ځواب: مسلمان یا مؤمن هغه کس ته ویل کیږي چې د زړه له تله د هغه څه تصدیق او تائید کړي چې الله تعالی ﷻ خپل رسولﷺ ته رالیږلی دی، او په ژبه اقرار د “لااله الا الله محمد رسول الله” وکړې. ژباړه: ګواهې ورکوم بغیر له الله بل بر حق معبود نشته او محمدﷺ د الله ﷻ رالیږل شوی پیغمبر دی. د دې کلمې په ویلو او تصدیق سره د کفارو له جملې څخه بهر او د مسلمانانو جمع کې شاملیږې.
پوښتنه: په لغت او اصطلاح کې اسلام تعریف کړئ؟
ځواب: اسلام له سَلَمَ اخیستل شوی دی یعنې سلامتې او عافیت البته اسلام په دنیا کې مادې او معنوې، په برزخ کې د قبر له عذاب او فتنو، د قیامت د سختې ورځې له عذابونو او له پل صراط نه تر جنته سلامتې ده. په همدې بنا اسلام ته د سلامتۍ دین ویل شوی دی.
پوښتنه: ایمان په لغت کې څه مفهوم لري؟
ځواب: ایمان له اَمَنَ څخه اخیستل شوی دی یعنې څوک چې ایمان لري د زړه په خوښه پرته له لګښت څخه د الله تعالیٰ جل جلاله او رسول له اوامرو یې اطاعت کوي. او نتیجه یې د دنیا، برزخ، قیامت او آخرت راحتي ده.
پوښتنه: مسلمان څه ډول انسان ته ویل کیږي؟
ځواب: مسلمان هغه شخص ته ویل کیږې چې د الله تعالیٰﷻ ټولو قوانینو، احکامو او قضایاوو ته منقاد (غاړه ایښودونکی) وي، په هر حالت کې ژوند ته پرته له امتحان بل فکر ونکړي او خپل د ژوند هدف د الله تعالیٰ ﷻ رضاء وټاکې.
پوښتنه: مؤمن کوم ډول انسان ته ویل کیږي؟
ځواب: مؤمن هغه شخص ته ویل کیږي؛ چې هغه ټول قوانین او احکام چې په رسول الله ﷺ د الله تعالیٰ له لوري نازل شوی وي تصدیق کوې، هر کله چې د الله تعالی ﷻ په امر او نهې باور وکړې او هغه په ځان عملي کړې، او د مؤمن درجه له مسلمان نه لوړه ده.
پوښتنه: کومه درجه د مؤمن له درجې څخه لوړه ده؟
ځواب: د مؤمن نه د محسن شخص درجه لوړه ده چې د عبادت او ښه اعمالو د ترسره کولو په وخت کې داسې حس ولرې، چې الله تعالیٰ هغه وینې، او خپله هم د الله تعالیٰ دستورونه، قدرت او احکام مشاهده کوي.
پوښتنه: که یو شخص شهادتین اقرار کړې خو ځینې د دين قطعې اوامر لکه (حدود یا له مسلمانانو سره دوستي او د کفارو سره دښمني ونه مني، او دا دواړه قطعې اوامر دي..) مسلمان ورته ویل کیږي که نه؟
ځواب: نه، د قرآن له یو آیة، د متواتر حدیث او یا د دین متواتر عمل نه انکار لکه (د لمانځه د رکعتونو تعداد، یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم، دولتداري په مدینه کې او یا له مکمل دین نه انکار کول) یو شان دي.
پوښتنه: موږ د چا امتیان یو؟
ځواب: د محمد رسول الله ﷺ امتیان یو.
پوښتنه: امت څه معنا لري؟
ځواب: امت د پیرو په معنا ده یعنی «موږ د ژوند په ټولو امورو لکه: عبادت، سیاست، اقتصاد، اجتماع، اخلاق، تعلیم او… کې د سیدنا و مولانا محمد رسول الله ﷺ پیرویان یو».
