ليکوال: "ابو عائشه"
معتزله (شپږ دېرشمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پرېښودلو سزا
له هغو دلایلو (آیتونه، حدیثونه او د علماو اقوالو) څخه چې مخکې په تفصیل سره بیان شوي، څرګنده ده چې په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول د دې امت له لویو مسئولیتونو څخه دی او د قدرت درلودلو په وخت کې يې پرېښودل د خدای تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي.
لکه څنګه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکرو پرېښودل ډېر زیانونه او اغیزې لري او د ټولو د تشریح کولو لپاره هیڅ ځای او وخت نشته، نو موږ به یې دلته د فهرست په ډول درته ذکر کړو:
– د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرېښودل د هلاکت لامل کېږي.
– د دې ملت څخه د خيريت صفت جلا کيږي؛
– د اهل حق او صالحو خلکو په وړاندې د ظالمانو او فاسقانو جرئت پيدا کېدل؛
– د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرېښودلو سره ناپوهي راڅرګنديږي او علم ورکيږي.
– د ګناهکارانو مخونه د خلکو په سترګو کې ښايسته معلومیږي.
– د دعا د نه قبلېدو لامل ګرځي.
– د دین د غربت لامل کیږي؛
– یو مسلمان د پراخه منکراتو سره به د دوی په منځ کې الفت ترلاسه کوي.
د امامت مسئله
د امامت مسئله له هغو مسلو څخه ده چې له ډیرې مودې راهیسې د بېلابېلو ډلو تر منځ د اختلاف لامل ګرځېدلې ده. د امامت موضوع په تېره بيا د امامت کبری موضوع يوه ډېره مهمه او ارزښتناکه موضوع ده. ځکه څوک چې د امام په توګه وګمارل شي د دين محافظ او ساتونکی دی او کولای شي د خپل وس او توان په صورت کې په خپل هېواد او يا نورو هېوادونو کې په ښه توګه دين خپور کړي لپاره د هغه ساتنه وکړي او اجازه ورنکړي چې په دين کې لاسوهنې اوسي.
د امامت تعریف
امامت په لغت کې د “امّ” د فعل څخه اخيستل شوی دی، عربان وايي: “أمّهم وَأمّ بهم” په دې معنی چې له هغو څخه مخکې شو (او تقدم يې حاصل کړ) او امام: هر هغه څوک دی چې هغه پسې اقتدا اوسي، که مشر وي او که مشر نه وي.
ابن منظور وايي: امام هغه څوک دی چې کوم قوم او ډله په هغه پسې اقتدا وکړي، فرق نه کوي چې هغه خلک هدایت او په مستقیمه لاره روان وي یا ګمراه او منحرف وي، او د هغه جمع ائمه ده، او د هر شي امام د هغه شي قوم او مصلح دی.
قرآن د مسلمانانو امام دی، او محمد صلی الله علیه وسلم د امامانو امام دی، او خلیفه د خلکو امام دی او خلک په لمانځه کې هغه ته اقتدا کوي.”
امامت په اصطلاح کې
علماوو د امامت لپاره مختلف تعریفونه بیان کړي دي. که څه هم دا تعریفونه د الفاظو په لحاظ توپیر لري؛ مګر په مفهوم کې نږدې دي.
امام ماوردي رحمه الله د امامت د تعريف په اړه وايي: امامت د نبوت د استازيتوب د پايښت، د دين او سياست د ساتنې او د هغې له لارې د نړۍ د اداره کولو لپاره رامنځته کېږي.
امام الحرمین الجویني رحمه الله وايي: امامت تام رياست دی، او هغه مشرتوب دی چې د دین او دنیا په مهمو چارو کې خاص او عام وګړو پورې اړه لري.
امام نسفي رحمه الله په خپل کتاب کې داسې يې تعریف کوي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په استازیتوب د دین اقامه کول دي چې ټول امتونو ته پکار ده چې د هغه څخه پیروي وکړي.”
ادامه لري…