امام ترمذي رحمه الله د بابونو د احادیثو د تخریج لپاره دوې طریقې کارولې دي:
الف: د احادیثو د یوې ټولګې روایت د اسانیدو سره. ب: د یوه حدیث روایت کول او هغه حدیثونو ته اشاره کول چې د مخکنيو حدیثونو تأییدکوونکي وي.
الف: د احادیثو د یوې ټولګې روایت له اسنادو سره
په دې طریقې کې امام ترمذي رحمه الله لومړی یو حدیث د متن او سند سره په بشپړ ډول ذکر کړی او بیا یې په همدې ډول نور حدیثونه یو په بل پسې ذکر کړي دي. دا طریقه په ترمذي شریف کې په څلورو شکلونو ترسره شوې ده:
۱. د مختلفو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه د صحیح احادیثو روایت:
امام ترمذي رحمه الله له یوه صحابي څخه یو صحیح حدیث روایت کړی او له هغه وروسته نور حدیثونه له نورو صحابه کرامو څخه په ورته موضوع کې روایت کوي.
د بېلګې په توګه، په ابواب التفسیر کې د صلاة الوسطی په اړه لومړی د حضرت عائشې رضي الله عنها د آزاد شوي مریي ابي يونس څخه روایت کوي او بیا د نورو صحابه کرامو څخه نور احادیث نقلوي چې د دې حدیث تأیید کوي:
«عن ابی یونس مولی عایشة قال: أمرتنی عایشة ان اکتب لها مصحفاً وقالت: اذا بلغت هذه الآیة فآذنی: حافظوا علی الصلوات والصلوة الوسطی. فلما بلغتُها آذنتُها، فأملت علی حافظوا علی الصلوات والصلوة الوسطی وصلوة العصر وقوموا لله قانتین. وقالت: سمعتها من رسول الله صلیاللهعلیهوسلم.»
امام ترمذي رحمه الله د دې حدیث په اړه وايي: «هذا حدیث حسن صحیح.» له هغه وروسته یې یو بل مرفوع حدیث له حضرت سمره بن جندب رضي الله عنه روایت کړی دی:
«صلاة الوسطی صلاة العصر.»
او وايي: «هذا حدیث حسن صحیح.»
بیا د حضرت علي رضي الله عنه څخه بل حدیث روایت کوي:
«قال یوم الاحزاب: اللهم املأ قبورهم وبیوتهم ناراً کما شغلونا عن صلوة الوسطی حتی غابت الشمس.»
او اضافه کوي: «هذا حدیث حسن صحیح وقد روی من غیر وجه عن علی رضياللهعنه.»
همدارنګه د عبدالله بن مسعود رضياللهعنه حدیث ذکر کوي:
«قال قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: صلوة الوسطی صلوة العصر.»
او وايي: «هذا حدیث حسن صحیح.»
په پای کې اشاره کوي: «وفی الباب عن زید بن ثابت وابی هاشم عن عتبة وابی هریرة.»
په دې مثال کې امام ترمذي رحمه الله لومړی د مختلفو صحابه کرامو څخه یو شمېر صحیح او مرفوع حدیثونه بیان کړي، او په پای کې یې هغه حدیثونه هم ذکر کړي چې له نورو صحابه کرامو څخه روایت شوي دي.
۲. له صحیح حدیثونو وروسته د ضعیفو حدیثونو روایت:
کله کله امام ترمذي رحمه الله لومړی صحیح حدیث روایت کړی او بیا یې یو یا څو ضعیف حدیثونه روایت کړي. په دې طريقه کې یې موخه د حدیثونو د طریقو تعدد ښودل او په عین حال کې د لومړي حدیث پیاوړي کول دي.
د بېلګې په توګه: د ما جاء في العمل في ایام العشر له ابن عباس رضياللهعنه څخه نقل کوي:
«قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: ما من ایام العمل الصالح فیهن احب الی الله… الحدیث.»
او زیاتوي: «حدیث ابن عباس حدیث حسن صحیح غریب.»
بیا یو ورته حدیث له ابي هریرة رضياللهعنه روایت کوي او په پای کې وايي: «حدیث غریب لا نعرفه الا من حدیث مسعود بن واصل عن النهاس.»