پوښتنه: آیا اسلام پرته له عبادت د ژوند په نورو برخو کې هم خپل دستورات او لارښونې لري؟
ځواب: هو د ژوند د ټولو امورو په برخه کې کلیات او قواعد لري چې په قرآن، او شرحَ یې په احادیثو کې بیان شوې ده، نو اسلام هغه دین دی چې د ژوند عمده برخې یې تر ټولو مخکې بیان کړي دي، حتیٰ د ژوند د ادنا برخې لکه بیت الخلاء(تشناب) ته ننوتلو او نورو لپاره هم د رسول الله ﷺ دستور او سپارښتنې شته.
پوښتنه: د عالمیانو سردار محمد رسول الله ﷺ په کوم کال کې پیدا او کوم کال کې وفات شو؟
ځواب: محمد رسول الله ﷺ د فیل په دوهم کال، (۵۷۰ یا۵۷۱ میلادې کال د اپریل ۲۰یا۲۱مه) د ربیع الاول په ۸ یا ۱۲مه د دوشنبې په ورځ دنیا ته سترګې وغړولې، او د ۶۳ کلنۍ په عمر د دوشنبی په ورځ دربیع الاول په ۱۲مه له نړۍ سترګې پټي کړې او وفات شو.
پوښتنه: محمد ﷺ په څو کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو؟
ځواب: د څلویښت کلنۍ په عمر کې په پیغمرۍ مبعوث شو او وروسته له هغې یې مبارزه پیل کړه.
پوښتنه: د حجاز په ځمکه حضرت محمد ﷺ څه ډول مبارزه پیل کړه، ځکه موږ د هغه ﷺ امتیان یو باید له حضرت محمد ﷺ نه اطاعت وکړو؟
ځواب: رسول الله ﷺ له خپلې کورنۍ نه پیل وکړ، وروسته یې هغه کسانو سره چې ارتباط درلود او بالاخره په همدې ترتیب یې هر هغه کس چې مناسب ګڼلو خپل پیغام یې ور رساوه.
پوښتنه: د رسول الله ﷺ دعوت په څو برخو ویشل شوي ده؟
ځواب: دعوت یې په درې برخو ویشل شوی وو، په لمړیو درې کلونو کې یې په پټه توګه خلګ اسلام او د الله عبادت ته دعوتول، وروسته له لومړۍ مرحلې یې نژدي لس کاله عمومې دعوت وکړ او ټول خلګ یې اسلام او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام عملې کیدو ته راوبلل، او د دعوت په پای کې یې د یو سیاسې قدرت، دولت او د شریعت د تحکیم لپاره یې طائف لور ته سفر وکړ، او د اهل طائف نه یې وغوښتل اسلام دین او پیغمبر ﷺ څخه حمایت وکړي، همداراز یې مکة مکرمې ته د نژدې سېمو قبایلو ته دعوت ورکړ ترڅو یې مرسته او کمک وکړي.
پوښتنه: رسول الله ﷺ په خپل درې لومړنیو کلونو مخفې دعوت کې څه کارونه وکړل؟
ځواب: لومړنیو درې دعوتې کلونو کې رسول الله ﷺ خلګ مسلمان کول او وروسته یې هغوی په اسلامي شخصیت تربیه کول.
پوښتنه: اسلامي شخصیت څه ډول انسان ته وایې؟
ځواب: اسلامي شخصیت هغه مسلمان ته ویل کیږي چې طرز او تفکر یې اسلامی وي (کاملاً اسلامي فکر ولرې) اسلامي نفسیه ولري یعنې خپل خواهشات د شریعت مطابق جوړ کړي. اسلامي شخصیت په څیره او د شهرت په جامو او… نه وي لکه د اوسنۍ زمانې.
