زموږ د مسلمانانو سپېڅلی کتاب، قرآن کریم، نه یوازې د خدای کلام دی، بلکې د ژوند او دیني اصولو لارښود هم ګڼل کېږي. د قرآن کریم تلاوت زموږ لپاره یو دیني عمل دی، او موږ باور لرو چې د دې سپیڅلي کتاب د تلاوت آدابو رعایت زموږ په ژوند او معنوي وده کې مهمې اغېزې لري. له همدې امله، د قرآن کریم لوستل ځینې ځانګړو آدابو ته اړتیا لري، ترڅو لوستونکی د دې الهي کلام له برکتونو او معنوي اغېزو څخه په بشپړ ډول برخمن شي.
موږ باور لرو چې د قرآن تلاوت په حقیقت کې د خدای تعالی سره یو مستقیم ډول اړیکه ده. که دا تلاوت په خپل آدابو او ځانګړو طریقو ترسره شي، نو نه یوازې به غوره وي، بلکې اغېزمنتیا به یې هم څو برابره لوړه شي. ادب او درنښت په هر څه کې اړین دي؛ ځکه چې دا یوازې د هغه شی اهمیت او ارزښت زیاتوي نه، بلکې د انسان په شخصیت هم روښانه اغېزه پرېباسي.
سریزه
قرآن کریم د پاکۍ او طهارت له مبدأ څخه د مخلوقاتو تر ټولو پاک زړه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او د هغه د مبارکې ژبې له لارې خلکو ته وړاندې شوی دی. بې شکه چې د قرآن تلاوت لوستل او تدبر کول باید زموږ د ورځني ژوند یوه برخه وي. د قرآن کریم د آیتونو لوستل او غور کول نه یوازې د نړۍ په اړه د پوهې دروازې پرانیزي، بلکې لوستونکي ته داسې الهي فرمانونه هم رسوي چې په دنیا او آخرت کې د نېکمرغۍ لامل کېږي.
په ځانګړې توګه دا حقیقت، چې قرآن د هغه خدای له خوا نازل شوی دی، چې د نړۍ او انسان خالق او مالک دی، او هغه په بشپړ ډول د انسان نېکمرغۍ ته پوهېږي او هغه یې غواړي، د دې سپېڅلي کتاب اهمیت لا نور زیاتوي.
قرآن کریم د الهي لارښوونو هغه کتاب دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلپاتې معجزه ده. د هغه لوستل، غور کول، او لارښوونو ته عمل کول یوازینۍ لارې دي چې موږ د دې سپېڅلي کتاب هدایت ته رسوي. له همدې امله، ټول انسانان، په ځانګړې توګه مسلمانان، باید د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره د قرآن کریم تلاوت وکړي، د هغه پیغامونه درک کړي، او په خپل ژوند کې یې عملي کړي.
که څه هم د سمندر ټولې اوبه نشو ایستلی، خو خپله تنده باید پرې ماته کړو.
د قرآن کریم د تلاوت آداب
نقش قرآن چون که بر عالم نشست
نقشههای پاپ و کاهن را شکست
فاش گویم آنچه در دلْ مضمر است
این کتابی نیست، چیزی دیگر است
چون که در جان رفت، جانْ دیگر شود
جان چو دیگر شد، جهان دیگر شود
با مسلمان گفت: جان بر کف بنه
هر چه از حاجت فزونداری بده
اقبال لاهوري رحمه الله
قرآن کریم د الله تعالی حقیقي کلام او د تلاوت آداب
قرآن کریم د الله تعالی حقیقي کلام دی چې د جبرئیل علیه السلام په واسطه پر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. دا سپیڅلی کتاب د الهي کلام بېمثاله شاهکار دی او د هر ډول نفساني خبرو او بې ګټې الفاظو څخه پاک دی؛ لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: او دوی ته یوازې دا امر شوی دی، چې د الله عبادت وکړي، په داسې حال کې چې دوی خپل دین یوازې د هغه لپاره خالص کړي، لمونځ قائم کړي او زکات ورکړي. دا همدا هغه ثابت دین دی.
ژباړه: څوک چې د الله کتاب څخه یو حرف تلاوت کړي، د هغه لپاره یوه نېکي لیکل کېږي، او هره نېکي لس چنده ثواب لري. زه دا نه وایم چې الم یو حرف دی، بلکې الف یو حرف دی، لام یو حرف دی، او میم یو حرف دی.
۳. د اودس په حالت کې تلاوت کول
د قرآن کریم تلاوت په هر حالت کې اجر لري، خو د اودس په حالت کې تلاوت کول غوره او بشپړ دی. که څوک د زړه په ژبه قرآن تلاوت کوي، بې اودسه هم روا دی، خو د مصحف له لمس کولو مخکې طهارت اړین ګڼل شوی دی.
۴. د مصحف لمس کولو پر مهال طهارت
مخکې له دې چې د قرآن کریم لمس وشي، د بدن پاکوالی او طهارت اړین دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي: