لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (یو دېرشمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
د حضرت علامه ندوي رحمه الله له مړینې د څو کلونو په تېرېدو سره لا هم عام او خاص خلک دغه ستر عالم په نیکۍ یادوي او د هغه له آثارو او لارښوونو څخه ګته اخلي. دا د نوموړي د برکت او بې ساري ځانګړتیاوو نښه ده چې دی له خپلو نورو معاصرو علماوو څخه جلا کوي، هغه ځانګړتیاوې چې له یو شخص څخه یو ملت جوړوي.
حضرت علامه ندوي رحمه الله یو ستر مبلغ او عالم و؛ هغه نه یوازې د یو عالم په توګه پیژندل شوی، بلکې د یو اخلاقي او نامتو روحاني په توګه هم پیژندل کیږي. د بدو صفاتو د نه شتون او په ښو صفاتو سينګار، هغه د “حضرت امام سيد ابوالحسن علي ندوي” په نوم یادوي او د هغه ښه نوم يې هم ژوندی کړی.
د علامه ندوي رحمه الله په شان د قرآن کریم او د محمد صلی الله علیه وسلم د شریعت د رښتیني پیروانو یوه څرګنده بېلګه وه، چې د نن تږې نړۍ یې خړوبه کړه او ټولو ته یې خپل او برکت خپور کړ.
علامه اقبال رحمه الله څه ښه فرمایلي:
چون بجان در رفت جان دیګر شود
جان چو دیګر شد جهان دیګر شود
نغمه مردی که دارد بوی دوست
ملتی را می برد تا کوی دوست
د اسلامي تاریخ د سترو شخصیتونو او د علم او پوهې په ډګر کې د ځلانده ستورو ژوند ته په لنډه کتنې سره، موږ دې حقیقت ته رسیږو چې د تاریخ د لارې انقلابیان او د انسانیت د نړۍ اغېزمن کسان، د علم او پوهې له نورو ابعادو، فوق العاده وړتیا او ډېرو بریاوو سربېره د معنویت لامحدود سمندر کې هم لامبو کړې او غوټې یې وهلي او د اسلامي تاریخ د سپېڅلي کاروان سره په مطابقت کې د خدای له دغه ستر نعمت څخه ډېره ګټه پورته کړې ده. په حقيقت کې په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره يې خپل ځانونه او روحونه د علم او معرفت په رڼو اوبو مینځلي دي.
حضرت امام ندوي رحمه الله په خپل وخت کې په خپلو څیړنیزو او تحصیلي هڅو سره د کمال او تقوا لوړو پوړیو ته ورسید او د دیني علم او د روحانیت د تازه هوا په ترلاسه کولو سره یې د خپلو مشهورو نیکونو لاره تعقیب کړه. هغه په دې عقیده چې انسان د ژوند حقیقت ته یوازې د عقل لوړو څوکو ته د رسیدو او د کمال او کرامت په قدمونو قدم وهلو سره رسېدلی شي .
حضرت امام ندوي رحمه الله د معنی له ارباب سره نږدې اړیکې درلودې او د ابرارو او نیکانو په مجلسونو کې به یې ګډون کاوه، تر څو د هغوی له ارزښتناکو ویناوو څخه ګټه پورته کړي او د ژوند درسونه زده کړي. هغه ډېر سفرونه و کړل او د حضرت مولانا عبدالقادر رایپوري او حضرت مولانا الیاس (د دعوت او تبلیغ د غورځنګ بنسټ ایښودونکي) په حضور کې او د لویو مفسرینو لکه د حضرت مولانا احمد علي لاهوري او ډاکټر محمد اقبال لاهوري په څېر دردمنو شاعرانو او مفکرینو له تودو سرچینو او بهیدونکو چینو څخه ګټه پورته کړې ده.
څوک چې غواړي له الله تعالی سره ملګرتیا وکړي باید د اولیاوو په حضور کې کښېني.
په یقین سره ویلای شو چې په دې لاره کې دا ټولې هڅې د لوی څښتن لخوا خورا لوی ډالۍ او ښه بریا وه چې دوی ته د صادقانه غوښتنې په پایله کې ورکړل شوه او تر بل هرځای د دې معززینو په شتون کې دوی د آرامۍ او سکون احساس کاوه. د« ژوند کاروان »په نوم کتاب کې لیکي: “کله چې زه رایپور ته لاړم، ما احساس وکړ چې د تیارو، مادیزم او ایډیالیزم سمندر هر ځای پوښلی دې او دا یوازې یو ټاپو دی چې هلته له ذکر او فکر پرته نور هیڅ دنیاوي چارې نشته او د دې سامان له هرې پاڼې د “الله الله” آواز را څڅیږي.
مولانا ندوي رحمه الله د روحانیت او اخلاقو په ټولو ډګرونو کې بې پایه سمندر و او د هغه ژوند هم د اسلام په تاریخ کې د سترو شخصیتونو د ژوند یوه بیلګه ګڼل کیږي چې په لنډه توګه یې ځینې برخې بیانوو.