د شلمې پیړۍ د دغه ستر عالم او مصلح د شخصیت جوړیدنې لاملونه ډیر دي، چې باید په اړه یې ډیر فکر او پلټنه وکړل شي؛ اما هغه لوی لامل چې د نوموړي په ژوند کې ښکاره دې، هغه دادې چې ده په ټولو علومو او ډګرونو کې تر ټولو بشپړ کسان لټول او د هغوی مخته یې د شاګردۍ زنګون واهه او د هغوی پر وړاندې یې د تواضع او انکسار څخه خوند اخیسته او تر پایه یې د هغوی سره اړیکه پرې نکړه، له دې امله د ډيرو د زړونو او بصیرت خاوندانو په وینا، نوموړی علامه د دین د سترو شخصیتونو د کمالاتو او ښیګڼو یوه ټولګه وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اتباع په برکت د دغې مقولې « هغه څه چې نیکان ټول لري ته یې یوازې لرې» مصداق دې.
د دغو کمالاتو او ځانګړتیاوو له وجې نوموړی د ژوند تر وروستیو شیبو مرتباً د ودې او ارتقا او افادې او اضافې په حال کې و او د هغه د فیض او برکتونو وړانګې په ټولو ځایونو کې خپرې شوې. او په همدې دلیل و چې د اسلامي امت ټولو اقشارو هغه خپل ګڼلو او ټولو غیر متعصبه او منځلارو ډلو، یوشان له هغه څخه ګټه پورته کوله؛ هغه د ټولو ویاړ و او په بیلتون سره یې ټولو اوښکې توی کړې او د غم او ویر په ټغر کښینستل او نه شتون یې یوه لویه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.
امام ندوي رحمه الله له هیڅ قشر او ډلې سره خپله خیرغوښتنه او خواخوږي نه سپموله، حاکمانو ته یې نصیحت وکړ، خواصو او د اسلامي امت نخبګانو ته یې لارښوونه وکړه، لوستو او پوهانو ته یې خپل فیض وباښه او ډلو او ګوندونو ته یې لاره وښوده، نه یوازې مسلمانان؛ بلکه غیرمسلمانان هم د ده له خیر او پیرزوینې څخه بې برخې پاتې نه شول؛ نوموړي په یوې لویې غونډې کې چې مسلمانانو او غیر مسلمانانو پکې ګډون کړی و، وینا کوله، دغه مهال یو پوه غیرمسلمان چې د علامه ویناوو پرې اغیره کړې وه، ناڅاپه چغه کړه: «مولانا تاسو یوازې د مسلمانانو مال نه یاستۍ».
د سید (رح) یو له عادتونو څخه دا و چې کله به یې اسلامي سیمو ته سفر کاوه، د هغه سیمې مړو ته به یې ځانګړې د خیر دعا کوله او هغوی ته یې د بښنې غوښتنه کوله، په دې توګه مړي او تیرشوي کسان هم د ده له خیر او برکت څخه نه محرومیدل. په ورځ کې څو ځله به یې د «یس» مبارکه سوره تلاوت کوله او ثواب به یې تیرو سترو شخصیتونو ته وربښل؛ فلهذا څرنګه چې د نوموړي وجود او هڅې د تیرو او اوسنیو لپاره د خیر او رحمت وسیله وه، ان شاءالله هیله ده چې راتلونکي نسلونه به هم د نبوت خاندان د دغې سلالې له فیض څخه برخمن شي.
په یقین سره، د علامه ندوي (رح) د شخصیت، فکرونو او غوره نظریاتو پیژندنه د پوهانو او لیکوالانو نه ستړي کیدونکو هڅو او زیارونو پورې تړلې ده او دغه پوهان د علامه د فکرونو او نظریاتو د څیړنې اړتیا تر نورو ښه احساس کوي؛ ځکه د سید د لیکنو او فکرونو نقش په اوسني وخت کې د اسلامي ویښتیا خوځښتونو په مثبت لوري ورکولو او هویت بښلو او د ارمانونو او دیني شعائرو په برخه کې ډیر د اهمیت وړ دې او اړتیا ده چې په دې برخه کې نور هم هڅې ترسره او اغیزمن ګامونه پورته شي.
له دې امله، د سید ندوي (رح) د وجودي شخصیت ټولو اړخونو ته پاملرنه او د هغو پیژندل ستونزمن کار دې او د دې مطالبو د لیکوال له وسې وتلی دې.
اما د دغه ستر تاریخي شخصیت، د سیرت څو برخې د مولانا عبداللطیف نارویي ارزښتناکه اثر «د مولانا سید ابوالحسن ندوي ژوند، نظریې او خدمتونه» څخه چې په دې برخه کې پراخ معلومات لري، درنو لوستونکو ته به یې وړاندې کړو و ما توفیقی الا باالله
هو! د خاندان له اړخه ویلی شو چې نوموړی د سیدنا حسن بن علی بن ابوطالب کرم الله وجهه له سپیڅلې او لوړ مرتبې خاندان څخه دې او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک نسل څخه دې؛ له ماشومتوب او د ځوانۍ له پیل څخه د یو لړ ځانګړو صفتونو خاوند و چې د روښانه راتلونکي او ستر شخصیت ښکارندویي یې کوله؛ داسې صفتونه لکه: د ماشومانو لوبو ته نه پام، د علم او لوستلو سره زیاته مینه او شوق، د علماوو او صالحانو سره ناسته ولاړه او … او د نوموړي د ودې او پرمختګ بل سبب د ده مهربانه او زړه سوانده مور وه چې تل یې په نیکو نصیحتونو او عاجزانه دعاګانو سره سبب شوه چې زوی یې د بریا او نیکمرغۍ لوړو څوکو ته ورسیږي؛ بلآخره د جمعې په مبارکه ورځ او روژې مبارکې میاشتې کې د حق لوري ته وکوچید؛ الله تعالی دې له هغه څخه راضي وي.