لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶)
د تورې دانې (الحبة السوداء) اعجاز
له پخوانیو زمانو راهیسې انسانان د داسې طبیعي او اغېزمنو درملو په لټه کې وو چې د ناروغیو درملنه پرې وکړي. قرآن کریم او د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم په احادیثو کې هم د ګڼو طبي بوټو او د هغوی له درماني ځانګړتیاوو یادونه شوې ده. یاد نصوص د خپل معنوي ارزښت تر څنګ داسې علمي ټکي هم لري چې د تأمل وړ دي او نن سبا د معاصرو طبي څېړنو له خوا هم تأییدېږي.
په دې برخه کې د دوو مهمو بېلګو «تورې دانې» (الحبة السوداء) او «زنجبیل» په اړه بحث ترسره کېږي او د هغوی علمي او طبي اعجاز تشریح کېږي.
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم په یوه مشهور حدیث کې فرمایلي دي:
“علیكم بهذه الحبة السوداء فإن فیها شفاء من كل داء إلا السام: والسام الموت”[1]
ژباړه: «له تورې دانې استفاده وکړئ؛ ځکه توره دانه له سام (مرګ) پرته د نورو ټولو ناروغۍ لپاره شفاء ده.»
د پورته صحیح حدیث له مخې توره دانه له مرګ پرته د ګڼو ناروغیو لپاره شفاء ده. همدارنګه یاد صحیح حدیث شریف په ډاګه کوي چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د الهي وحې او الهام له لارې د تورې دانې له طبي ځانګړتیاوو څخه خبر و.
علمي او فقهي تفسير
پورته حدیث پخوانیو علماو تحلیلي کړی دی. په کتاب «فتح الباري» کې راغلي چې د «من کل داء» عبارت په عامه توګه د «مخصوص منه البعض» په معنا دی، یعنې توره دانه د ټولو ناروغۍ لپاره شفا نه ده، بلکې د هغو ناروغیو په درملنه کې ګټوره تمامیږي چې رطوبتي منشاء ولري.[۲]
د ابو بکر بن العربی رحمهالله له نظره شات د ګڼو ناروغیو لپاره ګټور دي، خو ځینې داسې ناروغۍ شته چې د شاتو خوړل د ګټې پر ځای زیان ورته رسوي، په دا ډول مواردو کې د تورې دانې اغېز لا زیات دی. نوموړی وایي:
«شات د ټولو ناروغیو د درملو په توګه له تورې دانې مناسب او غوره دي؛ خو سره له دې ځینې داسې ناروغۍ شته چې که ناروغ شات پکې وخوري، د ګټې پر ځای توان ورته رسوي. نو که د شاتو په اړه د الله تعالی له دې قول موخه چې فرمايي: «په دې کې د خلکو لپاره شفا ده» د اکثریت او عامو خلکو درملنه واوسي، نو د تورې دانې په اړه ادعا به هم په همدې مفهوم صحیح او مناسبه وي. او همدارنګه همدا شات چې الله تعالی یې په اړه فرمایي: «فِیهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ»، د حدیث د عبارت «شفاء من کل داء» درجې ته نه رسیږي؛ ځکه الله تعالی نه دي فرمایلي چې: «په دې کې د ټولو انسانانو لپاره شفا ده.» »[3]
معاصرې علمي موندنې
معاصرو طبي څېړنو ثابته کړې ده چې توره دانه د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا ځانګړتیاوې لري: د څلورو اوونیو لپاره په ورځ کې دوه وارې د یو ګرام تورې دانې استعمال تر ۵۵٪ پورې د لمفاوي حجرو فعالیت ې زیاتوي.
دا حجرې د پادتنونو (انټي باډیو) د تولید او له میکروبونو سره د مبارزې مسؤلیت په غاړه لري او د هغو ناروغیو پر وړاندې چې میکروبي یا دفاعي منشاء ولري، مهم رول ادا کوي.
همدارنګه، څېړنو ښودلې ده چې توره دانه د لاندې موادو لرونکې ده:
۱. فاسفیټ، اوسپنه او فاسفورس چې د بدني سیستم د پیاوړتیا لامل کیږي؛
۲. (۲۸٪) غوړي چې د میکروب ضد او ویروس ضد ځانګړتیا لري؛
۳. د سرطان ضد مواد؛
۴. تقویتي هورمونونه؛
۵. د صفرا او ادرار زیاتونکي (مدر) مواد؛
۶. د هاضمې انزایمونه؛
۷. د تېزابیت ضد او ارامبخښونکي مواد.