پوښتنه: یو مثال د اوسنې وخت د اسلامي فکر او غیر اسلامي فکر په اړه وړاندې کړئ؟
ځواب: هغه څوک چې اسلامي فکر ولري ژوند امتحان ګڼي، د خپلو اعمالو د ترسره کولو په وخت کې هغه څه ته ارزښت ورکوي چې هغه کې د شریعت د دستور هدف وي، او د الله جل جلاله د رضاء سبب شي. او څوک چې غیر اسلامي فکر ولري د خپلو اعمالو ترسره کولو په وخت کې د خلګو منفعت او خوښي په نظر کې نیسي نه د الله تعالیٰ جل جلاله رضا.
پوښتنه: د رسول الله ﷺ په عصر کې د مکه مکرمې خلګو څه ډول اشتباه فکرونه او عقاید درلودل؟
ځواب: هغه وخت کې د قومپرستۍ، هیواد پرستۍ، بت پرستۍ، قبیلوې او عربي احساساتو فکر وجود درلود، حضرت محمد ﷺ د دې وخت په اوږدو کې وکولای شول چې دا ټول عقاید، افکار او احساسات تغییر او په بدل کې یې د اسلامي عقایدو افکارو او احساس تعلیم ورکړي. هغه و چې د هر ډول ظلم مقابل کې یې مقاومت وکړ، خپل هدف ته ورسیدی، او ډیر ژر یې اسلام حاکم کړ او دوې امپراتورۍ(فارس او روم) یې په نژدي ۲۴ کلونو کې (د رسول الله ﷺ له وفات وروسته) ماتي کړې
پوښتنه: د رسول اللهﷺ پټ دعوت، پټې حلقې او جلسات په کومو ځایونو کې جوړیدل؟
ځواب: د رسول الله ﷺ اکثر تربیتي حلقات او د شخصیت جوړونې مجلسونه یې په مکه مکرمې کې د ارقم په کور کې جوړول.
پوښتنه: رسول الله ﷺ په لس کلن علنې دعوت کې څه ډول مبارزه وکړه؟
ځواب: حضرت محمد ﷺ د لس کلن علنې دعوت په جریان کې د حاکم نظام افکار، عقاید، احساس او د نظام بڼه په ټولنه کې نقد او رد کوله، او بدیل یې اسلامې نظام وړاندې کاوه. دا دواړه مرحلې چې د دیارلسو کلونه موده وه، مکې دور نوموي.
پوښتنه: په دې دیارلسو کلونو مکې دور کې چې د رسول الله ﷺ هدف د شریعت حاکمیت او اسلامي دولت تأسیس کول وو، کوم تاوتریخوالی هم پیښ شوی و که نه؟
ځواب: د مکي دور په وخت کې فعالیت د اسلامې دولت لپاره تهداب کیښودل وو، او له هیڅ ډول تاوتریخوالي نه کار نه وو اخیستل شوی، بلکې د تاوتریخوالې مخنیوی یې کولو.
پوښتنه: رسول الله ﷺ نژدې د لسو کالو حکومت دارۍ یا مدني دور په موده کې څه فعالیتونه وکړل؟
ځواب: په دې نبوې حکومت دارۍ کې رسول الله ﷺ په هغه افرادو چې د اسلامې حکومت د بیرق لاندې یې ژوند کاوه د اسلام دين تطبیق کړ، او بهر ته یې اسلام د دعوت او جهاد په واسطه د جزیرةالعرب ټولو برخو ته ورساوه، وروسته یې له نړۍ رحلت وکړ.
پوښتنه: د نبوي ﷺ دولت تر سیطرې لاندي سیمه کې یهود، نصارا یا نورو کفارو وجود درلود یا خیر؟
ځواب: هو اسلام هغه مبارک دین دی چې د ټولو انسانانو اعم له مسلمانانو او غیر مسلمانانو د امنیت تضمین کوي، څرنګه چې د رسول الله د حکومت تر چتر لاندي یهود او نصارا موجود وه، د مسلمانانو نه زکات، او له کفارو څخه جزیه اخیستل کیده. د رسول الله ﷺ ټوله نبوي حکومتداري ۲۳ کاله وه، په ۴۰ کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او په مشهور قول یې ۶۳ کاله ټول عمر وو.
