د حضرت علي رضي الله عنه د تلپاتو آثارو او ښايسته يادونو له جملې څخه چې د اسلامي تاريخ تر پايه به ثابت پاتې وي د اسلامي تاريخ اصل ټاکل دي.
د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کې د پېښو د ثبت د نېټې په اړه بېلابېل نظرونه موجود وو. ځینو ویل: د ایرانیانو طریقه عملي کړئ چې د پاچا زیږون یا تاج اېښودل، د تاریخ اصل اېږدي. ځینو د رومیانو تقلید ته رایه ورکړه. ځينو خلکو ويل چې د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د زوکړې کليزه به د تاريخ پيلامه کړو. حضرت عمر رضي الله عنه دا ټول نظرونه د دليل په حواله سره رد کړل. بيا حضرت علي رضي الله عنه وړانديز وکړ چې له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت کال دې د اسلام د تاريخ د پيل نقطه وي، حضرت عمر رضي الله عنه د هغه نظر تایید کړ او د صحابه کرامو له اتفاق وروسته يې امر وکړ چې د اسلام تاريخ دې د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت پر بنسټ ترتيب شي.
په دې توګه، اسلامي کلیزې له داسې پیښې سره وتړل شوه، چې خپله خاصه معنی او مفهوم لري او خپل رسالت ایفا کوي، او د نورو ادیانو د تقویم په څیر په هیڅ شخصیت پورې، حتی د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له شخصیت سره چې تر ټولو ستر انساني شخصیت دی او د خدای او مسلمانانو تر ټولو محبوب دی تړاو نه لري. همدارنګه په فتوحاتو او غزوو پورې تړلی نه دی او له مهاجرت سره يې تړاو د ژور فکر او سترې فلسفې پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د نېکمرغۍ او نېک فالۍ اړخ هم شته، ځکه چې دا پيل د بشر په تاریخ کې د انسان لپاره یو نوی دور او فصل دی، او له بلې خوا دا پیغام ورکوي چې باور او اصولو ته غاړه ایښودل، زړورتیا او ځان قربانول د بریا کلي ده او ایډیالوژیکي او بنسټیز اړخ تل په دودیز او طبیعي اړخ باندي لومړیتوب لري.
د حضرت عمر رضي الله عنه له شهادت څخه د علي رضي الله عنه خواشیني او غم
ابوجحیفه رضي الله عنه وایي: زه شاهد وم، چې حضرت علي رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه له شهادت وروسته ورته راغی او له مخ څخه یې ټوکر لیرې کړ او ویې ویل: ای ابو حفصه! قسم په خداى چې اوس له رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم څخه وروسته له تا پرته بل څوك نه دى پاتې چې زه له خدايه وغواړم چې زما عملنامه د هغه د عملنامې په شان وي.
همدارنګه حضرت علي رضي الله عنه په نهج البلاغه کې د حضرت عمر رضي الله عنه په وصف کې وايي : څومره عجيبه سړى و، کږېدني يې سمي کړې او د ټولنيزو ناروغيو درملنه يې وکړه، د رسول الله صلی الله علیه و سلم سنت یې ولمانځل. فتنې او ګډوډۍ يې شاته وغورځولې، له دنيا څخه پاک او بې له عیبه ولاړی. د خلافت ښه والی یې وموند او له هغه څخه مخته شو، د خدای اطاعت یې وکړ، او څرنګه چې پکار وه له خدای څخه یې تقوا درلود. افسوس! چې دنیا یې پرېښودل او خلک يې په بېلابېلو لارو کښېښود، او اوس نه جاهلان په دې کې خپله لاره موندلای شي او نه هدایت شوي کسان په هغه باندي ډاډه کېدای شي.