عملي استعمال او مخنیوی
توره دانه له پنځوسو څخه د زیاتو ناروغیو په درملنه کې اغېزناکه بلل شوې ده چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. د پوستکي ناروغۍ؛
۲. د هاضمې او معدې ناروغۍ؛
۳. عصبي ناروغۍ؛
۴. د زړه او رګونو ناروغۍ؛
۵. د وینې لوړ فشار او د ځینو باکتریاو د ودې مخنیوی.
لابراتواري څېړنو ښودلې ده چې د تورې دانې محلول یا پوډر کولای شي د باکتریاو او ویروسونو د ودې مخه ونیسي. همدارنګه، توره دانه د سختې (مقاومې) سلګۍ په درملنه کې هم اغېزناکه تمامه شوې ده، په داسې حال کې چې ډېری ډاکټران لا هم د یادې ناروغۍ له درملو سره نه دي اشنا.
د دودیز طب علماوو نظر
ابن سینا په خپل کتاب «القانون» کې لیکي چې توره دانه:
۱. د زکام ضد ده؛
۲. ادرار زیاتوي؛
۳. د پښتورګو تیږې ذوب کوي؛
۴. د مور شیدې زیاتوي؛
۵. د سر درد ارامي؛
۶. د HPV ویروس له منځه وړي.[4]
پورته ټولې څرګندونې د تورې دانې علمي اعجاز ته اشاره کوي او د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم سپارښتنه تأییدوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. سنن الترمذي، أبواب الطب عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في الحبة السوداء، رقم الحدیث: ۲۰۴۱، ج ۴، ص ۳۸۵.
[2]. قوله من كل داء هو من العام الذي يراد به الخاص لأنه ليس في طبع شيء من النبات ما يجمع جميع الأمور التي تقابل الطبائع في معالجة الأدواء بمقابلها وإنما المراد أنها شفاء من كل داء يحدث من الرطوبة.» العسقلاني، أحمد بن علي بن حجر (۷۷۳ – ۸۵۲ هـ) فتح الباري بشرح البخاري، ج ۱۰، ص ۱۴۵ ط السلفية، رقم كتبه وأبوابه وأحاديثه: محمد فؤاد عبدالباقي [ت ۱۳۸۸ هـ]، قام بإخراجه وتصحيح تجاربه: محب الدين الخطيب [ت ۱۳۸۹ هـ]، الناشر: المكتبة السلفية- مصر، الطبعة: «السلفية الأولى»، ۱۳۸۰-۱۳۹۰هـ.
[3]. «العسلُ أقْربُ إلى أنْ يكونَ دواءً من كلِّ داءٍ من الحبةِ السوداءِ، ومع ذلك فإنّ من الأمراضِ ما لو شَرِبَ صاحبهُ العسلَ لَتَأَذَّى به، فإنْ كان المرادُ بقوله في العسلِ: فيه شفاءٌ للناسِ الأكثرَ الأغلبَ، فَحَمْلُ الحبّةِ السوداءِ على ذلك أَوْلَى”، فالعسلُ الذي قال تعالى عنه: «فِيهِ شِفَآءٌ لِلنَّاسِ» [النحل: ۶۹] لا يرقى إلى مثلِ هذا، لم يقلِ اللهُ: فيه الشفاءُ للناسِ، وهو نصٌّ قرآنيٌّ»، العسقلاني، أحمد بن علي بن حجر (۷۷۳ – ۸۵۲ هـ) فتح الباري بشرح البخاري، ج ۱۰، ص ۱۴۵ ط السلفية، رقم كتبه وأبوابه وأحاديثه: محمد فؤاد عبدالباقي [ت ۱۳۸۸ هـ]، قام بإخراجه وتصحيح تجاربه: محب الدين الخطيب [ت ۱۳۸۹ هـ]، الناشر: المكتبة السلفية- مصر، الطبعة: «السلفية الأولى»، ۱۳۸۰-۱۳۹۰ هـ.
[4]. ابن سينا الحسين بن عبدالله، أبو علي، شرف الملك: الفيلسوف الرئيس (ت ۴۲۸هـ)، القانون في الطب، ج۲، ص ۶۴۴، المحقق: وضع حواشيه محمد أمين الضناوي، تاريخ النشر بالشاملة: ۸ ذو الحجة ۱۴۳۱.


