په اجتهاد کې د امام ابو حنیفه رحمه الله فضیلت او غوره والی
مهم ټکی:
د موضوع په دوام کې ویلای شو چې د بحث اصلي تمرکز یوازې اجتهاد نه دی؛ ځکه چې په هغه وخت کې اجتهاد لازمي و او صحابه کرامو او تابعينو هم د اړتيا په وخت کې اجتهاد کاوه؛ خو د ابو حنيفه رحمه الله فضل دا دی چې اجتهاد يې په رسمیت پېژندلی او د قرآن، سنت او د صحابه کرامو او تابعينو د اقوالو ترڅنګ یې اجتهاد يو له اصولو څخه ياد کړی دی او هغه ته یې عنوان ورکړ او له دې موضوع څخه تر ټولو مهم د هغه د پوهاوي بنسټونه او د پېژندلو نظریه یې مهمه ده.
امام ابوحنيفه رحمه الله د دې حقيقت په اړه په ډېر دقت سره پوه شو چې فقه په خپل اصل کې يو داسې علم دی چې د ديني علومو ترڅنګ د انساني نړۍ سره هم په پراخه کچه تړاو لري او د انساني نړۍ په اړه فکر کوي او دې ته په پام سره چې انساني یا بشري نړۍ د هرې دورې د واقعیتونو په سیوري کې شکل اخلي؛ دا اړینه ده چې د هر دور اړتیاوو ته د ځواب ویلو وړتیا پیدا کړي.
د ده له فتواوو څخه په ټولیزه توګه دا حقیقت درک کولای شو، چې د شرعي احکامو د دیني او دُنیاوي اړخونو په پام کې نیولو سره، هغه وتوانېد چې عبادات او د هغه موارد له معاملاتو، نکاح او میراث څخه په جلا توګه ذکر کړي او د دې علم د محتوا کره او دقیقه پوهه وه چې د فقهي مبحثونو او مسئلو د لیکلو طریقه یې رامنځته کړه او له همدې امله امام شافعي رحمه الله فرمايلي دي: « الناس فی الفقه عیال علی ابی حنیفه»( خلک په فقه کې د ابوحنيفه پوروړي دي؛ ځکه امام ابوحنيفه په فقه کې داسې مفکوره وړاندې کړې چې سیال يې نه درلوده؛ یعنې په دومره پراخه او میتودیک ډول هیچا دا کار نه وو کړی. همدارنګه د ټولو هغو بحثونو مبنا چې امام ابوحنيفه د خپل اجتهاد بنسټ ګرځولی دی په يو ډول په قرآن او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په نقل شوي روايتونو کې موندل کېږي.
د تشریع په تاریخ کې نږدې ټول محققین په دې متفق دي چې د امام ابو.حنیفه فقه د شکل او محتوا له نظره له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې له هغه مخکې مشهوره وه او په دواړو برخو کې د هغه طريقه منل شوې وه او اغیزه یې خورا ډېره وه. د بڼې له نظره، دا دروند شخصیت تر ځانګړو عنوانونو لاندې د فقهي بحثونو تألیف کوونکی ګڼل شوی دی. د تابعینو په فقه کې په لږ فکر سره به معلومه شي چې ابو حنيفه څنګه وکولای شول چې په پاکوالي، لمونځ او عبادتونو، ولاء، راکړې ورکړې او ميراث کې فقهي بحثونه تنظيم کړي.
د امام ابو حنيفه نوښت يوازې د علم په تألیف پورې محدود نه و؛ دغه راز د فقهي بحثونو د طرح کولو ماهیت یې هم بدل کړ؛ ځکه يې له يوې خوا فقه له خالصو روایتونو را واخيسته او له بلې خوا يې د اجتهاد په رسمیت پېژندلو سره دغو مسائلو ته نوره ژورتيا ورکړه او د هغې لپاره يې پراخه لمنه پرانیستله؛ لکه څنګه چې د بغداد په تاریخ کې پخپله د امام له قوله د هغه د فقهې بنسټ په لاندې ډول بیان شوی دی: لومړی زه د خدای جل جلاله په کتاب فتوا ورکوم او که په کتاب کې مې حُکم ونه موند، زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو اعتماد کوم او که په کتاب او سنت کې یو حکم نه وي بیان شوی، د صحابه کرامو خبره منم او د هر صحابي قول چې وغواړم منم یې او د او د ځينو قول پرېږدم او د نورو خبرې د صحابه پر اقوالو غوره نه ګڼم او که له تابعینو لکه: ابراهیم، شعبی، ابن سیرین، او حسن څخه کومه خبره نقل شوی وي، نو باید پوه شو، چې دوی د خپل اجتهاد پیروي کوله او زه هم د دوی په شان اجتهاد کوم.
د انسان د کرامت او آزادۍ درناوی:
د ابوحنيفه له نظره رأی، د انسان د کرامت او د هغه د ژوند په تصرفاتو کې د هغه د آزادۍ درناوی او قدر کول دي، چې په قرآن او احاديثو کې تر ده زيات ټينګار شوى دى؛ خو د متن په لور د تمايل او د متن د جريان په څپو کې دغه رويه خپل رنګ له لاسه ورکړ او امام ابوحنيفه د نورو مبانیو تر څنګ د انسان نظر او اجتهاد په ځانګړې توګه د هغه په ټولیزه بڼه چې په اجماع او ټولیز عقل کې واقع کېږي، فقهي استنباطاتو ته یې دننه کړ او هغه کسان چې په دې اړوند له ابو حنیفه سره مخالفت کوي، داسې ښکاري چې دوی په قرآن او سنت کې د فکر، عقل او انساني پوهې په ځای اوارزښت نه پوهیږي.
د الهی ډالۍ په توګه د عقل او فکر د ځای او منزلت څېړل پراخې ساحې ته اړتیا لري؛ خو په لنډه توګه په قرانکریم کې د ریښتینې خبرې سره د معرفت ترلاسه کولو ترڅنک یوه نه بېلېدونکې وسیله ګڼل شوې ده. لکه څنګه چې د قيامت په ورځ کافران وايي: «وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ»[ملک، ] ژباړه: (که په دنیا کې مو د پیغمبرانو دعوت اوریدلی وای او یا له عقل څخه مو کار اخیستی وای، اوس به د دوزخیانو له ډلې څخه نه وای)؛ له همدې امله د انسان رایه که د عقیدې په لوړه موضوع کې وي، د حقایقو پېژندل د لارې موندنې وسیله ګڼل کېږي؛ انسان څنګه د خپلو فردي او اجتماعي ګټو په تشخیص کې له داسې نعمت څخه بې برخې کېدای شي، په تېره بیا د امام ابو حنیفه رحمه الله له نظره رأی، له قیاس، استحسان او نورو بېلګو او مصادیقو څخه چې ډېره پراخي لري.