لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)
خرما، روژه او تغذیه؛ د نبوي سنت له مخې
د خرما ونه او انسان
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «إن من الشجر شجرة لا یسقط ورقها، وإنها مثل المسلم، فحدثونی ما هی” فوقع الناس فی شجر البوادی، قال عبدالله: ووقع فی نفسی أنها النخلة، ثم قالوا: حدثنا ما هی یا رسول الله؟ قال: «هی النخلة.»[1]
ژباړه: په ونو کې یوه داسې ونه ده چې پاڼې یې نه توییږي، د مسلمان وضعیت هم د همدې ونې څېر دی (لکه څنګه چې همدا ونه تل شنه وي، همداسې مسلمان هم په هر حالت کې له خیر او برکته څخه برخمن وي). پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم صحابهوو ته وفرمایل: راته ووایاست چې دا کومه ونه ده؟ حاضرینو د صحرا بېلابېلو ونو ته پام واړاوه. عبدالله بن عمر رضیاللهعنهما وایي: زه فکر کوم چې د خرما ونه ده، صحابهوو وویل: ای د الله رسوله! موږ ته ووایئ چې دا کومه ونه ده؟ رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: دا د خرما ونه ده.»
په دې حدیث کې د خرما ونه له انسان سره پرتله شوې ده: تنه یې د انسان د قامت په څېر نېغه او ټینګه ده، نر او ښځه لري او یوازې له القاح وروسته مېوه ورکوي؛ د بهرنیو زیانونو پر وړاندې حساسه ده: که سر یا زړه یې پرې شي، نو مري؛ ریښې یې د انسان د وېښتانو په څېر دي.
نن ورځ په نړۍ کې له ۹۰ میلیونو څخه زیاتې د خرما ونې شتون لري چې د انسانانو د خوراک یوه مهمه سرچینه ده، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې.
خرما او په روژه او روغتیا یې اغېزې
له علمي پلوه د رمضان د میاشتې روژه ډېرې ګټې لري، لکه:
-
پر زړه او د وینې پر جریان د فشار کمېدل: د وینې د غوړو او اسیدونو کچه راټیټېږي او د شریانونو د کلکوالي خطر کمېږي؛
-
د پښتورګو او دفاعي سیستم استراحت: د غذایي میتابولیکو موادو تولید کمېږي او بدن د غوړو او د عضلاتو د پروتین له زېرمو څخه استفاده کوي؛
-
د ځینو ناروغیو مخنیوی او درملنه، او د زړښت له ناروغیو څخه ساتنه.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به د رمضان د میاشتې په افطار کې خپل سنت د خرما او اوبو په وسیله ادا کاوه:
«إذا أفطر أحدكم، فلیفطر على تمر، فإنه بركة، فإن لم یجد تمرا فالماء، فإنه طهور.» [2]
ژباړه: «کله چې له تاسې کوم څوک افطار کوي، نو په خرما دې افطار وکړي، ځکه چې په خرما کې برکت دی؛ او که خرما ونه مومي، نو په اوبو دې افطار وکړي، ځکه چې اوبه پاکې (پاکوونکې) دي.»
د خرما کیمیاوي ترکیبونه او تقویتي ځانګړتیاوې
-
خرما شاوخوا ۷۵٪ ساده او په اسانه هضمېدونکي قندونه لري چې په ډېر لنډ وخت (له ۱۰ دقیقو په کم وخت کې) وینې ته انرژي لېږدوي؛
-
ژر هضمېږي او حقیقي مړښت رامنځته کوي، د غوړو خوړو برعکس چې یوازې د مړښت احساس ورکوي؛
-
د بدن د نسجونو د بیا رغونې لپاره پروتینونه لري، غوړ یې کم دي، او ۵ ډوله ویټامینونه او ۸ بنسټیز معدني مواد پکې شامل دي؛
-
۱۲ ډوله امینو اسیدونه او نرمونکي (ملیّن) او اراموونکي مواد لري؛
-
د قبضیت ضد اغېز لري او د قبضیت له امله د رامنځته کېدونکو شاوخوا ۵۰ ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي؛
-
د لوړ قند له امله د میکروبونو پر وړاندې مقاومت لري او د عفونت خطر کموي؛
ابن قیم جوزیه رحمهالله د خرما په اړه لیکي: ژباړه: «په تشه معده د خرما خوړل چینجي له منځه وړي.»[3]
د خرما فایبرونه او معدني مواد
-
په هر ۱۰۰ ګرامه خرما کې شاوخوا ۸.۵ ګرامه فایبر شتون لري، چې د قبضیت او د زړه ـ رګونو ناروغیو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي؛
-
له پوتاشیم او مګنیزیم څخه ډک دي او په کمه اندازه سوډیم (په ۱۰۰ ګرامه کې شاوخوا ۵ مليګرامه) لري، چې د وینې فشار کموي او د سکتې مخنیوی کوي؛
-
په هر ۱۰۰ ګرامه کې له ۱ تر ۶ مليګرامه اوسپنه لري، چې د کمخونۍ په مخنیوي کې مرسته کوي؛
-
ویټامین B3 یې د ورځنیو اړتیا شاوخوا درېیمه برخه پوره کوي، چې د بدن د میتابولیزم لپاره ضروري دي.
خرما او په زېږون کې اسانتیا
خرما او رُطب (تازه خرما) په قرآن کریم کې د زېږون د تسهیلکوونکي عنصر په توګه یاده شوې ده: «وَهُزِّی إِلَیكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَیكِ رُطَبًا جَنِیا فَكُلِی وَاشْرَبِی وَقَرِّی عَینًا»[4]
ژباړه: « او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به پر تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي، پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه.»
-
د مور د ذهني ارامتیا او رواني حالت ساتل د اسانه زېږون او د درد د کمېدو په برخه کې اساسي عنصر دی؛
-
خرما او رُطب داسې مواد لري چې د رحم د انقباض سبب ګرځي او د وینې بهېدنې مخنیوی کوي؛
-
نرمونکي (ملیّن) دي او کولمې پاکوي، چې هاضمي سیستم د زېږون لپاره چمتو کوي؛
-
په چټکۍ سره په انرژۍ بدلېږي او د زېږون پر مهال د زړه او عضلاتو اړتیاوې پوره کوي.
د الهي اعجاز درسونه
خرما د الهي نعمتونو یوه بېلګه ده چې په یو وخت کې د انسان لپاره غذا، دوا او درملنه ده. د خرما معجزهیي ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
-
د هضم چټکتیا او د انرژۍ ژر انتقال؛
-
بېلابېل معدني مواد او ویټامینونه؛
-
د ناروغیو طبیعي مخنیوی او درملنه؛
-
د زېږون په اسانتیا او رواني روغتیا کې مرسته.
لکه څنګه چې په قرآن کریم او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په سنتو کې راغلې دي، خرما د دې څرګندونه کوي چې الله تعالی طبیعت د انسان د روغتیا او هوساینې لپاره پیدا کړی دی.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- صحيح البخاري، كتاب العلم، باب: قول المحدث حدثنا أو أخبرنا وأنبأنا، رقم الحدیث: 61، ج 1، ص 34.
- سنن الترمذي، أبواب الزكاة عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في الصدقة على ذي القرابة، رقم الحدیث: 664، ج 2، ص 195.
- «وأكله على الريق يقتل الدود» ابن قيم الجوزية، محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين (ت 751هـ)، الطب النبوي (جزء من كتاب زاد المعاد لابن القيم)، ص218، الناشر: دار الهلال- بيروت.
- مریم: 25.
-
فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 131-138.


