مسلمانې ټولنې او د هغوی مجتهدینو د دغې سرکشې او باغي ډلې د بېرته راګرځولو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو د وحیې له لارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندوینې سره سم، د دې خلکو ګمراهانه موخه د دوی د ناسمو تعبیرونو له امله د مسلمانانو د وینو د تویولو لامل شوه؛ له همدې امله د دې ډلې فتوا له دې وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم صادره کړې وه چې پکې ویل شوي وو: «په حقیقت کې داسې خلک شته چې اسلام داسې پریږدي لکه چې غشی له لیندۍ څخه ووځي، قرآن تلاوت کوي خو له ستوني څخه یې نه تیریږي [دوی په قرآن نه پوهیږي او ناسم برداشت ورڅخه کوي] نیکمرغه دي هغه څوک چې دوی وژني او وژل کیږي[ د خوارجانو له خوا شهيدان کیږي ] د دوی نښه د دوی په منځ کې یو سړی دی چې په لاس کې معلول دی».
او هم هغه شریف صحابه ووینئ چې دا خلک تر ټولو بد خلک ګڼي. له عمیر بن اسحاق څخه روایت دی چې وایي: د ابو هریره رضی الله عنه په حضور کې د خوارجو یادونه وشوه، هغه وویل: «اولئک شرار الخلق»؛ هغوی تر ټولو بد مخلوق دې.
د جګړې پیل
خوارج د حضرت علي رضي الله عنه خوا ته ورغلل او د حضرت علي په لښکر کې سپاره کسان له نورو وړاندې او شاته یې غشې ویشتونکي و او پیاده لښکرې یې د سپرو لښکرو تر شا ولاړې وې،هغه خپلو یارانو ته ویل چې له دوی سره هیڅ کار ونلرئ؛ پرته لدې چې دوی لومړی په تاسو برید وکړي؛ خو خوارجو به ويل: له الله پرته بل هيڅ حکم نشته، حرکت، د جنت لوري ته حرکت؛ بيا يې پر هغه سپرلۍ بريد وکړ، چې علي په پيل کې ځاى پرځاى کړي وو،او هغوی یې متفرق کړل او څو يې ښي لوري ته او نور يې چپ لوري ته ولاړل، غشو ویشتونکو پر هغوى يې غشې وویشتلې او سپرو لښکرو هم له کيڼ او ښي اړخه پر دوى حمله وکړه او پياده نظام په نېزو او تورو بريد وکړ، خوارج ووژل شول او د آسونو تر پښو لاندې په ځمکه وغورځېدل او د هغوى قوماندانان عبدالله بن وهب ، حرقوس بن زهیر، شریح بن عوفيحرقس . بن ظهیر، شریح بن عوفي او عبدالله بن صخره سلیمي هم ووژل شول.
ابو ایوب وايي: ما د خوارج په بدن کې په نیزې وواهه چې د هغه له شا څخه راووت، ما ورته وویل: ای د خدای دښمنه، تاته د جهنم زیری دی، هغه وویل: ته به پوه شې چې کوم یو؟ له موږ څخه د دوزخ په اور کې د سوځولو لایق دی. ډېرو خوارجانو له عبدالله بن وھب راسبي څخه د يوې جملې د اورېدلو له امله له جګړې څخه لاس واخيست، چې د هغوى د ضعيف ليد او ضعيف يقين څرګندونه يې کوله، په همدې وخت کې علي رضي الله عنه یو خوارج په خپله تورې سره وواهه، خارجي وویل: جنت ته تلل څومره ښه دي او عبدالله بن وهب وویل: نه پوهیږم جنت ته که دوزخ ته.
د بني سعد يو کس چې نوم يې فروه بن نوفل اشجعي وو، وويل: زه دې سړي په دوکه کړم او دې جګړې ته راغلم او د اوس لپاره ګورم چې هغه په شک کې دی؛ له همدې امله يې د خپلو اصحابو يوه ډله راوغوښته او له زرو تنو سره د ابو ايوب انصاري په لور روان شو او خلک هم ورو ورو په هغه لوري روان وو.
