Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د عقل ځواک او د هغه ساحه (شپږمه برخه)
اسلام دوشنبه _25 _نوومبر _2024AH 25-11-2024AD

د عقل ځواک او د هغه ساحه (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د عقل ځواک او د هغه ساحه (شپږمه برخه)

 د انسان د فطرت برخه
 که تاسو د دې استدلال په ځواب کې ووایئ چې د خور سره واده کول طبي زیان لري؛ ځکه چې د (Human Urge) د څېړنې پایلې ښودلې چې د خپلوانو سره جنسي اړیکه (Incest) طبي مضرات لري؛ خو تاسو پوهېږئ چې په لوېديځه نړۍ کې ډېر کتابونه په دې موضوع ليکل شوي چې زنا د انسان د فطرت (Human Urge) برخه ده او هغه طبي زيانونه چې د هغه په اړه څېړنه شوې سم نه دي.

 

 هماغه شعار چې عبيدالله بن حسن قيرواني اته سوه کاله مخکې پورته کړ، نه يوازې په لوېديځه نړۍ کې خپور شو، بلکې په هغه باندې عمل هم کېږي. دا ستونزې ولې رامنځته کیږي؟ اصلي دلیل دا دی چې د عقل څخه په داسې ځای کې کار اخیستل کیږي چې د هغه ساحه (Jurisdiction) نه ده، هغه ساحه چې موږ د “الهی وحیې” لارښوونې ته اړتیا لرو. که د الهي وحیې لارښوونې ته پام ونه شي، پایله به یې دا وي چې د بریتانیا پارلمان د همجنسپالنې قانون د حاضرینو په چک چکو سره تصویب کوي.

 

 اوس دا په یو علم باندې بدل شوی دی. د نیویارک په یو کتابتون کې، یو ځانګړې قفسه شته چې پر هغه باندې دا سرلیک لیکل شوی دی: (Gay style of Life) «په خوشاله طریقه باندې ژوند»، په دې موضوع باندې یو لړ کتابونه لیکل شوي، ډېری اتحادیې دا نظر تعقیبوي. او ډېری سازمانونه او ډلې لري چې چارواکي یې مهمې وظیفې لري او د نیویارک وخت ښاروال (Mayor) هم (Gay) خوشال یا همجنسپال دی.

 

 امریکايي مجلې “ټایمز” لیکلي دي چې د خلیج په جګړه کې زر پوځي برخه اخیستونکي له دې امله له پوځه ایستل شوي چې همجنسپالان وو.
 له دې اقدام وروسته لاریونونه او مظاهرې پیل شوې او له ټولو خواوو دا اوازې اورېدل کېدې چې د همجنسپالنې له امله د پوځ څخه د دغو کسانو ایستل، د عقل خلاف کار دی او باید دا کسان بېرته خپلو وظیفو ته ستانه شي.
 دا د انساني د فطرت(Human Urge) برخه ده او نن ورځ دوی د انسان فطرت د بهانې په توګه کاروي او په نړۍ کې د هر بد کار اجازه ورکوي. دا ټول کارونه پر همدې بنسټ ترسره کېږي او ویل کېږي چې د عقل له نظره په دې کار کې کومه ستونزه شته؟ پورتنی بحث یوازې د انسان په اړه و؛ او اوس د څارویو، سپیو، خرو او آسونو وار دی او دوی دا په ویاړ سره وايي.

 

