لا هم له خلکو سره زموږ د خبرو اسلوب پخوانۍ دی، د بحث او مناظرې دی، حال دا چې اوس نو هغه پخوانۍ زمانه نه ده، موږ اوس هم اخته یو او خپلو شاګردانو ته د مناظرو او بحثونو درس ورکوو، اوس نو د مناظرو او بحثونو دوره نشته، بلکې اوس د لنډون او بریفنګ دور دی، طرز بدل شوی او دور هم بدل شوی دی. تاسو وګورئ نن ورځ زموږ په چاپیریال کې دې ته اړتیا ده، چې په بشپړ ساده ډول خبرې وکړو، په طبیعي ډول چې څومره هم کولی شو باید خپلې خبرې نورو ته وکړو، دا د وخت او زمان اړتیا ده، خو حال دا چې موږ خپلو شاګردانو او زده کونکو ته د دغه اړتیا په باب هیڅ هم نه ور ښایو او نه یې درس ور کوو، دا هغه کمښت دی، چې زه یې نن ورځ تقریبا په ټولو دیني حلقو کې احساسوم، دا زموږ ستر کمی دی، ځکه کله چې زموږ کوم شاګرد له کومې دیني حلقې نه فارغ شي، یا له یوې دیني مدرسې څخه فاضل شي، نو هغه د خپل ماحول ښه امام وي، د قرآن کریم او فنونو تکړه مدرس هم وي، خو ولې د ټولنې له چاپیریال سره بلدتیا نه لري، د دین تکړه داعي نه وي او د ټولنې لپاره، چې د کوم ډول تکړه رهبر او سپه سالار تقاضا ور څخه کیږي هغه نشي، د نویو علمي او ټولنیزو بدلونونو څخه هیڅ درک او واقفیت نه لري، حال دا چې د یوه عالم او فاضل لپاره تر ټولو زیات دا اهم او مهم فرض دي، خو افسوس! په دې اړوند دوی ته موږ هیڅ درس نه ورکوو او آن ذوق یې هم نه پکې پیدا کوو.
بهر حال! زه غواړم تاسو ته دا خبره وړاندې کړم، چې د یوه شاګرد په توګه زما لپاره اصلي خلا دا ده، چې موږ د نن ورځې له غوښتنو سره هیڅ هماهنګي نه لرو او یوازې دا خبره زموږ په ذهن کې کینول شوې ده، چې زموږ مشرانو دا طريقه اختيار کړې وه او موږ په همدې طريقه ولاړ يو، حالانکه زموږ مشرانو خو دا طريقه اختيار كړې وه، چې يو نصاب او نظام یې جوړ كړى و، داسې چې د خپلو مشرانو د کارونو د بنیاد په دايره كې د پاتې كېدو سره ـ سره يې يو نوى نصاب او نوى نظام هم جوړ كړى و، زه له تاسو نه پوښتنه کوم، چې شاه ولي الله رحمه الله وايي: شاه صاحب تجدید کړی دی. ښه! تاسو ته وایم، چې د شاه صاحب د تجدید دا اړخ پخوانی نه دی؟ پخوانی دی، هغه دا کار ځکه وکړ، چې پر پخوانۍ ذخیره باندې یې قناعت نه وکړ، بلکې هغه یې نوره هم مخته یوړه، نو زه وایم، چې زموږ د نورو مشرانو غوندې یو مشر شاه صاحب هم دی او نورو زړو طریقو غوندې یوه پخوانۍ طریقه دا هم ده او د شاه صاحب د دې طریقې دا اړخ د نورو مخکېنیو طریقو غوندې هم د پام وړ ده، ځکه حالاتو ته په کتو او د اوسنیو علماوو په نظر کې نیولو سره نن ورځ هم عصري مسایل او ستونزې موجودې دي.
زه به یو مثال ورکړم، د ډاکټر فرحان نظامي په نوم یو مسلمان ډاکټر تیر شوی دی، چې د هند د لکنو اوسېدونکی او له اسلامي مشهورو روڼ اندو څخه یو و، هغه په اکسفورډ کې یو مرکز د مولانا علي میان تر سرپرستۍ لاندې جوړ کړی و، هغه پخپل یوه یاداښت کې لیکلي دي: ” چې یو ځل د یو پوهنتون لخوا د سود اړوند د اسلام د دریځ په اړه د لیکچر د ورکولو بلنه راکړل شوه، چې د سود په اړه د اسلام دریځ څه دی؟ دا د لویدیځ پوهنتون و، دا ډاکټر وايي، چې ما فکر کاوه، چې څه باید ووایم.
