هو! عایشه صدیقه رضي الله عنها په هغه کور کې زیږیدلې چې له پیغمبرانو وروسته د انسانیت تر ټولو غوره انسان حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وو. ځکه چې دوی د خدای او رسول د دوستانو په جرګه کې وو، نو له همدې امله دغه معصوم ماشوم په شرک او بت پرستۍ اخته نه شو، بلکې له پیدایښته یې د ایمان او توحید رڼا د دې په زړه کې پیدا شوه او د صداقت تر لمر لاندې د ابوبکر او ام رومان تر لاس لاندې غټه شوه.
هغه نجلۍ چې پلار یې ابوبکر رضی الله عنه وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سفر او حضر کې به یې د شپې او ورځې، سهار او ماښام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مددګار په توګه پېژندل کېده. او یو له لومړنیو خلکو څخه چې د اسلام تر سیوري لاندې راوتلي او د ام رومان په څیر مور، چې د یوې وفادارې، زړورې او پرهېزګارې میرمنې روښانه بیلګه ده چې هرڅه د بصیرت په رڼا کې ویني، داسې انجلۍ بې له شکه چې ډیره روښانه راتلونکې به لري.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح د حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها سره
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله مېرمن او د ژوند ملګرې خدیجه الکبري له لاسه ورکړه، نو سخت غمجن شو. ځکه خدیجه رضي الله عنها له لومړنیو خلکو څخه وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت یې ایمان راوړ او د خپل ژوند ډېره برخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره کې قرباني کړه. د حضرت خدیجې رضي الله عنها دا ټولې ځانګړتیایې وې چې رسول الله علیه و سلم د هغې سره مینه درلوده او د هغې په نشتوالې کې غمجن شو.
په همدې کال کې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېرې ستونزې رامنځته شوې. له همدې امله دا کال د “عام الحزن” په نوم یاد شوی چې معنی یې د غم کال دی.
څرنګه چې د اسلام د ګران رسول صلی الله علیه وسلم صحابه کرام د یوې شېبې لپاره هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم غم او خپګان لیدلو ته تیار نه وو، نو د داسې زړه بوږنوونکې او غمجنې صحنې لیدل د دوی لپاره ناشوني وو. له بلې خوا هيچا دا جرأت ونه کړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د واده وړانديز وکړي، چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه غم څه نا څه کم شي.
تر څو چې د “خوله بنت حکيم” په نامه يوې ښځې میدان ته پښه کیښود او دا درد او کړاو يې ختم کړ. له همدې امله يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د انيس او د ژوند ملګرې د واده او نوې مېرمنې د ټاکلو وړانديز وکړ، رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: له چا سره؟ خوله بنت حکيم رضي الله عنها وویل: په پېغلو کې د ابوبکر صديق لور حضرت عائشه صديقه رضي الله عنها او د کونډو له جملې څخه سوده بنت زمعه سره. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې لاړ شه او هغوی خبر کړه. [نساء اهل بیت، ۱۱۱ مخ]
خوښي د ډار او اضطراب ترڅنګ
کله چې خوله بنت حکیم ام رومان ته د مرکې خبره وکړه نو ډېره خوشحاله شوه او په چټکۍ سره یې دا کیسه حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه ته وکړه، هغه ډېر خوښ شو خو یو لوی خپګان یې هم ورته راواړاوه، سبب یې دا وو چې یو سړی د “مطعم” په نوم خپل زوى ته د مرکې وړانديز کړى و، له همدې ځايه صدیق اکبر ته ځمکه او اسمان تنګه شوه، ځکه له يوې خوا يې د واده ژمنه کړې وه او له بلې خوا يې د وعدې ماتول په طبيعت کې ځاى نه درلود. له بلې خوا هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوۍ او یووالي طلايي فرصت له لاسه نه ورکاوه، خو د الله جل جلاله په تقدیر کې هغه لیکل شوي وه جې د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه زړه په خوښ کېده.
مطعم يو بې دین او کافر سړی و. له دې امله چې له پېغمبر اکرم سره د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د کورنۍ اړيکې، مينې او ايمان معلوم و، نو له خپل وړانديز څخه يې لاس واخيست. ځکه هغه ویره درلوده چې د ابوبکر صدیق د لور په راتګ سره به یې کورنۍ اسلام قبوله کړي. [ابن اثیر، ابوالحسن علی بن المران، محمد بن محمد بن عبدالکریم بن عبدالواحد الشیبانی الجزاری عزالدین، کتاب اسدالغابه فی معارف الصحابه، دارالعلوم چاپ كتب العلميه، لومړۍ ګڼه، د چاپ كال 1415هـ.]
په پای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسمي توګه عایشه صدیقه ته مرکه وکړ. خو د نکاح د دقيقې نېټې په اړه د مؤرخينو او د احاديثو د پوهانو تر منځ ډېر اختلاف شته. ځکه چې په دې اړه کره شواهد نشته، ځينې خلک په دې اند دي چې د واده مراسم په شپږ کلنۍ کې شوي او کله چې يوولس کلنۍ ته ورسېد، د واده مراسم او د خوښۍ کور ته لېږدول شول. نور په دې باور دي چې واده په اوه کلنۍ کې شوی او کله چې لس کلنۍ ته ورسېدل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورغلل.
