په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (دیارلسمه برخه)
د اقتصاد په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې:
الف. په قرآن کریم کې د “مال” کلمه په مختلفو بڼو کې له 82 څخه زیات ځله کارول شوې او د “کار او دندې” کلمه له 359 څخه ډېر ځله کارول شوې ده.
دا پخپله د شتمنۍ او پانګې حیثیت او د کاري چاپیریال رامینځته کول څرګندوي.
ب. «هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ»؛ ژباړه: «هغه خدای جل جلاله دی چې ستاسو لپاره یې ځمکه نرمه او هواره کړې ده. نو د هغه په لوړو او ژورو کې حرکت وکړئ او د هغه له رزق څخه وخورئ او [پوه شئ چې] د ټولو مخلوقاتو بېرته راستنیدل هغه ته دي.»
ځمکه يې د کرنې او زراعت وړ ګرځولې ده او دننه په کې کانونه ايښي دي او مسلمانان يې د هغه استخراج ته هڅولي دي، په دې ډول چې په رواياتو کې راغلي دي چې له کانونو څخه پنځمه زکات د خړوب شويو کرنيزو ځمکو څخه شلمه زکات او د هغه ځمکو څخه چې خړوبه شوې نه دي لسمه زکات اخيستل کېږي.
ج. رسول الله صلی الله علیه و سلم خپل اُمت د غفلت او سستۍ له خوبه راویښوي او ورته وایي: عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «كان داود عليه السلام لا يأكلُ إلا من عمل يده». وعن المقدام بن معديكرب رضياللهعنه عن النبي صلىاللهعليهوسلم قال: «ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكل من عمل يده، وإن نبي الله داود علیهالسلام كان يأكل من عمل يده»؛ ژباړه: له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حضرت داود علیه السلام د خپل لاس له ګټلي پرته بل خوراک نه خوري. له مقدام بن معدیکرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بني آدم هیڅکله د خپلو د لاسونو له ګټلي څخه غوره خواړه نه دي خوړلي. د خدای پیغمبر داود علیه السلام د خپل لاس ګټلي څخه ډوډۍ خوړله.
عن سمرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «المَسائلُ كُدوحٌ يكدَحُ بها الرَّجلُ وجهَه ، فمن شاء أبقَى على وجهِه ومن شاء ترك »؛ له حضرت سمره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له نورو څخه خیرات غوښتل د خپل مخ عیبجن کول دي، یعنې خپل څېره خپله داغوي، نو هر څوک چې وغواړي( هغه داغ پر ځان پرېږدي) نو سوالګري دې کوي او څوک چې غواړي( داغ ورک کړي) نو دغه کار دې پرېږدي.
د دې روايت په څېر په لسګونو نور روايتونه هم شته او په دې دلالت کوي چې هر انسان بايد کار وکړي.
د. د ودانولو، باغدارۍ او پانګونې په اړه وايي: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُاللهِ صَلَّىاللهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ : «إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَفِي يَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ، فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا تَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَغْرِسْهَا»؛ «حضرت انس رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که د قیامت ورځ پیل کېده او ستاسو د یوه په لاس کې نيالګی وي، نو هغه د له قيامت دې ورځې مخکې وکرل شي.»
په پورتني حدیث کې کار ته هڅونه شوې ده، چې د نیالګیو کېنول، هم کار او هم هر اړخیزې ګټې لري.