 د موضوع د روښانه کولو لپاره، موږ یو مثال وړاندې کوو: نن ورځ نړۍ د اټومي بم له زیانونو څخه وېره او اندیښمنه ده او هڅه کوي چې اټومي فعالیتونه کم کړي.
 موږ د اټومي بم په اړه د بریتانیا په «دایرة المعارف» (Encyclopedia of Britannica) کې لیکل شوې مقاله څېړو. په هغه کې لیکل شوي چې: «اټومي بم یوازې د نړۍ په دوو ځایونو کې تجربه شوی، یو په هیروشیما او بل په ناګاساکي کې.»
 د هیروشیما او ناګازاکي په اټومي بمباریو سره، یو ملیون خلک وژغورل شول او دوی د مرګ څخه خلاص شول. د دوی استدلال دا دی چې که پر هیروشیما او ناګازاکي اټومي بمونه نه وای غورځول شوي، جګړه به روانه وای او نږدې یو ملیون انسانان به وژل شوي وای. نو اټوم بم داسې تعریف شوی دی: «دا هغه وسیله ده چې د یو ملیون خلکو ژوند یې ژغورلی دی.»
 دوی د دې تراژیدۍ توجیه او جواز وړاندې کوي په داسې حال کې چې نړۍ پر دوی لعنت وايي؛ ځکه چې په هیروشیما او ناګازاکي کې د هغو راتلونکي نسلونه هم تباه شول. بې ګناه خلک ووژل شول. او دا جواز د عقل په اساس صادر شو. له همدې امله، هیڅ لوی شر یا خرابي نشته چې عقل د هغه لپاره دلیل او اجازه یې نه وي.
 نن ورځ نړۍ پر فاشیزم (Fascism) باندې لعنت وايي او د سیاست په نړۍ کې د هټلر او موسولیني نومونه تر ټولو کرکه لرونکې نومونه دي. خو که موږ د دوی فلسفه وڅېړو، نو معلومه به شي چې دوی فاشیزم د یو فلسفي اصل په توګه وړاندې کوي. که یو عادي سړی د فاشیزم فلسفه مطالعه کړي، نو دا به ومني چې دغه فلسفه د فهم وړ ده، دا ولې؟ ځکه چې دوی هغه د عقل لوري ته کش کوي.
 په نړۍ کې هېڅ داسې بدي نشته چې د هغه لپاره عقلي دلیل وړاندې نه شي؛ ځکه عقل په هغه ځای کې کاروي چې د هغه له ساحې څخه بهر دی.
 علامه ابن خلدون رحمه الله یو ستر تاریخ پوه او فیلسوف و. هغه لیکي: «هغه عقل چې خدای انسان ته ورکړی دی تر هغه وخته پورې ښه اغېزه لري، چې پخپل حدودو کې وکارول شي، مګر کله چې د خپلې دایرې څخه بهر استفاده شي، خپل تاثیر له لاسه ورکوي.» هغه یو ډېر ښکلی مثال ورکوي چې ذهن د سرو زرو د ترازو په څېر دی، دا ترازو یوازې څو ګرامه سره زر وزن کولی شي او بس. د هغه ساحه همدومره ده؛ ځکه چې دا یوازې د سرو زرو د وزن لپاره جوړ شوی. که څوک په دې ترازو د غره د وزن کولو هڅه وکړي، ترازو به مات شي. کله چې څوک د غره په وزن دا ترازو مات کړي، او ووایي چې دا ترازو بې ګټې دی؛ ځکه چې غر نه شي وزن کولای او باید مات شي، نړۍ به هغه احمق وګڼي. اصلي مطلب دا دی چې هغه له ترازو څخه په غلط ځای کې کار اخیستی دی.

 

 د اسلام او ماديت فرق
 د اسلام او مادیت تر منځ بنسټیز توپیر دا دی چې اسلام وایي: «له عقل څخه به خامخا کار اخلئ؛ مګر یوازې تر هغه ځایه پورې چې کار کوي. داسې یو ځای شته، چې عقل کار نه کوي، او غلط ځوابونه ورکوي.» د هغه یو ساده مثال کمپیوټر دی. که تاسو وغواړئ د هغه څه لپاره یې وکاروئ چې د هغه لپاره جوړ شوی، نو سمدستي کار کوي.
 مګر که تاسو د داسې پروګرام غوښتنه وکړئ چې ستاسو په کمپیوټر کې نصب (Feed) نه وي، نه یوازې دا چې کمپیوټر به کار ونکړي، چې غلط ځواب به هم ورکړي. په همدې توګه، هغه څه چې په عقل کې نه وي نصب شوی، خدای د هغه د ترلاسه کولو لپاره درېیمه وسیله چمتو کړې، هغه «الهي وحیه» ده. هرکله چې موږ وغواړو د هغه پر ځای د عقل څخه کار واخلو، نو هغه غلط ځواب ورکوي.

 

 له همدې امله د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم مبعوث شو او قرآن کریم نازل شوی دی. لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي دي: «إنا أنزلنا ا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَق لِتَحْكُمَ بَيْنَ الناس» ژباړه: «موږ دا کتاب تاته په حقه رالیږلی چې د خلکو په منځ کې فیصله وکړې.»
 قرآن کریم بیانوي چې حق څه دی او ناحق څه دی؟ څه ریښتیا دي او څه دروغ؟ خیر او شر کوم دي؟ دا موضوعات یوازې د عقل پر بنسټ نه ټاکله کیږي.

 

 ادامه لري…
Previous Articleد قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (لومړۍ برخه)
Next Article د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اووه‌ویشتمه برخه په مصر…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD18 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه لومړۍ برخه لنډیز: سیکیزم د نړۍ له…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه درېیمه برخه د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.