لیکوال: عبیدالله نیمروزی
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلور پنځوسمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر سړی
اسلام ته د راتګ بلنه
څرنګه چې د مولانا ندوي رحمه الله زړه له غمه ډک و، نو د هغه د بلنې او دعوت انګیزه له هر څه زیاته وه. هغه په خپلو سیاحتونو او سفرونو کې یو ریښتینی دعوتګر و. په خپلو لیکنو کې یې هم دعوت ته ځانګړې پاملرنه کړې وه. هغه په سفر، حضر، هر وخت او هره شېبه کې یو مخلص، ریښتینی او دردمن دعوتګر و، چې د حق خبرې ویلو لپاره د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتیا او د هېڅ زورواکي له ګواښ څخه نه وېرېده.
مولانا ندوي رحمه الله د حکمت، تجربې، علم او معرفت په مرسته د دعوت او اصلاح لپاره دوه غوره لارې وټاکلې:
-
په بېلابېلو علمي او دیني موضوعاتو لیکنې او ویناوې.
-
د کتابونو او مقالو لیکل او تألیف.