Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»محمد صلی الله علیه و سلم، نړیوال رهبر (دویمه برخه)
اسلام دوشنبه _5 _فبروري _2024AH 5-2-2024AD

محمد صلی الله علیه و سلم، نړیوال رهبر (دویمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
نړیوال رهبر، رسول الله
لیکوال: ابو مهاجر

محمد صلی الله علیه و سلم، نړیوال رهبر (دویمه برخه)

په انجیل کې زیري او ژمني

    همدارنګه انجیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت په اړه زيری ورکړی دی، هغه انجیلونه چې په اوسني عصر کې شتون لري؛ که څه هم په هغوی کې تحریف او بدلون راغلی دی؛ خو له دې سره سره بیا هم دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت زیری ورکوي، لکه څنګه چې د «یوحنا »په انجیل کې راغلي دي: عيسى علیه‌السلام وفرمایل: که له ما سره مینه لری، زما د احکامو ساتنه وکړئ او زه له پلار ( خدای د عیسوي عقیدې له مخې) څخه غوښتنه کوم چې هغه تاسو ته یو ډیر ستایل شوی پیغمبر درکړي.
    همدارنګه مسیح علیه السلام وفرمایل: په حقیقت کې ډیر احکام شته چې زه یې باید درته ووایم. مګر تاسو اوس د دې برداشت کولو ځواک نلرئ. خو کله چې د حق روح (محمد صلی الله علیه وسلم) راشي، هغه به تاسو ته د حق ټولو احکامو لارښوونه وکړي.
    په انجیل کې دا هم ویل شوي: “بارقلیط (احمد) به تر هغه نه راځي تر څو چې زه تللی نه یم نو کله چې هغه راشي، هغه به نړۍ ته د تېروتنو په اړه خبرداری ورکړي. او هغه د خپل ځانه خبرې نه کوي، مګر هغه څه به وايې چې (د خدای له خوا) يې اوري ، او خلکو ته حق ته لارښوونه کوي، او هغه د وحی له لارې د پېښو او غیبي مسائلو څخه خبر ورکوي.
    ابو موسی اشعري رضی الله عنه وايي: ما د حبشې له پاچا نجاشي څخه واورېدل چې ویل یې: زه شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د خدای رسول دی او عیسی علیه السلام د هغه د نبوت خبر ورکړی دی. او که زه د هیواد او خلکو مسئول نه وای؛ زه د هغه خدمت ته تلم او بوټان مې یې په لاس کې ورسره ګرځول.

په زبور کې زيری

    امام بیهقي له وهب ابن منبه څخه روایت کوي چې وایي: خدای تعالی په زبور کې داود علیه السلام ته وحی وکړه او ویې ویل: ای داوود! بیشکه له تا وروسته به ډیر ژر یو پیغمبر راشي چې نوم به یې «احمد» او «محمد» وي، هغه ریښتینی دی، زه به هيڅ کله د هغه څخه ناراضه نه شم او هیڅکله به زما نافرماني ونه کړي، د هغه مخکیني او راتلونکي ګناهونه ما بخښلی دی.
    حضرت داود (عليه السلام) فرمايلي دي: ” او هغه به له سمندر څخه سمندر ته او له سیندونو څخه  ځمکې ته ورشي او جزیرې به د هغه په ​​​​وړاندې سقوط وکړي او د ده دښمنان به ماته خورې. او د فارس پاچاهان د ده درناوی کوي او امتونه د هغه اطاعت کوي، او هغه مظلوم انسان د ظالمانو له لاس څخه ژغورې چې هیڅ مرستندوی نه لري هغه پر غریبانو او مسکینانو مهربان دی، او هر شېبه هغه ته درود او رحمت لیږل کیږي.”

د اشعیاء علیه‌السلام له لورې  زيری

    هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم واخیست او اعلان یې وکړ او ویې ویل: ای محمده!  ما ستا امر د ستاینې وړ ګرځولې دی، ای پر رب باندې ګرانه! ستا نوم د تل لپاره شتون لري.»
    هغه دا هم وویل: زموږ لپاره به یو زوی پیدا شي چې عجیب انسان به وي او په اوږه به یې د نبوت مهر وي او هغه به لوی شخص وي، حکومت به یې سالم او سوله ییز حکومت وي او داوود علیه‌السلام ځاي ناستې وي (د نبوت وارث او دا به د هغه ملکیت وي).
    او په بل روایت کې وایي: ماته وویل شول چې پورته شه او وګوره څه وینئ؟ ومې ويل چې دوه سپاره وينم چې يو يې په خره او بل يې په اوښ سپور دى، يو يې بل ته وايي: پرېږده چې د بابل بتان له خاوندانو سره سمندر ته وغورځول شي. علما وايي: پر اوښ حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سپور او بل يې مسيح دى او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وجه د بابل بتان په ځمکه راپرېوتل (او له منځه ولاړ).