ځکه په دې هکله د اسلام د موقف د بيانولو لپاره زموږ يوه دوديزه طريقه دا ده، چې لومړی بايد د قرآن کريم آيتونو ته مراجعه وکړو، بیا احاديثو ته اشاره وکړو، بيا د صحابه کرامو اقوال راوړو، بيا د ائمه اربعه اقوال، چې حنفي دا وايي، مالکي دا وايي، خو زیات نه زیات به امام غزالي ته راشو، د ابن رشد خبرې به راوړو، د شاه ولي الله اقوال به وړاندې کړو، د دوی په اړه به حوالې وړاندې کړو، چې زموږ امامان دا وايي، صحابه کرام دا وايي، قرآن کریم دا وايي، دا زموږ موقف دی. یو روایتي میتود خو دا دی.
دا ډاکټر لیکي، چې ځان ته به مې تسلیت ورکاو، چې زه خو ان شآء الله د دوی پر وړاندې خپل دریځ بیانولی شم؛ خو په دغه دریځ د هغوی په پوهیدو مطمئن نه وم، ذهن کې مې دا خبره وه، چې په کومه طریقه زه دوی ته څه وایم، نو ایا په دې طریقه به د دوی ذهنونو ته د دغه پیغام په رسولو برلاسی شم؟ ځکه چې په دې طریقه خو به د سود اړوند د اسلام دریځ په بشپړ ډول زه تشریح کړم، خو دوی ته به پیغام ونه رسولی شم، ځکه هغوی خو زموږ له دین او زموږ د دین د رسولو او څیړلو د طریقو پر خلاف فریکونسۍ لري او زه سل په سله له مخالفې فریکونسۍ نه خبرې ورته کوم.
دا ډاکټر لیکي: په دې باب مې زیات فکر وکړ او بالاخره یو نوی تخنیک مې اختیار کړ، هغه داسې چې د سود په اړه مې مطالعه او څیړنه وکړه، دا څیړنه داسې وه، چې سود اقتصاد ته څه زیان رسوي؟ په نړیوال او محلي اقتصاد کې یې ګټه ډیره ده او که تاوان ډیر دی؟ او په دې اړه د نن ورځې اقتصاد پوهان متفق دي، چې “اثمهما اکبر من نفعهما” تاوان یې د ګټې څخه ډیر دی. ګټه یې محدوده ده، خو تاوان یې نړیوال دی.
دی لیکي، چې په دې باب ما ټول هغه څه مطالعه کړل، چې د نن سبا اقتصادي متخصصینو د سود او د هغه د زیانونو په اړه لیکلي وو، چې دا تاوان لري او دا توان لري، له دې ټولې مطالعې وروسته مې ټول پر یو کاغذ ولیکل، بیا مو ترې یوه مقاله جوړه کړه او ټول بحث مو په دې وکړ، چې ننۍ څیړنې او تحقیقات د سود اړوند په یوه خوله وايي، چې دا کار د انساني ټولنې په ګټه نه دی او یوازې تاوان دی، چې ځینې تاوانونه یې دا ـ دا دي، اوس دوی په دې فکر کوي، چې څنګه بیرته راستانه شي.
بیا لیکي: یو ځل مې په “تعمیر حیات” مجله کې د نړیوال بانک د یوه پخواني رئیس مرکه لوستلې وه، پوښتونکي پوښتلی و، هغه ورته ویلي و، چې د سود د مسئلې اصلي حل دا دی، چې کچه یې تر ټولو کم حد ته را وستل شي، پوښتونکي بیا پوښتلی و، چې تر ټولو کم حد یې څومره دی؟ نو هغه ورته ویلي و، چې صفر. ما دا مرکه په “تعمیر حیات” کې لوستلې وه او دا مو هم په مقاله کې یو ځای را نقل کړه.
ډاکټر فرحان نظامي وړاندې لیکي: چې ما دا ټوله مطالعه او څیړنه وکړه او ماډرن تحقیق ته ورته یوه مقاله مو ترې جوړه کړه او په پای کې مې د قران کریم دوه آیتونه اقتباس کړل، چې: «يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبٰوا وَيُرْبِى الصَّدَقٰتِ” او د جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو حدیث را نقل کړ، پایله دا شوه، چې زه د خپل پیغام په رسولو برلاسی شوم او خلک هم پوه شول، چې د سود په اړه د اسلام دریځ او موقف څه دی.
له دې اوږدې واقعې راوړلو نه مې مقصد یوازي دا دی، چی زه غواړم دا ووایم، چی زموږ لپاره د نن ورځې مهم ضرورت عصری طرز باندې بلدتیا، د خبرو کولو نوی اسلوب زه کول، ننی تخنیک کارول، د منابعو پیدا کول، د وسایلو استعمالول دي، تر څو چی مونږ د یو داعي په توګه نړۍ ته د اسلام د پیغام ورکولو او پر خپل چاپیریال د مسلط کیدلو لپاره د دې اړتیاوو لحاظ ونه ساتو، شاید چې موږ خپل کار انجام نه کړو او دا هغه څه دي، چې زه یې زموږ په دیني حلقو او ادارو کې تر ټولو لویه تشه احساسوم، چې نور باید دا تشه پخپلو ادارو کې ډکه کړو او د دې کمښت د ډکون لپاره باید له هرې ممکنې لارې کار واخلو.