د مقام حرص، د مشرتوب لالچ، له نورو څخه د لوړتیا هیله انسان د تباهۍ کندې ته غورځوي، له نیکو اخلاقو او ادب څخه یې محروموي، ملګري او خپلوان له لاسه ورکوي، تکبر او عجب په کې پیدا کیږي، عدل او انصاف ترې هیریږي، دا هیله د هغو پټو خواهشاتو له جملې داسې شهوت دی، چې انسان ورباندې نه پوهېږي او ظاهراً د خلکو په مخکې د اسلام د برترۍ او امت ته د ښېګڼې رسولو دعوه هم کوي، مګر حال دا چې په باطن کې د مقام، منصب او عهدي بیخي زیات لالچ او مینه ورسره وي او هر وخت د ښه مشهور رهبر او ښه ستر لیډر د جوړیدو خوبونه ويني.
تاسو به هم له ډیرو مشرانو، رهبرانو، لیډرانو او رئیسانو سره مخ شوي وی، د هغوی کړه وړه او برخورد به مو لیدلی وي، طبعي او فطري خبره ده، چې توپیرونو او چلندونه به مو لیدلي وي، خو زه بیا له ډیرو کسانو سره نه یم مخ شوی، چې مخ شوی یم، نو له ځینو مو تجربه، درس، عبرت او ښه تاثیرات تر لاسه کړې او په ځینو باندې مې بیا افسوس او حسرت احساس کړی.
بهر حال! رهبري، مشري، لیډرتوب، عهده، مقام، منصب او ریاست امتحاني دوره ده او مینه یې ډیر زیات خطرناک عواقب لري. زه په دغه لیکنه کې د تنبیه او بیدارۍ په پار د اسلافو یو شمیر ویناووې او تنبیهات راوړم، رب جل جلاله د وکا چې موږ او تاسو ټولو ته ګټور تمام شي او د چا خاطر ورباندې دروند نشي.
له امام فضیل بن عیاض رحمه الله نه روایت دی، وایي: «مَا مِنْ أَحَدٍ أَحَبَّ الرِّئَاسَةَ إِلَّا حَسَدَ وَ بَغَى وَتَتَبَّعَ عُيُوبَ النَّاسِ وَكَرِهَ أَنْ يُذْكَرَ أَحَدٌ بِخَيْرٍ». مانا، هر څوک چې هم د مشرۍ او ریاست هيله لري، هغه حاسد وي، ظلم او تېرى کوي، د خلکو عيبونه لټوي او هیڅکله نه خوښوي، چې د بلچا صفت د وشي. [جامع بیان العلم وفضله: ۱ ټوک ۵۶۹ مخ]
همدارنګه سلفو به ویل: لَا تَرَى الْمُعْجَبَ إِلَّا طَالِبًا لِلرِّئَاسَةِ. مانا، تاسو به خودپسنده ونه وینئ؛ مګر چې د ریاست په لټه کې به وي. [مخکینۍ حواله]
له امام ابو نعیم رحمه الله څخه روایت دی: «وَاللَّهِ مَا هَلَكَ مَنْ هَلَكَ إِلَّا بِحُبِّ الرِّئَاسَةِ» مانا، په الله قسم! څوک چې هم هلاک شوی دی، د هغه د هلاکت لامل د رهبرۍ او ریاست مینه ده.
د مشهور شاعر ابو العطیه یو شعر دی: یأَأُخَيُّ مَنْ عَشِقَ الرِّئَاسَةَ خِفْتُ أَنْ … يَطْغَى وَ يُحْدِثَ بِدْعَةً وَ ضَلَالَا. مانا، اې زما وروره! هغه څوک چې مشرۍ او ریاست سره مینه لري، زه ویریږم، چې هغوی به وروسته باغیان، د بدعت او ضلالت بنسټګران به شي. [مخکینۍ حواله]
امام ابن عبد البر رحمه الله په دې اړه څو بیتونه ليکلي، چې مطلع یې ده: حُبُّ الرِّئَاسَةِ دَاءٌ يَحْلِقُ الدُّنْيَا … وَ يَجْعَلُ الْحُبَّ حَرْبًا لِلْمُحِبِّينَا ::: يَفْرِي الْحَلَاقِيمَ وَالْأَرْحَامَ يَقْطَعُهَا… فَلَا مُرُوءَةَ تُبْقِي وَلَا دِينَا. مانا، د ریاست مینه داسې ناروغي ده، چې نړۍ تروړي او مینه په جنګ بدلوي. (هغه څوک، چې د ریاست شوق لري) ستوني پرې کوي او د خپلوۍ اړيکي پرې کوي، نه په کې سړیتوب پاتې کېږي او نه په کې دين. [مخکینۍ حواله]