شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" معتزله (اووه پنځوسمه برخه) د نظرونو د اختلافاتو څخه ترلاسه شوي پایلې معتزلهو عقل په دیني نصوصو (د خدای کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت) مقدم کړ، له همدې امله دوی «آيات محکمات» تفسیر کړل. چې د دوی له عقلونو او نظرونو سره موافقت ولري، او وروسته له هغه يې هغه احاد او متواتر حدیثونه چې د دوی له عقل سره په ټکر کې وو، رد کړل. په دې اساس معتزلهو ټول هغه دلایل چې د دوی له عقل سره په ټکر کې وه تأويل او یا یې رد کړل. حقیقت دا دی چې معتزله د دې لپاره تفسیر او تأويل ته مخه کوي چې خپل عقلي نظر او د قرآن قطعي نصوصو حجيت په منځ کې همغږي پیدا کړي، د معتزلهو په اند عقل د علم او پوهې سرچینه ده. له همدې امله دوی هیڅ نه مني؛ پرته لدې چې د دوی عقل له نص سره په هغه کې موافق نه وي او له همدې امله ځینې وايي چې دوی د قرآن تفسیر او تأويل هغه مهال مني چې د دوی عقل یې ثابت کړي. لاندې د ځينو هغو آيتونو په اړه بحث کوو چې د معتزلهو له عقل سره سمون نه خوري او هغه يې تأويل او تفسير کړي دي. د بېلګې په توګه، دا آیت: «ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی أبصارهم غشاوة ولهم عذاب عظیم»؛ ژباړه: “الله سبحانه وتعالی د دوی په زړونو او غوږونو مهر لګولی دی او د دوی په سترګو باندې پرده ده او د دوی لپاره لوی عذاب دی.” امام بیضاوي رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې وايي: «د معتزلهو نظرونه د دې آیت په تأويل کې مضطرب دي او د دې آیت د تأويل لپاره یې څو لارې یادې کړې. او په ادامه برخه کې يې اووه ډوله تأويلونه او توجيهات را نقل کړي چې: د هغو د اعراض له مخې دغه ختم د دوی د طبيعت په توګه ګرځېدلی دی، او په حقيقت کې دا د شيطان يا کافر عمل دی. مګر له هغه ځايه چې صدور يې د خدای له قدرت سره و، نو لکه د عمل اسناد خپل مسبب يعني خدای تعالی ته منسوب شوی، او یا يې مقصود د آخرت ختم دی او …» همدارنګه «وکلم الله موسی تکليما» چې د دوی له مذهب سره موافق نه دی، په داسې ډول یې تأويل کوي: چې د الله جلاله لفظ، د مفعوليت په اساس منصوب دی او د موسی لفظ، د فاعليت په اساس مرفوع دی او په دې سره يې د کلام صفت په بشپړه توګه باطل کړ. دوی د دغې نظريې په اساس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې يې هم بې پروايي وکړه او د هغه پر مقام یې سترګې پټې کړې. دوی د حدیث د زده کړې ګټې کمې وګڼلې او له زده کړې یې خلک نهی کړل او د هغه زدهکوونکي يې وغندل او په دې قايل شول چې په متواتر حدیث کې دروغ روا دي! [د اهل سنت او جماعت په نزد متواتر حديث هغه حديث دی چې صحت یې په یقین سره ثابت شوی وي؛ ځکه چې دا ډول حديث داسې شرايط لري چې د دروغو امکان پکې نه شته، خو معتزله داسې حديث په عقلي حجت باطل کوي.] او د احادو احادیثو په اړه [هغه حدیث چې د متواتر حدیث شرطونه نه لري] د هغه په صدق او کذب باندې متفق نه دي [که څه هم د اعتبار په لحاظه په لوړه کچه وي او که څه هم بخاري او مسلم د هغه په صحت باندې اتفاق کړی وي]. ځينې معتزله په ديني مسايلو کې په هغه هيڅ استدلال نه کوي او يوه ډله يې په هغه حديث باور نه لري کله چې له عقل سره په ټکر کې وي او ځينې نور يې په ځانګړې توګه د اعتقاداتو په اړه ورته رجوع نه کوي. هغه مسايل چې معتزله احاد احادیث پکې رد کړي، عبارت دي له: د الله تعالی صفتونه، په آخرت کې د خدای تعالی لیدل، د بندګانو د افعالو خلق، د کبيرې ګناه مرتکب، د شفاعت مسله، د قبر عذاب او نور مسایل. د يادونې وړ ده چې دغه اکثره مسايل موږ په تفصيل سره بيان کړي دي، فقط ځينې يې پاته دي چې په راتلونکو برخو کې ان شاء الله بيانوو. ادامه لري…