تر هر څه لومړی باید پوه شو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام له مهمو او اساسي اصولو څخه دی او ډېر اړین دی. ځينو علماوو دا د اسلام په ارکانو کې شامل کړی دی، او د اسلام جوړښت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرته نه بشپړ کیږي. خو هغه څه چې د شريعت له عملي او اساسي منابعو څخه معلومېږي هغه دا دي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو الزامي وظیفه ده. لکه څنګه چې په قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې په واضح ډول راغلي دي.
له قرآن څخه دلایل
لاندې آيت په ښکاره ډول څرګندوي چې د انسان د کاميابۍ او نجات له لاملونو څخه يو هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دى. الله جل جلاله فرمایي: “«وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»؛ ژباړه: “باید په تاسو کې یوه ډله وي چې نیکۍ ته بلنه ورکړي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، او داسې خلک به بریالي شي.” شیخ حامد بن احمد آل بکر د دې آیت په اړه لیکي چې، که دا الهي وظیفه پریښودل شي نو اسلامي امت به سوکالۍ او نجات ته ونه رسیږي.
په دې مبارک آیت کې الله جل جلاله موږ ته یادونه کوي چې د مؤمنانو یو له اساسي او اړینو صفتونو څخه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دي، الله تعالی فرمايي: «وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ»؛ ژباړه: «او مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې د يو بل دوستان دي. دوی په نیکۍ امر کوي او له بدیو منع کوي، لمونځ کوي، زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي. دوی هغه کسان دي چې الله جل جلاله به پرې رحم وکړي، بې له شکه چې الله غالب او د حکمت څښتن دی.»
شیخ آل بکر هم په دې اړه وایي: له دې آیت څخه معلومیږي، چې واجب ایمان، یوازې هغه څوک ترلاسه کولی شي چې دا صفات ولري او دا هم معلومه شوه چې د الله تعالی په رحمت کې هغه کسان شامل دي چې دا کارونه په سمه توګه کوي. او همدارنګه پوهېدلای شو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځانګړې بلنه نه ده او په هر مؤمن نر او ښځه د خپل توان له مخې واجب ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پرېښودلو په اړه خدای تعالی فرمایي: «لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِيإِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (۷۸) كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُون (۷۹) تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ»؛ ژباړه: «د بني اسرائيل کافران، د داود او عيسى عليهما السلام به وسیله لعنت شول، ځکه دوی سرغړونه وکړه، او (له حد څخه یې) تېری وکړ، دوی نهی عن المنکر نه کاوه، رښتیا هم چې بد کار یې کاوه، له هغو څخه به ډېر کسان ووینې چې له بت پرستو سره مینه کوي، څومره بد دی هغه شی چې د دوی نفس دوی ته وړاندي کړی دی، الله جل جلاله به په دوی غضب وکړي او دوی به په عذاب کې تلپاتي وي.»
په دې آيت كې الله جل جلاله د ځینو امتونو بریا امر بالمعروف او نهی عن المنکر بولي او فرمايي: «فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلاً مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ»؛ ژباړه: «نو له تا نه مخکې په امتونو کې ولې داسې هوښياران نه وو چې په ځمکه کې له فساده منع وکړي؟! خو يو څو کسان چې هغه موږ وژغورل [او هلاک نه شول]»