د اسلام په هېڅ یوه دوره کې د کار او صنایعو بېلابېلې برخې یوازې د نارینه وو لپاره نه وې ځانګړې شوې؛ بلکې مسلمانو مېرمنو هم د اسلامي هوساینې او پرمختګ تر سیوري لاندې په مسلکونو او لاسي صنایعو کې د پام وړ رول لوبولی دې. ښځو سوداګري او راکړه ورکړه کوله او مختلف مهارتونه یې د اړتیا او لېوالتیا له وجې زده کول. هغوی د کښت په کرلو او د نیالګیو په کښېنولو سره ځمکه سمسوروله او په ډېرو شته لاسي صنایعو کې یې برخه اخیسته او څارنه یې کوله.
امام بخاري رحمه الله له جابر رضي الله عنه څخه روایت کوي چې د انصارو یوې ښځې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «ای د خدای رسوله! ایا زه تاسو ته د ناستې لپاره یو څه چمتو کړم؟ زه یو زوی لرم چې د ترکاڼ په توګه کار کوي.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«ته پخپله پوهېږې.» په دې توګه یې د هغه لپاره منبر جوړ کړ.
ابن ماجه هم په خپل سنن کتاب کې روایت کړی چې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه مېرمن حضرت زینب رضی الله عنها په لاسي صنایعو کې ماهره او برلاسې وه. هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:«زه یوه ښځه یم چې په لاسي صنایعو بوخته یم او هغه خرڅوم، نه پخپله څه لرم او نه مې مېړه او ماشومان.» له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې د هغوى د روزي برابرولو په اړه پوښتنه وكړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«په دې نیک کار کې ستا لپاره دوه اجرونه دي».
ابن سعد په کتاب “الطبقات” کې روایت کړی دی چې عبدالله ابن ربیعه د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت په وخت کې له یمن څخه خپلې مور ربیع بنت معاذ ته عطرونه لېږل او مور یې عطرونه په مهلت لرونکې بیعې خرڅول؛ يعنې تر هغه وخته پورې چې د پيرودونکو حقوق د مسلمانانو د اولی الامر لخوا ادا کېدل، نو له هغه وروسته به د عبدالله مور د عطرو پيسې ترلاسه کولې او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په لاره کې یې لګولې.
د ام شریک رضی الله عنها په نوم یوه مشهوره صحابة د خپل کور دروازه د میلمنو پر مخ پرانیستله؛ د هغې کور ته مهاجر او غیر مهاجر تلل. د هغې کار، د کور اداره کول او د مېلمنو میلمه پالنه وه.