په دې کې امام ترمذي رحمه الله لومړی یو حدیث له ابن عباس رضياللهعنهما څخه روایت کړی دی، او بیا یې یو ضعیف حدیث له ابي هریره رضياللهعنه څخه راوړی، تر څو د احادیثو د طریقو تعدد په ګوته کړي.
۳. د ضعیف حدیث وروسته د قوي احادیثو روایت
په ځینو ځایونو کې امام ترمذي رحمه الله د پخوانۍ طریقې خلاف عمل کړی دی، یعنې لومړی ضعیف حدیث روایتوي او بیا یو یا څو صحیح احادیث روایت کوي. د دې کار موخه د لومړي حدیث د ضعف څرګندول او په ورته وخت کې د حدیث د طریقو پر تعدد ټینګار دی.
د بېلګې په توګه: په ما جاء فی من صلی فی یوم ولیلة ثنتی عشر من السنة ماله من الفضل باب کې، لومړی له حضرت عایشې رضياللهعنها څخه یو حدیث نقل کوي:
«قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: من ثابر علی ثنتی عشرة رکعة… الحدیث.»
او اضافه کوي: «حدیث عایشة حدیث غریب من هذا الوجه والمغیرة بن زیاد قد تکلم فیه بعض اهل العلم من قبل حفظه.»
بیا له عنبسة بن ابی سفیان څخه، د ام حبیبه له لارې یو بل حدیث روایت کوي او وایي: «قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: من صلی… الحدیث.»
په پای کې، دغه حدیث حسن او صحیح بولي او زیاتوي: «حدیث عنبسة عن ام حبیبة فی هذا الباب حدیث حسن صحیح قد روی عن عنبسة من غیر وجه.»
۴. د پرلهپسې ضعیفو حدیثونو روایت
په ځینو وختونو کې امام ترمذي رحمه الله څو ضعیف حدیثونه په پرلهپسې ډول روایت کړي دي.
د بېلګې په توګه: په زکاة البقر باب کې، لومړی له عبدالله بن مسعود رضياللهعنه څخه یو حدیث نقل کوي: «عن عبدالله بن مسعود عن النبي صلیاللهعلیهوسلم قال: فی ثلاثین من البقر الحدیث.»
او اضافه کوي: «بأن ابا عبیدة بن عبدالله لم یسمع من ابیه شیئاً.»
بیا له سفیان څخه، د اعمش له لارې یو بل حدیث راوړي: «عن الاعمش عن ابی وائل عن مسروق عن معاذ بن جبل قال: بعثنی النبی صلیاللهعلیهوسلم الی الیمن فأمره ان یاخذ من کل ثلاثین بقرة… الحدیث.»
په پای کې، دا حدیث حسن بولي.
ډاکټر نورالدین عتر د دې طریقې په تشریح کې وايي: «دا حدیثونه که څه هم ضعیف دي، خو د څو طریقو د تعدد له امله د حسن لغیره درجې ته یې ارتقا کړې ده.»
ب: د یو حدیث روایت او د نورو حدیثونو ټولګې ته اشاره
د امام ترمذي رحمه الله یوه ځانګړنه، چې نور صحاح له هغه څخه برخمن نه دي، دا ده چې په یوه باب کې یې یوازې یو حدیث په بشپړ ډول له متن او دلایلو سره روایت کړی او بیا یې نورو اړوندو احادیثو ته لنډه اشاره کړې ده.
د بېلګې په توګه: په ما جاء فی السواک باب کې، لومړی د ابوهریره رضياللهعنه حدیث روایت کړی: «عن ابی هریرة قال قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: لو لا ان اشق علی امتی لأمرتهم بالسواک عند کل صلوة.»
او وروسته زیاتوي: «وفی الباب عن ابی بکر الصدیق، علی، عایشة، ابن عباس و…»
په دې طریقې کې امام ترمذي رحمه الله یوازې د هغو صحابه کرامو نومونه یاد کړي دي چې له هغو څخه ورته حدیثونه روایت شوي دي.
ډاکټر نورالدین عتر په دې اړه وایي: «له دې څخه د امام ترمذي رحمه الله موخه د هغه احادیثو بیانول دي چې په دې برخه کې له هغه څخه استدلال کېدای شي. مګر هغه هیڅکله دا ادعا نه کوي چې دا حدیثونه د متن او شواهدو له مخې د ذکر شوي حدیث سره یو شان دي.»