دغه چټکه جګړه د خوارج د ډيرو کسانو د وژل کيدو لامل شوه، په داسې حال کې چې د علي رضی الله عنه د لښکر لپاره حالات په بشپړه توګه مخالف وو او د هغه څه پر بنسټ چې مسلم په خپل صحيح کې له زيد بن وهاب څخه را اخستى دى، د حضرت علي په لښکر کې د وژل شويو کسانو شمير یوازې دوه کسان وو.
په يو بل صحيح روايت کې راغلي دي: د حضرت علي له اصحابو څخه دولس يا ديارلس تنه ووژل شول.
په صحيح روايت کې راغلي دي چې “ابو مجلز” وايي: له مسلمانانو څخه، د هغه مراد د حضرت علي رضي الله عنه لښکر ؤ؛ له نهو کسانو پرته بل څوک نه دی وژل شوی، که ته غواړې، ابو برزه ته ورشه او پوښتنه وکړه، هغه به په دې اړه ګواهي ورکړي؛ خو د وژل شويو خوارجو په اړه ډېر روايتونه راغلي چې ټول ووژل شول.
مسعودي یادونه وکړه چې یو کوچنی شمیر چې له لسو څخه زیات نه و، له سختې ماتې وروسته وتښتید.
د “ذوالثدیه” يا فلج شوي سړي او د حضرت علي د لښکر له خوا د هغه د مړينې په اړه بېلابېل روايتونه شته، چې ځينې يې د شواهدو له مخې ضعيف دي او ځينې نور يې قوي دي. او په احادیثو کې د ذوالثدیې ځانګړتیاوې او مشخصات ذکر شوي دي، له هغه جملې څخه داچې هغه تور پوستی و. او د حبشي په روايت کې راغلي چې لاس يې شل او تړل شوی او نيمګړی و او يوازې له اوږې څخه تر مټو پورې و ( څنګل یې نه درلود) او د لاس په پای کې د تي د څوکې په څېر يو څه و او په مخ یې د وربشې په څېر سپينې ټوټې وې، او د هغه لاس داسې و لکه چې هډوکي و نلري، ځکه چې بې اختیاره خوځېده؛ خو په احادیثو کې د “مخدج الید “، “مودون الید” او “مثدون الید” اصطلاحات ټول د نیمګړي لاس په معنا دي.
حرقوص یو مشهور سړی و چې په اسلامي فتوحاتو کې یې مهم رول ولوباوه؛ بيا د حضرت عثمان رضي الله عنه په مقابل کې ودرید او خروج یې وکړ او د جمل له لومړۍ یا کوچنۍ جګړې وروسته چې په هغه کې زبير او طلحه رضي الله عنها په بصره کې د حضرت عثمان رضي الله عنه قاتلان ووژل، وتښتېد او حرقوص د خوارج يو له مشهورو مشرانو څخه شو؛ په یو روایت کې راغلي دي چې د ذوالثدیه نوم حرقوص و اما پلار یې څوک نه پېژني. په بل روايت کې راغلي چې نوم يې مالک وو؛ ځکه کله چې د علي رضی الله عنه یارانو هغه وپلټل او د مړو په منځ کې يې وموندل، نو حضرت علي وويل: الله اکبر، آيا په تاسو کې څوک دا وايي چې پلار يې څوک دی؟ خلکو وویل چې دا مالک دی. حضرت علي رضي الله عنه ورته وويل: د چا زوی دی؟ خو پلار يې چا و نه پېژند.
په يو روايت كې چې طبري هغه صحيح ګڼي، راغلي دي چې نوم يې “نافع ذوالثديه” و، لكه ابن ابي شيبه او ابو داود هم دا خبره كړې ده؛ خو د روايت طريقه په دواړو کې يو شان ده او هغه څه چې په دې دريو منابعو کې ذکر شوي په يوه طريقه سره يو روايت ګڼل کېږي.
