د لږکیو حکومت مختلفې، ناڅرګنده او پټې طبقې لري چې هره یوه یې په یوې ځانګړې او اغېزناکې برخه کې حکومت کوي او د هغې برخې مشري کوي. دوی پټ او نامحسوسه خو ځواکمن ګامونه اخلي او د لنډ مهاله او اوږدمهاله موخو او مقاصدو په لور حرکت کوي. په ظاهره دوی په خاموشۍ او ارامۍ سره فعالیت کوي، مګر په پټه توګه، دوی د خپلو اهدافو سره سم پلانونه جوړوي او په عملي توګه ګامونه پورته کوي. د دوی اصلي موخه دا ده چې په ملت کې نفوذ وکړي او پرې اغېزه ولري او د دوی چلند او لیدلوري د خپلو هیلو او غوښتنو سره سم تنظیم کړي. دوی خلکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل ژوند وکړي او نه هم دوی ته اجازه ورکوي چې له چارواکو سره یوځای شي او د سمون او بدلون کلۍ په لاس کې واخلي او اوږه په اوږه په ګډه پرمخ لاړ شي. رسنیز ځواکونه یو له دغو لږکیو څخه دي چې د خلکو په ژوند کې ځای پرځای شوي دي او په خاموشۍ او ارامۍ سره په دوی باندې واکمني کوي او خپلې هیلې او موخې د دوی په ذهنونو او وجدانونو کې داخلوي.
رسنیز ځواکونه د لږکیو د حکومتولۍ بل مرکز دې؛ ځکه د خبر رسولو دستګاوې یا د نورو قدرتونو او په ځانګړې توګه د اقتصادي قدرتونو په لاس کې دي او یا هم ځانګړي مالکان لري. په دې اړه به نور بحث د بیان آزادۍ په موضوع کې وکړو. دلته دومره وایو چې نننۍ خبري رسنۍ څو امپراتورۍ لري چې خپلو کارونو کې احتکار کوي. دا امپراتورۍ هڅه کوي چې رسنۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او دوه موخې تعقیبوي:
1- پراخه مالي ګټه؛
2- اغېزمن مګر ارام ځواک او واکمني.
که موږ پوه شو چې رسنۍ څه مهم رول لوبوي او پوه شو چې دا خبري او معلوماتي دستګاوې د لږکیو په لاس کې دي، نو موږ به په اسانۍ دې پایلې ته ورسیږو چې رسنیز ځواکونه د اقلیتونو بل ځواک دې او لوی دروغ به افشا کړي چې ډیموکراسي د خلکو واکمني ده. د لوېديځو رسنيو يو ليکوال وايي چې رسنیو ته لازمه نه ده چې د ډیموکراسۍ په خدمت کې وي؛ ځکه چې د رسنیو ځواک په دوو بڼو لیدل کیدی شي:
1- په واکمنانو او په ډګر کې نورو حاضرو ځواکونو باندې اغېز او نفوذ کول؛
2- پر خلکو باندې اغېزه او نفوذ؛
بې له شکه دا خبري او اطلاعاتي دستګاوې تل خبرونه خپروي او نشروي، خو د خلکو د غوښتنو په غبرګون او د عمومي افکارو په ځواب کې، هڅه کوي چې خپله واکمني او ولکه ټینګه او تثبیت کړي او د خلکو عقلانیت شنډ او بې اغیزې کړي.
په دیموکراتیکو حکومتونو کې رسنۍ د حکومت د څلورمې ستنې په توګه پیژندل کیږي او د حکومت ټولې کړنې رد یا تائیدوي. د نړۍ زیاتره رسنۍ د خپل مالي اړتیا او تړاو له امله په یوې ډلې، ګوند یا حکومت پورې تړلې دي. دا د دې نښه ده چې رسنۍ د اقلیتونو په لاس کې دي.