هغه مهاله پورې چې زړونه مو پر قرآن مأنوسه وي، قرآن لولئ، نو کله چې تاسو په هغه کې اختلاف وکړ، نو له هغه ځایه ولاړ شئ.»
۲۴. قرآن بايد د دنيا د طلبلپاره ونه کارول شي
قاري ته پکار ده چې د قرآن په وسیله د دنیا په لټه کې وي د هغه په وسیلې له خلکو څخه د دنیا تمه ولري. قاري نباید له قرآن څخه د روزي او ډوډۍ ګټلو وسیله کار واخلي، او له هغه لارې د مال او پیسو په لټه کې اوسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «اقرؤوا القرآن واعملوا به، ولا تجفوا عنه، ولاتغلوا فيه، ولا تأكلوا به ولا تستكثروا به»؛ ژباړه: «قرآن ولولئ او عمل پرې وکړئ او له هغه څخه مه لیرې کیږئ او په هغه کې مبالغه مه کوئ او د هغه په وسیله ډوډۍ مه خورئ او د هغې په مرسته د زیاتوالي غوښتنه مه کوئ.» څوک چې دا ډول کار وکړي، خپل عمل یې تباه او برباد کړی او ټولې هڅې یې ضایع کړې.
۲۵. د افراط او تفریط تر منځ منځنیوالی (توسط)
لکه څنګه چې مو په مخکني حدیث کې ولیدل، د قرآن په تړاو باید یوه منځنۍ لاره اختیار شي. الله سبحانه و تعالی هم فرمایي: «وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا»؛ ژباړه: «او موږ تاسو د وسط قوم(میانه رو) په توګه ګرځولي یاست.» نو مسلمان باید منځنۍ لاره غوره کړي. د قرآن په کميت او کيفيت کې بايد مبالغه ونه کړي او نه د قرآن حق تر پښو لاندې کړي او له هغه سره يې اړيکې پرې نه کړي، تر څو له قرآن څخه ستړی او زړه وهلی نه شي، یا د هغه په حق کې په جفا کولو سره، بده پایله ځان ته جوړه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أحب الأعمال إلى الله أدومها و إن قل»؛ ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو محبوب عمل تر ټولو تلپاتې عمل دی، که څه هم هغه عمل کوچنی وي.»
۲۶. د هغه سورتونو ډېر تلاوت کول چې فضيلت لري
لکه بقره، آل عمران، بنی اسرایل (اسراء)، زمر، تبارک، معوذات او نور سورتونه.