شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبدالحي ليّان شيطان پرستۍ (درېمه برخه) د شیطان پرستۍ تاريخچه د شيطان پرستۍ تاریخ په ډېرو لرې کلونو پورې اړه لري، کوم چې د وخت په تېرېدو سره يې بېلابېل پړاوونه تېر کړي دي. که څه هم د دې پړاوونو دقیق تفکيک شونی نه ښکاري، خو کولی شو دغه تاریخي دورې په لاندې ډول سره وشمېرو. 1.2. بَدَوي شيطان پرستۍ د لومړنیو انسانانو ځينې ډلې، بدو موجوداتو (لکه شيطان) ته د منفي پېښو د منسوبولو له امله، په یو ډول دوه اړخیزه او ثنويت باور درلود، او د پیغمبرانو د تعلیماتو سره سره د شريرو قدرتونو تجليل او تعظيم ته هم جذب کېدل. دوی فکر کاوه چې منفي پېښې (وچکالۍ، زلزلې، قحطۍ او سیلابونه) د مهربان خدای لخوا نه شي صادر کېدلی، او دا شیان باید د شرارت او بدۍ له سرچینې څخه نړۍ کې خپاره شي. د دې لپاره، دوی د شرارت د مبدأ د راضي کولو لپاره ځانګړي دودونه جوړ کړل. تر دې حده چې په ځینو وختونو کې د انسانانو وینه د ځانګړو مراسمو په جریان کې توییدله او د شیطان لپاره د قربانۍ او شر ځواکونو ته د نږدې کېدو لپاره وړاندي کېدل. د لرغون پېژندنې کشفونو له مخې، په لاتینې امریکا، سویلي امریکا او مرکزي افریقا کې ترټولو زوړ شیطاني دين د پیړیو پیړیو مخکې له ميلاد پورې اړه لري. د بېلګې په توګه په جنوبي افریقا کې، د دې براعظم ځينې قبیلې، چې په ښه او بد يې ډېر باور درلود، د انسانانو په قرباني کولو سره د شیطان عبادت کاوه. د مرکزي افریقا په قبیلو کې هم ورته دين شتون درلود. دا دوره په حقیقت کې د ابتدايي شیطانیزم یا بدوي شیطانلمانځنې پړاو وو، چې په تاریخي متنونو کې منعکس شوی دی. البته، ځینې معاصر پوهان د شيطان لمانځنې تاريخچه، 15 او 16 پیړیو پورې يې نسبت ورکوي. 2.2. وسطايي (منځنۍ) شيطانپرستۍ دغه دوره د شیطان او د هغه د مظاهرو په اړه د ځينو انسانانو په لید کې د بدلونونو سره پيل شول. هغه بدلونونه چې تر راتلونکې دورې پورې د شیطانلمانځنې بنسټ پیاوړی کوي. د تیرې مرحلې برعکس، چې ځینو خلکو د منفي پېښو له امله يې شیطان ته مخه کړې وه، په دې پړاو کې، خلکو شیطان ته د “انسان ښوونکي” ، “د پوهې لارښود” او “د پوهې د ونې لارښود” په سترګه وکتل، او شیطان د هغه موجود په توګه چې کولی شي انسان ته علم او لارښود زده کړي، او کولی شي چې ځينې معلومات وړاندي کړي، د پام وړ وګرځېد. اوس، که موږ د دې عقیدې ریښه د شیطان فریب وګڼو، یا د تورات او انجیل تحریف، یا د دواړو تقاطع، دا ډېر توپیر نه کوي ؛ ځکه چې په هر حالت کې، د دې انحراف په رامنځته کولو کې د یهودیانو پلونه د نه انکار وړ دي. په ځانګړي توګه له هغه وخته چې عهد عتیق لیکل شوی، او په هغه کې شیطان د فرښتې په توګه معرفي شوی چې انسان د پوهې ونې ته رابولي. دا د دې لامل شو چې ځینې خلک، شیطان د حکمت او انساني پوهې مظهر په توګه ومني او هغه ته نږدې شي. دا غلط فکرونه او نظرونه په تدریجي ډول په لویدیځ ادبي اثارو کې منعکس شول، او د يوه مذهب په بڼه راڅرګند شول. او دغه په لویدیځ کې د “شيطاني ایډیالوژۍ د پراختیا” لپاره پیلامه شول، او پدې توګه شیطان د حکمت او عقل د مظهر په توګه معرفي شو. د تاریخي معلوماتو له مخې، شیطانیزم یا شيطاني عملونه او د شیطان سره د ملګرتیا تمایل په لویدیځ کې د کلیسا د مخالفت له امله په غیر رسمي او محدود ډول تر 15 پیړۍ پورې دوام درلود. د دې سره سره ډېری خلکو، د جادوگرانو په ګډون ، د منظم مهال ویش سره سم د “Sabat” په نوم مراسمو کې برخه اخیستل او د شیطان عبادت به یې کاوه. ځینې تاريخپوهان په دې اند دي چې شیطانیزم(شيطانلمانځنه) په سیستماتیک ډول په لویدیځ ټولنه کې د اهل کتابو (يهود او نصارا) لخوا خپاره شوې؛ ځکه چې یهوديانو، د دې لپاره چې نور د علم او پوهې څخه منع کړي، دا اغېزمنه برخه يې په انجیل کې ځای په ځای کړل، او په دې توجیه سره چې پوهه یو بد او د دين ضد شی دی او د عقیدې سره نه یوځای کېدای شي، خلک يې له پوهې څخه لرې کړل او خپله د نورو قومونو د پوهې خزانې راټولول پیل کړل. په دې توګه، هغه انځور چې انجیل د شیطان څخه جوړ کړی و، د شیطانلمانځنې د ایډیالوژۍ اساس شو. ادامه لري…