شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکواله: "ام عایشه" په اسلام کې د ښځې مقام (دیارلسمه برخه) د ښځو د شخصیت بیا رغونه د اسلام يوه ځانګړنه د انساني ژوند ټولو برخو او اړخونو ته پوره پاملرنه ده او د هرې برخې لپاره بشپړ او بېلابېل پروګرامونه لري؛ اسلام د ښځو د حقوقو په ګډون د خپلو ټولو پیروانو حقوق په بشپړه توګه بیان کړي دي. په دې لیکنه کې د ښځو د حقونو د تامین او پوره کولو لپاره د اسلام دین د اقداماتو ځینې بېلګې ذکر کوو. د ښځو د کرامت او حیثیت پېژندنه د تاریخ په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د نارینه وو د فزیکی برتری له امله د ښځو شخصیت او مقام تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی و، په داسې توګه چې د ذلت او سرټيټوالي سرچینه ګڼل کېده؛ خو د اسلام سپېڅلي دين په خپلو بې بدیله قوانينو او د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم په وينا او چلند سره چې د نړۍ لپاره رحمت و، د ښځو له لاسه وتلی شخصیت يې راژوندی کړ او هغه يې د رحمت او برکت سرچينه وپېژندله؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«البنات هن المشفقات المجهزات المبارکات»؛ ژباړه: (نجونې د رحمت، د ژوند د صلاح او برکت سرچینې دي.) په ملکیت کې د ښځو د حق پیژندل د اسلام څخه مخکې ښځو نه يوازې دا چي د ملکيت حق نه درلود، بلکې د اجناسو او اموالو په توګه اخيستل او پلورل کېدلې او د مړي د نورو مالونو تر څنګ په میراث وړل کېدلې؛ حتی په لوېدیځو هیوادونو کې، د نارینه او ښځو د حقونو د برابرۍ له ټولو تبلیغاتو او شعارونو سره سره، تر یوې پیړۍ وړاندې ښځو ته د ملکیت حق نه دی ورکړل شوی. له صنعتي انقلاب وروسته هغه هم د ارزانه کاري ځواک په توګه په کارخانو کې د ښځو د حاضرېدو د هڅونې لپاره، د هغوی لپاره د مالکیت حق په رسمیت و پېژندل شو. لوی تاریخ لیکونکی« ویل ډورانټ » لیکي: “زموږ د میندو د آزادولو لپاره لومړی ګام د 1882 قانون و. د دې قانون له مخې، د لوی برېتانیا میرمنو بې ساري امتیازات ترلاسه کړل او هغه دا چې دوی حق لري هغه پیسې وساتي چې دوی ترلاسه کړي. دا لوړ اخلاقي قانون د عوام مجلس د فابریکو مالکینو لخوا نافذ شو ترڅو دوی وکولی شي د انګلستان میرمنې فابریکو ته راوباسي. له هغه کال څخه تر نن ورځې پورې، د ګټې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې دوی په کور کې له غلامۍ او سختو کارونو څخه خلاصې کړې او په مغازو او کارخانو کې یې په غلامۍ او سختو او ستونزمنو کارونو اخته کړلې. خو د اسلام سپېڅلی دين چې د شلمې پېړۍ د ړوند آندو او لوټمارو له خوا د ښځو د حقونو په محدودولو تورن دې، له پېړیو وړاندې یې د ښځو د شتمنۍ حق په رسميت پېژندلی او هيچا ته يې د هغوی د شتمنۍ د غصبولو او د اموالو د تصرف حق نه دې ورکړی. خداى پاک په واضح ډول فرمايي:«للرجال نصیب ممااکتسبوا و لنسآء نصیب مما اکتسبن»؛ ژباړه:( د نارینه و لپاره په هغه څه کې برخه ده چې دوی یې ترلاسه کوي او د ښځو لپاره هم په هغه څه کې برخه ده چې دوی یې ترلاسه کوي.) نو له دې امله باید د هیچا حقونه تر پښو لاندې نه شي. همدارنګه اسلام د ښځو لپاره د میراث حق د شریعت په چوکاټ کې ټاکلی دې؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:«وللنسآء نصیب مما ترک الوالدان والاقربون»؛ ژباړه:«او د ښځو لپاره د هغه څه برخه ده چې مور او پلار او خپلوان یې پریږدي.» ادامه لري…
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله