لیکوال: زید
د حصرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (نهمه برخه)
د یزید سره د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د بیعت انکار
کله چې معاویه رضی الله عنه په ښکاره له عبدالله بن زبیر رضی الله عنه څخه د یزید لپاره د بیعت غوښتنه وکړه، عبدالله انکار وکړ او ویې ویل: «په یوه وخت کې له دوو خلفاوو سره بیعت کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث خلاف عمل دی.» بیا یې معاویه ته وویل: «تاسو خپله موږ ته یادونه کړې چې رسول الله صلی الله علیه و آله و صحبه و سلم فرمایلي: که په ځمکه کې په یوه وخت دوه خلیفه وي، له هغو څخه یو یې ووژنئ.»
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د یزید بن معاویه په وخت کې
په ۶۰ هجري قمري کال کې حضرت معاویه رضی الله عنه وفات شو او یزید، له څلور کلنې ولیعهدۍ وروسته، د واک پر تخت کښېناست. یزید ته په خپل وروستي وصیت کې حضرت معاویه رضی الله عنه ویلي وو: «زه د قریشو له دریو کسانو څخه ډېره ویره لرم؛ حسین بن علي، عبدالله بن عمر، او عبدالله بن زبیر. عبدالله بن عمر اکثر وخت په عبادت بوخت وي او د امارت کومه هیله نه لري. حسین بن علي سخت سړی نه دی، او شونې ده چې د عراق خلک چې پلار یې شهید شوی او ورور یې پرېښی وي، له ده سره هم همداسې وکړي. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ څخه دی او ډېر حقوق لري. که زه ورسره مخ شم، له هغه څخه تېرېږم؛ ته هم همداسې وکړه. خو عبدالله بن زبیر ډېر هوښیار او زړور دی او ډېر مینهوال لري. که هغه له تا سره مخامخ شي، تا ته به ماتې درکړي، مګر که د سولې غوښتنه وکړي. که هغه داسې وکړي، نو له هغه سره سوله وکړه، او زه تا ته نصیحت کوم چې د مسلمانانو له وینو تویولو ډډه وکړه.»
د یزید په ناکراره دوره کې پېښې
د یزید په دوره کې ډېرې خونړۍ، زړه بوږنوونکې او شرموونکې پېښې وشوې. د ټولو فتنو او پېښو اصل او ریښه له حسین بن علي او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما او د مدینې له خلکو څخه د بیعت ترلاسه کولو په اړه د یزید ټینګار و، چې په پایله کې د کربلا، حره او د مکې د محاصرې ترخې پېښې رامنځته شوې.
یزید د مدینې والي، ولید بن عتبه، ته دنده وسپارله چې له حسین او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما څخه د بیعت ژمنه واخلي او هغوی ته خپل خلک ورواستوي. عبدالله بن زبیر رضی الله عنه یوه ورځ مهلت وغوښت او په همدې شپه له مدینې څخه ووت او مکې ته ولاړ. حسین رضی الله عنه انکار وکړ او د ۶۰ هجري قمري کال د شعبان په دریمه نېټه مکې ته ولاړ او څو میاشتې هلته پاتې شو. بیا د همدې کال د ذوالحجې په اتمه عراق ته روان شو.
په دې توګه، حسین او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما له یزید سره خپل مخالفت څرګند کړ. دغو دواړو مشرانو د دې مخالفت لپاره دوه مهم دلایل درلودل:
لومړی: د یزید ټاکنه د شورا له لارې نه وه شوې، په داسې حال کې چې شورا د مسلمانانو حق او د الله حکم دی (و أمرهم شورى بينهم) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی.
دویم: خلافت په میراثي پاچاهۍ بدل شوی و، او دا بهیر باید ودرول شي.
عبدالله بن زبیر د مکې د مرکز په توګه ټاکل
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه مکه د هغې د معنوي ارزښت، مقام او د حج د کلنۍ غونډې ترسره کېدو او مدینې منورې ته د نږدېوالي له امله د خپل مرکز په توګه غوره کړه او په عملي توګه یې له یزید سره خپل مخالفت او د بیعت نه کولو اعلان وکړ.
په مکه کې د پاڅون پر مهال پېښې
په مکه کې د هغه د پاڅون پر وخت لویې پېښې رامنځته شوې؛ له دغو پېښو څخه تر ټولو مهمه د کربلا خونړۍ پېښه او د حسین رضی الله عنه او د هغه د ملګرو زړه بوږنوونکی او مظلومانه شهادت و. له دې پېښې وروسته په مدینه منوره کې د حره غمجنه پېښه رامنځته شوه.