د حضرت شمعون عليه السلام له لورې زيری

    د خدای  پېغمبرخبري شمعون (عليه السلام) ته راغلي دي: خدای (ج) دلایل د فاران غر (مکه) ته (یعنی محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) راوړل او اسمانونه او ځمکه د هغه (محمد صلی الله علیه وسلم) او د هغه د امت له تسبیح څخه ډک شول.
    په دې روايت کې د نبوت ځای (فاران غر په مکې مکرمه) ټاکل شوې ده، او په مکه مکرمه کې له ابراهیم خلیل او د هغه زوی اسماعیل ذبیح علیه السلام څخه وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته بل پیغمبر نه و. د بني اسرائيلو د خبر له مخې د حجاز ځمکې ته د مکې په لور يو پيغمبر رالېږل شوی دی) په عربو کې مشهور دی. او حزقیل پيغمبرد یهودیانو د ګواښلو په وخت کې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت يې وستايل او ویې ویل: خدای به دوی په تاسو غالب کړي، او د دوی په منځ کې به یو پیغمبر راولیږل شي، او یو کتاب به ورته نازل شي. او ستاسو د غاړو مالک به شې، نو دوی به تاسو ذلیل کړي. او د بني قراز خلګ(بني قراز: ربیعه او مضر قبیله د عدنان اولاده ده او دا ټوله د قراز بن اسماعيل اولاده دي) او د نورو قبيلو يوه ډله به راشي او ورسره به پرښتې وي. په اسونو سپاره وې او په وسلو سمبال وې، هغوی به تاسې له ټولو خواوو څخه محاصره کړي، په پای کې به دوزخ ته ننوځي. او دا اثار په مکرر ډول ثابت شوي دي چې ملائکې په جهاد کې له سپینو اسونو سره د مسلمانانو مرستې ته راغلې دي او قرآن کریم هم د جګړې په صحنو کې د ملائکو د لښکر د شتون یادونه کړې ده.

د حضرت دانیال علیه السلام  زیری

    وروسته له دې چې حضرت دانیال علیه السلام الله تعالی ته دعا وکړه او ویې ویل: د بني اسرائيلو راتلونکی به څنګه وي؟ ، هغه وايي: ماته یوه فرښته د ځوان په بڼه راښکاره شوه او ویې ویل: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! لوى څښتن فرمايي: له بني اسرائيل د خپلې نافرمانۍ امله زه په غوسه شوم، له ما پرته يې د نورو معبودانو عبادت کاوه، له علم وروسته جهالت ته او له حقه وروسته باطل ته تللي دي. نو ما په دوی باندې بخت النصر بادشاه مسلط کړ، هغه سړي ووژل، ښځې او ماشومان یې بندیان کړل، بیت المقدس یې وران کړ او د هغوی کتابونه یې وسوځول، او څوک چې د بخت النصر نه وروسته راشي، د هغوی سره به هم همداسې وکړي، زه د دوی څخه راضي نه یم. د هغوی ګناهونه هم نه بخښم. نو دوی به همیشه زما د قهر او غضب لاندې وي تر څو چې زه د مریم زوی مسیح راولیږم او بالاخره د حضرت زکریا، یحیی علیه السلام د وژلو او د حضرت عیسی علیه السلام د ځورولو له امله زما لعنت او غوسه د دوی په برخه شي؛ نو دوی به همیشه په لعنت، ذلت، فقر او بدبختۍ کې ژوند کوي تر څو چې زه له بني اسماعیل څخه یو پیغمبر راولیږم. هغه پېغمبر چې هاجر ته يې زيری ورکړل شوې وه ، هغه ته به وحي راولېږم او نومونه به يې وركوم او په تقوا او پرهېزګارۍ به يې سينګار كړم او خير به يې شعار جوړ كړم، صداقت او وفاداري به يې په طبيعت كې وي. کلک هوډ د هغه کردار او  سنتونه يې لارښود دی، زه به د هغه لپاره یو ځانګړی کتاب جوړ کړم چې د پخوانیو کتابونو تصدیق وکړي، د دوی ځینې احکام منسوخ کړي او زه به هغه یو شپه خپل لوري ته بوځم ترڅو هغه ځان ته نږدې کړم او زه ورته سلام وکړم او وحی راولیږم. بیا به زه هغه په ​​خوښۍ سره خپلو بندګانو ته ولیږم. هغه امانتدار دی او زما د حکمونو پیروي کوي او په نرمه وینا او ښه تبلیغ سره خلک توحید ته دعوتوي هغه بد اخلاق نه او بدې خبرې نه کوي او په بازارونو کې خپل غږ نه پورته کوي او پر هغه چا مهربانه دی چې ایمان یې راوړی او د دښمنانو سره جنګېږي. نو په خپلو خبرو سره زما توحيد سره بندګانو ته بلنه ورکوي او زما له آيتونو يې خبروي. بیا یې خپلوان هغه ردوي او ځوروي یې.
    لنډه دا چې د اسلام له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مخکې له عربو څخه په پرله پسې ډول د پیغمبر د ظهور خبرونه اورېدل کېدل او راهبانو په دې اړه له تورات او انجیل څخه زيرې ورکول او حضرت سلمان فارسی رضی الله عنه د عودیه (د روم یو ښار دی) کشيش په وینا خبر ورکوي چې هغه ورته وویل: د حنیف ابراهیم علیه السلام په دین باندې د پیغمبر رالیږل د عربو سره نږدې دی، د هغه د هجرت ځای هغه ځمکه ده چې د دوو “حاره” ترمنځ موقعیت لري. او د دې دوو “حاره” تر مینځ د خرما ونې شتون لري ، چې د نبوت يوه نښه يې دا ده، چې ډالۍ خوري او خيرات نه قبلوي او د نبوت مهر يې د دواړو اوږو په منځ کې ايښودل شوى دى.
“حاره” هغه ځمکه ده چې تورې ډبرې لري، او د مدینې منورې ښار د دوو ختیځو او لویدیزونو ترمنځ موقعیت لري.
Previous Articleسید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوهمه برخه)
Next Article علماء کرام باید د خبرو نوی انداز زده کړي

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه ویشتمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (شپاړلسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.