شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: م. فراهي توجګی د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت باندې د هغې اغېز (شپږمه برخه) د ځوانانو په هویت باندې د رسنیو اغېز رسنۍ په خپل حیرانوونکي او ګړندي ځواک سره دا وړتیا لري چې د نړۍ په لرې پرتو سیمو کې بیلابیلې ټولنې د فکر په یوه واحد او مدغم جریان کې راولي او د دوی لپاره پالیسي جوړه کړي او د دوی په پرېکړو اغېزه وکړي. د همدغو امکاناتو او شرایطو له امله غربي تسلط لرونکي دولتونه د دقیقو ستراتیژیو په خپلولو سره له دغې مخ پر ودې ټکنالوژۍ څخه د خپلو شخصي او ملي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د یوې مؤثرې او بدلېدونکي وسلې په توګه کار اخلي، چې د هغو له ایډیالوژۍ څخه دا دی چې ملتونو خپل د اهدافو او هیلو څخه ګوښه کړي. د دوی د ځان پرمختګونه او بریاوې د رسنیو د نفوذ پر بنسټ دي. د رسنیزې نړۍ رښتیني رهبران د خلکو په شخصي معلوماتو د نفوذ او ننوتلو له لارې خپل پلانونه پرمخ وړي او خپل اهداف پلي کوي او له دې لارې د ولسونو فکر او د ټولنې ارزښتونه بدلوي او د وخت په تېرېدو خلک له کلتوري هویت څخه بې برخې کوي. او پر ځای یې غربي کلتور او باورونه په افکارو کې ځای پر ځای کوي. رسنۍ د ځوانانو د هویت په جوړولو کې مهم رول لوبوي. همدارنګه رسنۍ د عناصرو، کلتوري پدیدو د انتقال او د ټولنیزو عقایدو او نورمونو د بدلولو وسیله ده. دا ډول پدیده په ټولنه کې د خلکو د ژوند طرز بدلوي او دا څه چې په کورنیو کې پیښیږي د ارزښتونو او بالاخره د ماشومانو په وده کې د بدلون لامل کیږي او پدې توګه د دوی هویت بدلوي. هویت څه شی دی؟ د هویت کلمه په “اکسفورډ” قاموس کې داسې تعریف شوې ده: “ځانګړتیاوې، احساسات او باورونه چې خلک له یو بل سره توپیر کوي.” پاستور چې د پوسټ ماډرنیزم یو له تیوري والا څخه دی، هڅه کړې چې د وروستیو معتبرو تیوریو په رڼا کې په ټولنه او کلتور کې د فیډبیک او انعکاس په اړه د نویو ټیکنالوژیو او رسنیو اغېزې وڅیړي. هغه په خپل کتاب کې چې د “رسنیو دوهم عصر” نومیږي په دې برخه کې لیکي: “هغه څه چې د رسنیو د دویم دور پورې اړوند تخنیکي نوښتونو کې یعني: د انټرنیټ، بریښنالیک او سپوږمکۍ دوره کې مهمه دي، د کلتور، فرهنګي هویت او د هویت د جوړولو نوې لاره ده. په CIA کې د ملي امنیت د استخباراتو د شورا پخوانی مرستیال «گراهامایفولر» وايي: “زموږ په وخت کې اسلام او اسلامي حرکتونه د هغو توکمیزو ډلو لپاره د هویت اصلي سرچینه ده چې غواړي د کلتوري تیریو په وړاندې خپل ټولنیز پیوستون پیاوړی کړي. ” د همدې انګیرنې له مخې، څه موده وړاندې په واشنګټن کې د یهودیانو د ملي امنیت د چارو انستیتوت په یوه کنفرانس کې په ښکاره وویل: موږ باید د مسلمانانو دیني هویت له هغوی څخه واخلو. په حقیقت کې د غربي نړۍ او غربي رسنیو ستراتیژي دا ده چې د ځوانانو شخصیت او ملي او کلتوري هویت د یوې نوې ننګونې او کړکېچ سره مخ کړي. دا په داسې حال کې چې د هویت د بحران په رامنځته کولو کې د رسنیو د فعالیت په اړه بحث ډیر مهم دی. د ځوانانو د هویت په پیژندنه او ساتنه کې د اسلامي رسنیو دنده د اسلامي رسنیو دنده په ټولنه کې د اسلامي کلتور بنسټیز کول او ځوانانو ته د سالم هویت نمونې وړاندې کول دي. اسلامي رسنۍ بايد د بهرنيو رسنيو د هغو هڅو په مقابل کې چې د اسلامي ټولنو د کلتوري هويت د يووالي او د اسلامي هويت د کمزوري کولو هڅه کوي، خپل خپلواک او اجتماعي هويت خوندي کړي. تر څو چې رسنۍ د هويت د ساتنې په برخه کې خپل مسووليت درک کړي او ځوانانو او تنکيو ځوانانو ته د هويت نمونې وړاندې کړي، د هغو رسنيو د منفي پايلو مخه نيسي چې زموږ فرهنګي هويت يې په نښه کړي او د بحران رامنځته کولو تګلاره يې خپله کړې ده. اسلامي رسنۍ باید ځوان نسل ته د دا ډول رسنیو خطر، د هغه څرنګوالی او کسان وروپيژني. د دوی تاریخ وګوري. په نړۍ او سیمه کې د دوی اوسنی دریځ وڅیړي. د سپوږمکۍ، انټرنیټ او نورو نړیوالو رسنیو د معلوماتو او منفي اغېزو زیاتول او د ځوانانو لپاره دا امکان برابرول چې خپل اصلي کلتوري، تاریخي، سیاسي او ټولنیز هویت درک کړي. لنډیز د ځوانانو د هویت یوه مهمه برخه په ټولنه او د خلکو په منځ کې جوړیږي. که د کورنۍ مرکز، ښوونیز مرکزونه او ټولنیز چاپېریال خپله دنده تر سره کړي تر څو خلکو ته رښتیني شخصیت او هویت ورکړي، نو پایله به یې د ټولنیز پر ځان باور، پر ځان بسیاینه، ځان موندنه، ازاد فکر، پر ځان باور، خپلواکي، د انحصار نشتوالی، ځان ته درناوى، وده او پرمختګ او د فردي او ټولنيز تکامل د لوړو څوکو فتحه وي؛ خو که ټولنه د سالم اجتماعي هویت د تنظیمولو په کار کې خپل خلک هڅه و نه کړي یا کمزوري وکړي، پایله یې انحصار، بې هویتي، خالص تقلید، ناهیلي، خپګان، د ودې او پرمختګ نشتوالی، د پردیو په وړاندې د کمزورۍ احساس، شاتګ او په زرګونو نورې ټولنیزې ستونزې به وي. ادامه لري…
د ورځنې تحلیل اسلام په فرانسه کې (دوهمه او وروستۍبرخه)سه شنبه _29 _اکتوبر _2024AH 29-10-2024AD نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (شپږ پنځوسمه برخه)شنبه _19 _اکتوبر _2024AH 19-10-2024AD نور یی ولوله