لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)
شپږم درس: په تربیت، دعوت او نصیحت کې تدریجي طریقه
حضرت ابراهیم علیهالسلام د خپل پلار د هدایت او دعوت په لار کې ډېر نازک او هوښیارانه میتود وکاراوه. ابراهیم علیهالسلام په ډېرې نرمۍ او زغم سره هڅه وکړه چې خپل پلار د بتانو له عبادت څخه را وګرځوي. ابراهیم علیهالسلام په دې لار کې د بتانو عبادت شیطان ته منسوب کړ؛ ځکه دا ډول عبادت له شیطاني وسوسو او القاوو پرته بل څه نه دی. هغه د «شیطان» د نوم په تکرار سره د بتانو د عبادت پر بدوالي لا زیات ټینګار وکړ.
په دې اړه په قرآن کریم کې راغلې دي:«یا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطَانَ إِنَّ الشَّیْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِیًّا. »[1] ژباړه: « ای زما پلار جانه! بندګي مه کوه د شیطان په تابعدارۍ کولو سره د هغه، یقینا شیطان چې دی د رحمان ذات ډیر نافرمانه دی، کله چې امر یې ورته وکړو په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خو مګر هغه سجده ونه کړه.»
ابراهیم علیهالسلام له دغې طریقې په استفادې په تدریجي ډول د شرک د ګمراه کوونکي ارزښت راکم کړ.[2]
د پوهاوي او شک په موخه د پوښتنې مطرح کول
د حضرت ابراهیم علیهالسلام له خوا خپل پلار ته د خبرو په تدریجي بهیر کې یو ښکاره تکامل لیدل کېږي. هغه په پیل کې د نرمو او بیدارونکو پوښتنو له لارې خپل پلار فکر کولو ته وهڅاوه. ابراهیم علیهالسلام له خپل پلار څخه وپوښتل: «إِذْ قَالَ لِأَبِیهِ یا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِی عَنكَ شَیْئًا.»[3] ژباړه: « کله چې یې خپل پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه؛ ته ولې د الله تعالی نه پرته د داسې یو بوت بندګي کوې چې ستا اواز نشي اوریدلی کله چې ورته اواز کوې او ستا بندګي نشې لیدلی کله چې یې ته بندګي کوې، نه ستا نه ضرر بچ کولی شي او نه درته څه خیر در رسولی شي؟!.»
دا پوښتنه نه سپکاوی و او نه ښکاره تور، بلکې د حجت د پوره کولو یوه ظریفه لار وه. ابراهیم علیهالسلام د دې پر ځای چې خپل پلار ته مستقیم د ګمراهۍ نسبت وکړي، د داسې یو څه د عبادت د علت پوښتنه یې ترې وکړه چې هېڅ سالم عقل یې نه خوښوي.
د عبادت اساس دا دی چې انسان ځان د یوه لوړ، پوه او ځواکمن موجود پر وړاندې ټیټ او عاجز وبولي. نو څنګه کېدای شي چې یو څوک د داسې موجود عبادت وکړي چې ان له حیواناتو هم ټیټ وي؟ داسې یو موجود چې نه څه اوري، نه یې ویني او نه د خیر او شر د رسولو توان لري.[4]
عقلي منطق، د دعوت په لار کې لومړی ګام
په حقیقت کې که چېرې هغه معبود د پرښتو او پېغمبرانو په څېر یو ژوندی، اورېدونکی او پوه موجود هم وای؛ بیا هم سالم عقل د هغه له عبادت څخه ډډه کوي. ځکه عقل دا ټول موجودات اړمن او د یوه واحد الله تعالی د قدرت تابع ګني. له خپل پلار څخه د ابراهیم علیهالسلام پوښتنه داسې یو څه وو چې شک رامنځته کوي. دا طریقه د باطلو عقایدو د له منځهوړلو په برخه کې ډېر اغېزناک رول لوبولی شي؛ ځکه کله چې د ګمراه انسان په زړه کې شک پیدا شي، نو د حقیقت په لټه کې کېږي او هڅه کوي چې د عبادت لپاره یو مناسب بدیل پیدا کړي.
دغه ابراهیمي طریقه د اسلامي دعوتګرو لپاره یو لوی درس دی: اسلام ته د غیرمسلمانانو د رابللو په لار کې لومړی ګام عقلي استدلال دی. کافکران طبعاً پر آیتونو او احادیثو باور نه لري، نو یوازې د دیني متونو وړاندې کول پر هغوی اغېز نه کوي. لومړی باید د عقلي دلایلو او برهانونو له لارې د اسلام حقانیت ثابت شي او وروسته په راتلونکو پړاوونو کې له مناسبو آیتونو او احادیثو څخه د تکمیلي وسیلې په توګه استفاده وشي.