حضرت علي رضي الله عنه د خارجي بدعت له پیل څخه د هغوی په اړه خبرې کړي دي او په ډیرو مواردو کې یې د «ذوالثدیه» یادونه کړې ده او دا د هغوی نښه وه او د جنګ له پای ته رسیدو وروسته یې د هغوی صفتونه بیان کړي دي. علي کرم الله وجهه د ذوالثدیه د جسد د موندلو امر وکړ[ځکه چې د خوارجو په منځ کې د هغه شتون يوه له هغو نښو څخه وه چې علي په حقه او په سمه لاره روان و] له څه وخت لټون وروسته اميرالمومنين یوه ډله جسدونه د سیند په غاړه پراته ولیدل او ویې ویل: هغوی سره جلا کړئ. ناڅاپه يې وويل: ذوالثديه د هغو ټولو لاندې ده او په ځمکه نښتی ده، علي رضي الله عنه تکبير وويل او بيا يې وويل: رښتيا وايي، رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر په سمه توګه وړاندې کړ؛ بیا یې د شکر سجده وکړه او خلک یې په لیدو خوشحاله شول او تکبیر یې وویل.
په دې جګړې (نهروان) کې څو ټکي شتون لري:
لومړی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحی له لارې وړاندوینه؛ د هغه دغه رښتينوالی د دې ایت مصداق دی «وَٱلنَّجمِ إِذَا هَوَىٰ (١) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُم وَمَا غَوَىٰ (٢) وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلهَوَىٰٓ (٣) إِن هُوَ إِلَّا وَحي يُوحَىٰ »؛ ( په ستوري باندې قسم هغه وخت چې کله غروب شي، ستاسو ملګری (محمد صلی الله علیه وسلم) نه ګمراه او نه منحرف شوی او خطا ایستل شوی نه دې او بې لارې شوی نه دې او د هوا او هوس له مخې خبرې نه کوي هغه (هغه څه چې یې له ځانه سره راوړي او له تاسو سره یې شریک کړي دي) د خدای له خوا وحی او پیغام دی). دا د هغه د نبوت د حقیقت نښه ده.
دوهم: د شکر د سجدې فقهي مسأله چې حضرت علي رضی الله عنه ادا کړې او د نورو مسلمانانو لپاره مناسبه ده چې د کفارو سره په جګړه کې له فتحې او يا د ښه خبر له اورېدو وروسته د شکر سجده وکړي.
دریم: دا چې لومړنی طلیعه او قرن الشیطان چې وروسته په احادیثو کې راځي، د وخت او اختلاف په هره زمانه کې سر راپورته کوي، چې لومړی یې د سپاه صحابه رضوان الله تعالی علیهم اجمعین له خوا سخته ماتې وخوړه.
څلورم: د حضرت علي رضي الله عنه ډېر زغم او حلم دی چې لومړی یې جګړه پیل نکړه، چې دا ثابتوي چې تر څو دوی په خپله له مسلمانانو سره جګړه او فتنې نه وي پيل کړي، له فتنې او وينې تويېدنې پرته د ژوند کولو اجازه لري.
پنځم: په جنګ باندې د دوی ډیر ټینګار د دوی د فاسد تعصب له امله و او حتی کله چې دوی مړه شول ځانونه یې د جنت خلک ګڼل او د جنت په لور یې په حرکت کولو او د “لاحکم الا الله” په نعرو سره جنګ پیل کړ.
شپږم: د هغو کسانو ضعيف يقين چې کله يې مشران ووژل شول او تسليم شول، دا د هغوی د باطلېدو نښه ده او بله دا چې د هغوی جګړه د قصاص څخه د خپل ژوند د ژغورلو لپاره وه (د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د قصاص پریکړه) چې مخکې یې یادونه وشوه او یا داچې د دوی د نيکه “ذوالخویصره” په شان د غنیمت او د دنيا د مالونو لپاره یې بې ادبي وکړه ، دوی هم د خپل ژوند د ژغورلو او د دنيا د مالونو د تر لاسه کولو لپاره وجنګېدل چې دا د دې خبرې د حقیقت نښه ده چې دوی د خپلو مشرانو له هلاکت وروسته تسلیم شول؛ پرته له ځینو تأویل کوونکو او ناپوهانو څخه.