پوښتنه: د رسول الله ﷺ د دعوت هدف څه وو؟
ځواب: د رسول الله ﷺ د دعوت هدف د شریعت حاکمیت او د اسلامي دولت تاسیس وو نه د ټولو خلګو مسلمان کول لکه څنګه چې یې مدینه منوره کې د اسلامي دولت تهداب کېښود (یهودیان هم موجود وو، رسول الله ﷺ خپل هدف او رسالت تکمیل کړ او له نړۍ ولاړ، په همدې اساس د رسول الله ﷺ هدف د شریعت حاکمیت او دولت وو ترڅو نور ادیان مغلوب شي. دا امر په سورة التوبه ۳۳ آیة، سورة فتح ۲۸ آیة او سورة وصف په ۹ آیة کې واضح شوی ده.) رسول الله ﷺ له خپل وفات نه وړاندې خپل رسالت تکمیل کړ، که د ده د رسالت هدف د ټولو انسانانو مسلمان کول وای خو هغه وخت کې هم ډیر کافران موجود وو او هغه ﷺ وفات شو.
پوښتنه: رسولالله ﷺ خپل د دولت په وخت کې له هغه کفارو سره چې د اسلامي حاکمیت نه بهر ول څه ډول چلند یې کړی وو؟
ځواب: رسول ﷺ د خپل حکومت په دوران کې له کفارو سره درې ډوله چلند انتخاب کړی وو: ۱- ایمان راوړل او د شریعت د حاکمیت لاندې ژوند غوره کول. ۲- جزیه ورکول د زکات په عوض کې، ژوند کول د شریعت د حاکمیت لاندې او اسلام ته خپل قدرت سپارل. ۳- که دا دواړه یې نه منل دریمه لار د تورې او جهاد وه.
پوښتنه: آیا رسول الله ﷺ له هغه کفارو سره چې د اسلامي حاکمیت تر چتر لاندې یې ژوند کاوه او جزیه یې هم ورکوله د لږکېو (اقلیتو) په څیر برخورد کاوه که نه؟؟
ځواب: هېڅ کله نه؛ هغوی د مسلمانانو په څیر د پوره ټولنیزو حقوقو څخه برخمن وه، په خپلو معابدو کې یې په خپله عقیده او عبادت کولو کې مطلق آزاد وو. فقط هغه مسلمان چې د کفارو دین یې منل مرتد به یې ورته ویل، او جزا یې مرګ وه.
پوښتنه: رسول الله ﷺ څو اولادونه او څو ښځې درلودې؟
ځواب: رسول الله ﷺ د دیارلسو ښځو سره نکاح کړې وه، له هغې جملې نه یې دوې ښځو سره زفاف نه وو ترسره شوی. ۷ اولادونه یې درلودل، ۳ یې زامن او ۴ یې لوڼې وي چې نومونه یې په لاندې ډول دي: قاسم، طاهر، زینب، رُقیه، ام کلثوم او فاطمه، دا ټول اولادونه د بيبيخدیجه رضیاللهعنها، او ابراهیم د بيبيماریه رضیاللهعنها نه زیږیدلی وو. د رسوال الله ﷺ ښځې: خدیجه بنت خویلد، سوده بنت زمعه، عائشه بنت ابوبکرصدیق، حفصه بنت عمر فاروق، زینب بنت خزیمه، امسلمه هند بنت ابي امیه، زینب بنت جحش، جویریه بنت حارث، ام حبیبه رمله بنت ابوسفیان، صفیه بنت حیي، میمونه بنت حارث، او دوې کنیزي چې رسول الله ﷺ ورسره یو ځای شوی وو ماریه د ابراهیم مور او ریحانه ده.