نویسنده: "ابوعائشه"
معتزله (پنځوسمه برخه)
د اهل سنت او جماعت او معتزله تر منځ يو له مهمو او مختلف فیه مسايلو څخه د پل صراط مسئله ده. له هغه ځای څخه چې د معتزلهو اصول او احکام په عقل ولاړ دي. دوی د قيامت د ورځې په هکله له ډېرو اعمالو او مسايلو څخه انکار کړی دی، چي يو يې د پل صراط مسئله ده.
په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د اهل سنتو او معتزلو نظر سره د دلایلو څرګند کړو.
د دې لپاره چې صراط ښه وپېژنو او د هغه په کیفیت باندې پوه شو چې څنګه دی، لومړی به یې لغوي او اصطلاحي تعریف وپېژنو او بیا به د هرې ډلې نظرونه په جلا توګه بیان کړو.
د صراط لغوي او اصطلاحي تعریف
صراط په لغت کې
صراط له «صرط یصرط صرطاً و صراطاً» څخه اخیستل شوی.
دا لغت په دریو صحیحو ډولو لوستل کیږي: په صاد سره «صراط» په سین سره «سراط» او په زا سره «زراط» چې ټول ورته معنی لري.
جوهري ليکي: «الصراط، السراط او الزراط ټول د لارې معنا لري.»
ابن فارس لیکي: «الصراط: الصاد و الراء و الطاء، دا کلمه ابدال ده، او له سین سره هم راځي، چې د لارې په معنی ده.»
فیروزآبادي لیکي: «الصراط په کسرې سره یعني لاره، او په سین سره بل لغت دی.»
زهري لیکي: «صراط په صاد سره د لومړنیو قریشو لغت دی، او په قرآن کې هم کارول شوی دی. عام عربان هغه په سین سره (سراط) لولي.
صراط په اصطلاح کې
علماوو د صراط لپاره ډېرې ماناوې بيان کړې دي، چې دلته يې ځينې يادوو:
امام نووي رحمه الله په خپل تعریف کې لیکي: «پر جهنم باندې یو پل دی چې ټول خلک ترې تیریږي.»
اسفرایني رحمه الله لیکي: «دا یو پل دی چې د دوزخ پر سر ایښودل شوی او ټول مخلوقات ترې تیریږي.»
ډاکټر ذياب بن مدحل علوي ليکي: «دا يو پل دی چې پر دوزخ جوړ شوی دی. څوک چې الله تعالی وغواړي په هغه به تېر شي او جنت ته به لاړ شي.»