خو د امام بخاري او ابن هشام او د طبقات کبری د مالک رحمه الله نظر دا دی چې حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها د نهه کالو په عمر کې وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته انتقال شوه.
خو صحیح قول دا دی چې د حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها عمر په هغه وخت کې نه دیارلس کاله کم وو او نه تر ۱۶ کالو زیات. ځکه که موږ دا ومنو چې د واده مراسم او د خوښۍ کور ته لېږدول په نهه کلنۍ کې شوي، نو موږ باید دا شرط هم ومنو چې دا وړاندیز په څلور کلنۍ کې شوی و او دا کار ځکه شوی وو چې حضرت خوله بنت حکيم غوښتل چې رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه غم ليرې کړي او د حضرت خديجې رضي الله عنها پر ځای بل همدم راولي، سره د دې چې دا عمر خو د همدمي نه دی او د منطق او استدلال یې هم نه خوښوي. ځکه چې د يوې څلور کلنې نجلۍ سره چې د واده توان نه لري او د مېړه او مېرمنې تر منځ له اړيکو څخه په بشپړه توګه ناخبره وي واده کول له عقل څخه بې برخې دي او د خوله بنت حکيم هڅه دا وه چې يوې وړې نجلۍ ته په دې هيله واده ورکړي چې په راتلونکي کې به لوی شي، او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتظار کول، د څو کلونو لپاره د دې ټولو غمونو سره، یو بې ګټې کار ښکاري. [کتاب ام المومنین عایشه المبرئه، ۱۶ مخ]
له عایشه صدیقه رضی الله عنها سره نکاح د الله تعالی خوښه
دا عقد او مبارک واده د خدای تعالی لخوا ټاکل شوی و، نو د هغې لپاره ټول اسباب او مقدمات چمتو شوی و.
د ترمذي په کتاب کې داسې روایت شوی دی: [۲۳۲۱] أخبرنا إسماعيل بن علي وإبراهيم بن محمد، وغيرهما، بإسنادهم عن محمد بن عيسى، قال: حدثنا عبد بن حميد، حدثنا عبدالرزاق، عن عبدالله بن عمرو بن علقمة الملكي، عن ابن أبي حسين، عن ابن أبي مليكة، عن عائشة، «أن جبريل عليهالسلام جاء بصورتها في خرقة حرير خضراء إلى النبي صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ فقال: هذه زوجتك في الدنيا والآخرة» [ابن اثیر، ابو الحسن، اسد ال. -غابه، علمي چاپ، ۷/ ۱۸۶]
حضرت جبرائیل علیه السلام د عایشه رضی الله عنها مخ او تصویر په شنه ورېښمو جامو کې راوغوښت او ویې ویل: دا په دنیا او آخرت کې ستا ښځه ده.
د دې حدیث او د نورو احادیثو له مجموعې څخه څرګنده ده چې دا اړیکه او نکاح د عرش او اسمان له پورته څخه پریکړه شوې ده.
د شوال په میاشت کې نکاح کول او د خرافاتو له منځه وړل
د جاهليت په زمانه کې د خالص اسلام له ظهور نه مخکې د شوال میاشت د حرام میاشت وه او ودونو هر ډول خوښي پکي حرامه وه، حال دا چې د الله تعالی له لوري داسې حکم او حرمت نه و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځکه غوښتل چې دغه جاهلي دود چې د الله تعالی د احکامو خلاف دی مات کړي او د رب العالمین احکام را ژوندي کړي، نو د حضرت عایشه رضي الله عنها مبارکه نکاح د شوال میاشت کې وشوه، نو له همدې امله حضرت عایشه رضی الله عنها د شوال میاشت ډېره خوښوله.
د پلار له کور څخه د بخت کور ته
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته مدینې ته او د بدر الکبری له جګړې وروسته د عایشه طاهره لېږد د صداقت له بوستان څخه د نبوتګلستان ته لپاره چمتووالی ونیول شو.
هو! رسول الله صلى الله عليه وسلم يو لوى حکیم او تجربه لرونکى ښوونکى و، د عائشې سره ښه سلوک کولو باندې ښه پوهېدل. رسول الله صلى الله عليه وسلم د مور او پلار له مينې خبر و، د خپلې مينې او هوښيارۍ له امله يې عائشه رضي الله عنها ته يوه ساده او پاکه کوټه د ټولې نړۍ او د هغې پر ښايست غوره کړه.
حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها په خپل نوي کور کې نه یوازې دا چې له کوره نه ستړی کېده، بلکې د هغې لېوالتیا، مینه، پاکي او اخلاص یې پر ځان پوښلی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لېدل یې په ټوله نړۍ نه ورکول.