د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)
د اسلامي اخلاقو څرګندول
صلاح الدین په دې وخت کې داسې لویه وړتیا، د زړه پراخوالی، او اسلامي اخلاق وښودل چې حتی مسیحي تاریخ لیکونکو هم د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي: «صلاح الدین تر دې وړاندې دومره لوړ استعداد او لوړ همت نه و ښودلی.» کله چې بیت المقدس د مسلمانانو له خوا ونیول شو، د هغه تر قوماندې لاندې سرتېرو او افسرانو د ښار کوڅې او سړکونه کنټرول کړل او د هر ډول ظلم او تېري مخه یې ونیوله. په پایله کې، هېڅ عیسوي ملکي وګړو ته زیان و نه رسېد. سلطان د هرې لارې لپاره چې له ښار څخه نورو سیمو ته غځېدلې وه، ساتونکي وګمارل، او د باب داوود د ساتنې لپاره یې یو تر ټولو باوري قوماندان وټاکه، او هغه ته یې امر وکړ چې د ښار هغه اوسېدونکي چې خپله فدیه یې ورکړې وي، د وتلو اجازه ورکړي. د سلطان العادل د ورور په مشوره، او د وی پالیان له لارې، یو ملیون غلامان خوشې شول.
په همدې وخت کې صلاح الدین وویل: «زما ورور له خپلې خوا صدقه ورکړې؛ اوس زما وار دی.» بیا یې خپل لښکر ته امر وکړ چې په ټول ښار کې اعلان وکړي چې هر بوډا او بېوزله چې د فدیې پیسې نه لري، آزاد دی، او هغوی کولی شي چې هر ځای ته غواړي لاړ شي.
په دې توګه، بوډاګان او بېوزلان د باب البغرر له لارې له ښاره ووتل. له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې خلک په کتارونو کې یو په بل پسې له ښاره وتل. دا صدقه او مرسته وه چې صلاح الدین ډېرو مفلسو او غریبو خلکو ته ورکړه. په لنډ ډول، د فتح شویو سیمو او مات شوي ملت سره د هغه په زړه پورې رحمت او احسان ښکاره شو. خو له بلې خوا، د سلطان له دې رحم څخه مخکې د صلیبیانو هغه ظالمانه چلند یادوو چې په ۱۰۹۹م کال کې د بیت المقدس د نیولو پر مهال یې ترسره کړ. کله چې صلیبیان د تنکیر، ګوډ جیری، او بیت المقدس په کوڅو کې تېرېدل، د زخمیانو او مړو مالونه یې لوټ کول، او بې دفاع مسلمانان یې په دردناکو شکنجو و وژل. یو شمېر مسلمانان یې ژوندي په اور کې وسوځول، او هغو مسلمانانو چې په بامونو او منارو کې پناه وړې وه، په غشو وویشتل. دې عام وژنې د مسیحي نړۍ په شهرت د تل لپاره تور داغ پرېښود. دا هغه ځای و چې حضرت عیسی علیه السلام خلکو ته د رحمت او مهربانۍ نصیحت کاوه او فرمایلي یې وو: «نیکمرغه دي هغه کسان چې پر خلکو رحم کوي، ځکه د الله رحمت او برکت به پرې نازلېږي.» صلیبیانو د دې پاک او سپېڅلي ځای د مسلمانانو په وینو سره مسلخ جوړ کړ، د مسیح له تعلیماتو یې سرغړونه وکړه، او په دې توګه هغوی د صلاح الدین د رحم او شفقت لاندې راغلل. د صلیبیانو دې ظالمانه چلند ته د سلطان دا ښه چلند، زموږ د تعجب او حیرانتیا لامل شو.
رحم، د الله تعالی تر ټولو غوره صفت دی. رحم د عدل د عظمت او لویۍ تاج دی. چیرې چې عدالت د خپل حق له مخې د یو چا ژوند اخیستلی شي، رحم ژوند ژغوري. که د سلطان صلاح الدین د ژوند له سترو کارنامو څخه یوازې د بیت المقدس د ازادۍ په وخت کې د هغه رحمت نړۍ ته وښودل شي، نو خلک کولای شي قضاوت وکړي چې نه یوازې په هغه وخت کې، بلکې په ټولو دورو کې، سلطان صلاح الدین تر ټولو زړور، شجاع، مېړنی، زغم لرونکی، او بې ساری شخصیت و.
د صلیبیانو طوفان
د قدس له فتحې او په حطین کې د صلیبیانو له شرمناکه ماتې وروسته، د اروپا د قهر او غوسې اور د مسلمانانو پر وړاندې بل شو. د شام پر کوچني هېواد د اروپایانو ګډ یرغل پیل شو، چې په دې لښکر کې د اروپا ټولو پاچاهانو، غوره جنګیالیو، مشهورو قوماندانانو، او پاچاهانو ګډون درلود، لکه قیصر، فریډریک، ریچارډ شیرول، د انګلستان، فرانسې، سیسیلي، استوریا، سکاندیناویه، او فنلنډ پاچاهان. هغوی په خپلو وسله والو او زغره والو لښکرو سره یرغل وکړ، او د ټولو دې سترې ډلې پر وړاندې یوازې سلطان صلاح الدین ولاړ و، د هغه ځینې خپلوان او د هغه ځینې ملګري چې د اسلامي نړۍ په استازیتوب یې د صلیبیانو پر وړاندې دفاع کوله.