یاده طریقه د لاندې لاملونو پر اساس ډېر اهمیت لري:
– ګډه ژبه: عقل او منطق یوه ګډه او نړیواله ژبه ده چې له هر ډول دیني او کلتوري تعصب څخه پاکه ده. له عقل او منطق څخه په استفادې له هر انسان سره، د هر دین او فکر لاروی چې وي خبرې کېدای شي او فکر کولو ته هڅول کېدای شي.
– د شک رامنځته کول: لکه څنګه چې ابراهیم علیهالسلام د خپل پلار په وړاندې د پوښتنې په مطرح کولو سره د هغه په زړه کې شک را پیدا کړ، همدارنګه عقلي استدلال هم له مخاطب سره مرسته کوي چې په خپلو پخوانیو باورونو شک وکړي او یو منطقي او سم بدیل ورته پیدا کړي. ځکه شک د حقیقت د لټون د دروازې کلي ده.
– د حقانیت اثبات: عقلي استدلال کولای شي د یو واحد الله تعالی د وجود او د هغه د بېنقصه صفاتو، د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم د نبوت او د اسلامي دین د بشپړتیا ثبوت وړاندې کړي. د بېلګې په توګه، د کایناتو د نظم برهان، د امکان او وجوب برهان او یا د فطرت د برهان له لارې د یوه حکیم او ځواکمن خالق شتون ثابت کیدلای شي.
– د ایمان لپاره مقدمه: کله چې مخاطب د عقل او منطق له لارې د اسلام د بنسټیزو اصولو حقانیت درک کړي، نو بیا د ایماني مفاهیمو او دیني متونو د منلو لپاره ژر چمتو کېږي. په دې پړاو کې آیتونه او احادیث تکمیلي رول ادا کوي او د باور د ژورتیا او د دیني احکامو او ښوونو پر جزئیاتو د پوهېدو لامل کیږي.
د دعوت په لار کې تکامل او تدریج
دا طریقه روزونکو او دعوتکوونکو ته هم ور زده کوي چې څنګه د تدریج او تکامل له لارې د دعوت او نصیحت په لار کې اغېزناک واوسي. حضرت ابراهیم علیهالسلام خپل پلار ته د دعوت په لار کې له یوې نرمې او بیدارونکې پوښتنې (ولې د داسې یو څه عبادت کوې…) څخه تر څرګند ممنوعیت (د شیطان عبادت مه کوه…) پورې پرمختګ وکړ. دې لارې په بشپړه توګه د هغه له زغم سره سمون درلود.
د تربیت او دعوت په لار کې تدریج یو ضرورت او غوره طریقه ده؛ ځکه د ژورو ریښو لرونکو باورونو او عادتونو بدلون وخت او باطني چمتووالي ته اړتیا لري. د ابراهیم علیهالسلام په څېر له نرمو او پاروونکو پوښتنو څخه پیل کول مخاطب ته دا فرصت ورکوي چې پرته له دې چې له سخت مقاومت یا دفاعي غبرګونونو سره مخ شي په تدریجي ډول حقایقو ته نږدې شي. همدارنګه په یو ځل د دیني لارښوونو او احکامو وړاندې کول کېدای شي مخاطب مغشوش او آن زړهتوری کړي.
له همدې امله د دعوت په لار کې تدریج د روزنې د بېلابېلو پړاوونو ترمنځ یو منطقي پُل او تسلسل رامنځته کوي او له ناڅاپي تشې او انقطاع څخه مخنیوی کوي. هر پړاو د بل پړاو لپاره مقدمه ګرځي.
په همدې اساس روزونکي باید یو تدریجي پروګرام طرحه کړي او پرته له دې چې ناڅاپي تشه یا پرېکون رامنځته شي هر پړاو د راتلونکي پړاو لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه هغوی باید له داسې وسیلو او طریقو څخه کار واخلي چې د روزنې د هر پړاو لپاره مناسبې واوسي، تر څو مخاطب د هغوی پیغام په غوره ډول درک او قبول کړي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. مریم: ۴۴.
[2]. ناصرالدین عبدالله، بیضاوی، أنوارالتنزیل و أسرارالتأویل، ج۴، ص۸؛ محمد سید قطب، فی ظلال القرآن، ج۴، ص۲۳۱۱؛ حسن محمد باجوده، تأملات فی سورة مریم، القاهره: دار النصر، ۱۹۷۸م، ص ۸۸-۸۷.
[3]. مریم: ۴۲.
[4]. محمد محمود، حجازی، التفسیر الواضح، بیروت: دار الکتاب العربی، ۱۴۰۲ق، ج۲، ص۱۰؛ عماد زهیر، حافظ، القصص القرآنی بین الآباء والأبناء، ص۷۸-۷۷.


