Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږ ویشتمه برخه)
اسلامي علما یکشنبه _22 _سپتمبر _2024AH 22-9-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږ ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږ ویشتمه برخه)

 

 د پاچاهانو، واکمنانو او حکیمانو په حضور کې
 موږ د حکيم سنايي د مقبرې څنګ ته د يوې شېبې لپاره ودرېدلو او د مغفرت په دعا او د سورت فاتحې په لوستلو سره مو ثواب ورته ډالۍ کړ. زما په یاد دي چې د ۱۹۳۳زېږدیز کال په نومبر میاشت کې علامه محمد اقبال لاهوري د حکیم سنايي د قبر زیارت ته راغلی وو او د هغه د قبر څنګ ته ودرېد او له سترګو یې اوښکې بهېدې او یوه قصیده یې ولوستله چې د ده تر ټولو حیرانوونکې او په زړه پورې قصیده ده. همدارنګه مو د خدای د اولیاوو او صالحانو لکه سید بهلول دانا، سید علي لالا، خواجه بلغار او شمس العارفین د قبرونو زیارت وکړ او په پای کې د شاه مجاهد او فاتح سلطان محمود غزنوي قبر ته لاړو، هغه سړی چې د لښکرو لپاره یو پیاوړی مشر و. لکه څنګه چې د ځوانانو لپاره سهار او ماښام حرکت کول اسانه دي، هغه په ​​زړورتیا سره بهرنیو هیوادونو کې نفوذ کاوه او په هند کې یې اسلام پیاوړی کړ او هغه وحشیانه قوانین یې مات کړل چې هند یې شاوخوا اته پیړۍ تر خپلې ولکې او اسارت لاندې راوستلی و.
 د لیدنې درسونه
 موږ له دې سفر څخه په خپګان حالت کې او په عین حال کې د خدای تعالی په عظمت او بقا باندې په ډاډ او باور سره او د انسان په کمزورتیا، ناتوانۍ او لنډ نظرۍ په اعتراف سره  چې په خپل ظاهر او تجلیاتو ویاړ کوي، را ستانه شوو. ما په ټولو لویو پلازمینو کې خپل باور له لاسه ورکړی دی چې اوس د دوی  چارواکي او اوسیدونکو د ودانیو او استحکاماتو او اسانتیاوو په ډیریدو سره باور او فخر کوي. همدارنګه د هغو سترو او ځواکمنو دولتونو په اړه مې باور له لاسه ورکړی کوم چې  بریدونه او یرغلونه کوي، لوی لښکرونه او قول اردوګانې لري، لوړې او پراخې کلاګانې او برجونه لري او د سترو ودانیو او لویو فابریکو خاوندان دي. له ځانه سره مې وويل: بغداد، غزنین، قرطبه، سمرقند او بخارا له ټولو لويو عظمتونو او صفاتو سره چې له منځه تللي، دا حکومتونه او متمدن ښارونه به څنګه پاتې شي؟
عربي شاعر څومره ښکلی شعر لیکلی دې:
اذا ما الدهر جر علی اناس         کلا کله اناخ باخرینا
فقل للشامتین بنا افیضوا           سیلقی الشامتون کما لقی
 یعنې: د خلکو لپاره هیڅ وخت زمانه نه پاتې کیږي. دا ټول به د نورو لپاره پاتې شي. ناپوهانو ته ووایه چې پوه شي، ډیر ژر به دوی د هغه څه سره مخ شي چې موږ ورسره مخامخ یو .
 او رېښتیا ووېل خدای تعالی چې:«وتلک الایام نداولها بین الناس»؛ يعنې: موږ دا ورځې [د ماتې او فتحې] د خلکو په منځ کې بدلوو [تر څو هغوی عبرت واخلي].
 د دې تاریخي سفر څخه د تأثیراتو، معلوماتو او لیدونو کڅوړې سره، موږ بیرته راستانه شوو او هلته مو په دولتي مېلمستون کې د غرمې ډوډۍ وخوړه. له لږ استراحت وروسته مو د ماسپښین لمونځ ادا کړ. د یوې شېبې لپاره مې د دې ښار د اوسني وضعیت په اړه له ځانه سره فکر وکړ چې د غزني لوی ښار چیرته دې او دا حالت چې په یوه کوچني کلي بدل شوی او د اوسیدونکو شمیر یې له زرو څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې دی؟  د خدای تعالی ذات سپېڅلی دې او د شپې او ورځې بدلول او د عمر او وخت بدلول د هغه په ​​لاس کې دي.
 د محمد ظاهرشاه او سردار داود خان په اړه یوه خبره
 د«رابطة العالم اسلامي» له خوا اکثره پلاوي چې کومو هېوادونو ته لېږل کېږي د هغو هېوادونو له ولسمشرانو او پاچاهانو سره لیدنه هم کوي. ډېره هیله څرګندېده چې دغه پلاوی له محمدظاهرشاه سره هم ليده کاته ولري، خو داسې برېښېده چې با صلاحيته چارواکي او د مراسمو مسوولين له دې کار سره مخالف وو. په هرصورت، موږ په کابل کې د خپل استوګنې تر وروستۍ ورځې پورې دې غونډې ته انتظار وو. وروسته مو واورېدل چې محمد ظاهرشاه د سفر په وروستیو شېبو کې زموږ له شتون څخه خبر شو او څرګنده یې کړه چې ولې په مناسب وخت هغه ته خبر و نه رسېد. محمد ظاهرشاه په خپله ماڼۍ کې ژوند کوي او له خپلو خلکو څخه جلا دی. هغه په ​​ندرت سره ماڼۍ پریږدي او په نورو هیوادونو کې د ځینو مسلمانو پاچاهانو په څېر، ولسي مخ نه لري.
 د سعودي عربستان عالی سفیر شیخ محمد احمد شبیلي وايي چې د اعتماد سند د سپارلو پر مهال یې یوازې یو ځل لیدلی او بس.
 له ځينو وروڼو مې وپوښتل چې د لوېديځ تمدن په لور د بلاد د دې وژونکي تمايل او د هغې د غولوونکو څرګندونو لامل او هڅوونکی څوک دې؟  او څوک د دې لامل شو چې افغانې ښځې له خپلو مخونو پرده لرې کړي او پوځي کمپونو او اډو ته مخه کړي؟  په ځواب کې یې وویل: سردار محمد داوود خان د محمد ظاهرشاه د تره زوی او زوم.
 کله چې موږ په پغمان کې وو، دوی موږ ته د داوود خان ماڼۍ وښوده او ویې ویل چې مخکې په دې ځای کې یوه دیني مدرسه وه، چې خان هغه بل ځای ته انتقال کړه او دا ځای یې د استوګنې لپاره غوره کړ. داسې ښکاري چې هغه خلک چې اسلام پاله دي د هغه قانون او مسلک ته ډیره لیوالتیا نه څرګندوي او دوی موږ ته خبر راکړ چې هغه د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر دې او ډیری خلک له دې ګوند سره مینه لري.

 

 ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (دیارلسمه برخه)
Next Article د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷) د انسان په پیدایښت…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۹)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD3 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۹) د فراماسونرۍ د پېښو یو بل روایت د فراماسونرۍ…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۸)

یکشنبه _25 _جنوري _2026AH 25-1-2026AD6 Views

لیکوال: ابو‌ رائف فراماسونري (برخه: ۸) دويم پړاو: د نوې رمزي دورې پړاو (له ۱۷۱۷م…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷) معاد د احادیثو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD

فراماسونري (برخه: ۹)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.