لیکوال: ابوریان عزیزي
فمینیزم (اتمه برخه)
په مصر کې د فیمینیزم غورځنګ تر ټولو مشهور شخصیتونه:
-
لطفي سید:
لطفي سید هغه څوک وو چې د هغه وخت د نسل استاذ بلل کېده. په خپل وخت کې هغه تل هڅه وکړه چې د ورځپاڼو او اوسنیزي ژبې له لارې فمینیزمي اهدافو ته وده ورکړي.
-
صفیه زغلول:
صفیه زغلول د سعد زغلول مېرمن او د مصطفی فهمي باشا لور وه. مصطفی فهمي باشا په هغه وخت کې د رئیس الوزراء او د انګرېزانو تر ټولو مشهور متحد و چي مصر له هغه وخته مخکې د هغه په څېر څوک نه وو لیدلي. صفيه له لويديځ کلتور سره دومره مينه درلوده چې د لويديځ کلتور او دودونو په تقليد يې د خپل مېړه تخلص اختيار کړ.
-
هدى شعراوي:
د ښځو د غورځنګ مشره هدى هانم شعراوي چې خپل کور کي یې د پارټۍ ځای جوړ کړی و او هلته یې له حجاب او محرم پرته له نارینه وو سره لیدل. هدی شعراوي د محمد پاشا لور وه چې د هغه وخت یو له پاشاګانو څخه وه. دا محمد پاشا هغه څوک وو چې د مصر په پلازمینه باندې د انګریزانو د یرغل په وخت کې د دوی ملګری او متحد و. هدی شعراوي د علي شعراوي پاشا ښځه وه او علي شعراوي د “حزب الامة” غړی او د بې حجابۍ پلوی و.
هدی شعراوي د خپلو زده کړو د دوام لپاره فرانسې ته ولاړه، د رخصتیدو وخت و، پلار یې د هغې د هرکلي لپاره په نه هیریدونکي لیوالتیا سره د اسکندریې بندر ته تللی و، او په دې خوښ و چې لور به یې بیرته هیواد ته راستانه شي او یو تعداد دوستان یې هم له ځانه سره بېولی و. خو کله چې هدی له کښتۍ راښکته شوه، پلار یې ولیدل چې حجاب نه لري، یعنې حجاب یې لري کړی و. په دې وخت کې د پلار مخ یې له خجالت او غصې سور شو او له هغه نه یې مخ واړوه او له هرکلي پرته له هغه ځایه ووت. خو د پلار دغه غبرګون ته هدی شعراوي د شرم او افسوس لږه ذره احساس هم ونه کړ. او د دې په شاوخوا کې يو شمېر نارينه او ښځې راټول شوي وو او پلويانو يې په ورځپاڼو کې د مقالو، ادبي متنونو او شعرونو په ليکلو سره د هغې دفاع کوله. یو د هغې د خندا په اړه لیکلي، بل د هغې د میلمه پالنې په اړه، او بل یې د هغې د مزاج په اړه لیکلي.
-
سیزا نباروي:
سیزا نبراوي چې اصلي نوم یې زینب محمد مراد و. هغه په نړیوالو او کورنیو خپرونو کې د هدى شعراوي نږدې او تلپاتې ملګری و او دغو دوو کسانو په لویدیځ کې د ښځو د اتحادیې په غونډه کې چې په ۱۹۲۴ میلادي کال کې په روم کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. دوی لومړني کسان و چې په مصر کې یې خپل حجاب لیرې کړ.
-
دریه شفیق:
دريه شفيق چې د لطفي سید د شاګردانو له ډلې څخه وه. هغې یوازې د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره فرانسې ته سفر وکړ، بیا انګلستان ته لاړه او لویدیځ رسنیو د هغې شخصیت د یوې داسې ښځې په توګه روښانه کړ چې غواړي د اسلام له زنځیرونو لکه حجاب، طلاق او څو ودونو څخه خلاص شي.
او په 1949 کې، کله چې هغه مصر ته راستون شو او د برتانیا او امریکا د سفارتونو په ملاتړ یې د “بنت النیل/د نیل لور” ګوند تاسیس کړ. دريه شفيق د ډېرو لاريونونو مشري وکړه چې تر ټولو مشهوره يې هغه مظاهرې وې، چې د (١٩٥١ کال د فبروري ١٩) او (١٩٥٤ زېږديز کال د مارچ په ١٢مه) يې د عبدالناصر د تشکیلاتو په همغږي او د خبريالانو د کمرو په وړاندې ترسره کړې وې. د فمینیزمي اهدافو د تحقق لپاره یې د نه خوړلو اعتصاب وکړ او په دې توګه یې غوښتنې ومنل شوې او دریا شفیق د مصر د ښځو د استازې په توګه ټاکنو ته لاره وموندله؛ خو کامیابه نه شوه او پړاو یې پای ته ورسېد.
-
سهیر قلماوي:
سهیر قلماوي هغه څوک و چې د امریکا-مصري پوهنتون کې روزل شوی او له امریکایي پوهنتون څخه فارغ شوی او په امریکایي-اروپایي پوهنتونونو کې یې زده کړې کړي او په پای کې د مصر پوهنتون ته د تدریس لپاره راستون شوی دی.
-
آمنه سعید: