لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)
(۵) د روح (تېتن) پر ازلي والي باور (دوام)
(د) د اسلام له نظره د روح د ازليوالي د باور رد
ساینټولوژي باور لري چې روح ازلي دی، دوی روح مخلوق هم نه ګڼي او په ډېر لوړ مقام ورته قايل دي. د فیلسوفانو یوه ډله که څه هم روح د الله تعالی د ذات برخه نه ګڼي، پر دې باور دي چې روح مخلوق نه دی، بلکې قدیم او ازلي دی؛ د روح په اړه د دوی نظر هماغه نظر دی چې د ملکي عقلونو او نفوسو په اړه یې لري او د اسماني دینونو ځینې پیروانو چې له دې فلسفې څخه اغېزمن شوي دي، دا ګومان کړی چې له دغو روحونو څخه موخه هماغه فرښتې دي.
په مقابل کې یې د دې امت یوه بله ډله (زنادقه او ګمراهان) په دې باور دي چې روح د الله تعالی د ذات برخه ده. ابن تیمیه رحمه الله د دې باطلې ډلې په رد کې وایي: د دې ډلې خبره د لومړۍ ډلې تر وینا هم بده ده؛ ځکه هغوی انسان په دوو برخو وېشلی دی چې یوه يې «لاهوتي» برخه چې روح او بله «ناسوتي» برخه چې بدن دی؛ يعني د انسان نیمایي «رب» او نیمایي «عبد» (بنده) دی! [۱]
خو دا یو څرګند حقیقت دی او د سالم عقل او سم فکر څښتن انسان یې مخالفت نه کوي چې روح مخلوق او حادث دی، نه ازلي او قدیم. ځینې فیلسوفان او د ساینټولوژۍ پیروان هم د روح پر ازلي والي باور لري. په راتلونکې کې به د دوی دا باطل باور د قوي اجماعي، نقلي او عقلي دلایلو په رڼا کې په تفصیل سره وڅېړو او نقد کړو.
(۱) اجماعي دلایل
ټول علما او د امت سلف په دې مساله اتفاق لري چې روح مخلوق دی. په دې اړه شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله د علماوو او اهل سنت د مشرانو اجماعي او اتفاقي نظر یاد کړی او ویلې یې دي: «د انسان روح له شک پرته چې مخلوق دی او دا د امت د ټولو سلفو، د هغوی د مشرانو او د اهل سنت د عموم نظر دی. د اسلام ګڼ شمېر لويو علماوو هم د روح د مخلوق والي اجماع ذکر کړې ده، د هغوی له جملې يې یو «محمد بن نصر مروزي» دی، هغه مشهور امام چې د خپل وخت د اجماع او اختلاف په نقل کې تر ټولو پوه و او بل یې «ابومحمد بن قتیبه» دی، نوموړی په «اللقط» کتاب کې د روح د پیدایښت په اړه لیکي: نَسَمه د روح په معنا ده او بیا وایي: خلک په دې اتفاق لري چې الله تعالی د بدن خالق او د روح پیدا کوونکی دی.» [۲]
ابو اسحاق بن شاقلا هم د روح د مخلوق والي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «هر څوک چې په دې مساله بریالی شوی وي، هېڅ شک نه لري… او روح د مخلوقاتو له جملې څخه دی.» د علماوو او مشایخو ګڼ شمېر ډلو هم همدا نظر څرګند کړی او د هغو کسانو پر وړاندې یې چې روح غیر مخلوق ګڼي، رديه لیکلې ده.
حافظ «ابوعبدالله بن منده» د «روح او نفس» په اړه یو لوی کتاب لیکلی او د دې موضوع په اړه یې ګڼ احادیث او اثار را ټول کړي دي. له ده مخکې امام محمد بن نصر مروزي او د علم یو شمېر نورو کسانو، لکه ابو یعقوب خراز، ابو یعقوب نهرجوري او قاضي ابویعلي هم دې مسالې ته پام کړی دی. نور روحونه خو په خپل ځای پرېږده، د امت لوی مشرانو په ټینګار سره د هغو کسانو مخالفت کړی چې د عیسی علیه السلام په اړه یې ادعاوې کړې دي، لکه څنګه چې امام احمد په «الرد على الزنادقة والجهمية» کتاب کې دې موضوع ته اشاره کړې ده. [۳]
(۲) نقلي دلایل
د روح د مخلوق والي په اړه ګڼ قرآني او حدیثي دلایل شتون لري. الله تعالی فرمایي: «اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ» [۴] ژباړه: «الله د هر څه خالق او پیدا کوونکی دی.»
شارح طحاویه د دې ایت په تشریح کې وایي: «یاد ایت عمومي دی او هېڅ استثنا نه لري.» [۵] نو څرګنده شوه چې د هر څه خالق یوازې الله تعالی دی او له الله تعالی پرته ټول شیان او پېښې، د روح په ګډون مخلوق دي او د خلقت له دایرې څخه بهر نه دي.
«هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا.» [۶] ژباړه: «په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هېڅ د يادېدو شى نه و.» یعنې انسان د مور په رحم کې د نطفې او جنین په حالت کې داسې وخت تېر کړی چې د یادونې او پام وړ نه و؛ ځکه په هغه وخت کې روح شتون نه درلود. کله چې روح پکې پو کړل شي، نو حیثیت او مقام پیدا کوي. دا ایت څرګندوي چې روح په جسم کې د مخلوق په توګه پو کېږي، په همدې اساس روح مخلوق دی.
الله تعالی حضرت زکریا علیه السلام ته په خطاب کې وایي: «وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا.» [۷] د «انسان» کلمه روح او بدن دواړو ته شامله ده او حضرت زکریا علیه السلام ته د الله تعالی خطاب د دواړو په اړه و.
ابن تیمیه رحمه الله وایي: «انسان د روح او بدن مجموعه ده او له روح سره د انسان تړاو د بدن په پرتله زیات دی. بدن یوازې د روح د حرکت وسیله او مرکب دی، لکه څنګه چې ابو درداء ویلي: زما بدن زما مرکب دی، که ښه چلند ورسره وکړم، هدف ته به ورسېږم، که نه نو و به نه رسېږم.»
ابن منده له ابن عباس څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: «د قیامت په ورځ به د روح او بدن تر منځ شخړه وي. روح به وایي: ګناهونه تا کړې دي او بدن به وایي تا ماته امر وکړ. الله تعالی به یوه فرښته را ولېږي چې د دواړو تر منځ فیصله وکړي او مثال یې داسې دی، لکه یو معیوب او بل ړوند چې باغ ته داخلېږي، معیوب مېوې ویني خو نه شي ور رسېدلی، ړوند ور رسېدلی شي خو لیدلی یې نه شي. معیوب وایي: ما پورته کړه چې مېوې را وشکوو، ړوند یې پورته کوي او د میوو د را ټولولو لارښوونه ورته کوي. فرښته پوښتنه کوي: سزا دې چاته ورکړل شي؟ دواړه وایي: دواړو ته. فرښته وایي: تاسو هم داسې یاست، سزا به دواړو باندې وي.» [۸]
همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ډېر ځله ویلي دي چې روح قبضه کېږي، په کفن او عطرو کې چې فرښتې به ورسره وي ساتل کېږي او اسمان ته به پورته کېږي، په نعمت یا عذاب کې ځای پر ځای کېږي، په خوب کې ساتل کېږي او بیاځلې استول کېږي. دا هر څه د مخلوق موجود ځانګړتیاوې ښيي.
که روح مخلوق نه وای، نو څنګه به یې د الله تعالی ربوبیت منلی وای؟ الله تعالی په عالم ذر کې له انسانانو څخه عهد واخیست: «ألستُ بربكم؟» او ټولو وویل: «هو» په قرآن کریم کې راغلي دي: «وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ… أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى» [۹] د دې لپاره چې الله تعالی د دوی پروردګار دی، نو روحونه هم مخلوق او د هغه په بندګۍ کې دي. [۱۰]
(۳) عقلي دلایل
که چېرې روح مخلوق نه وای، نو عیسویانو به د عیسی علیه السلام په عبادت کولو یا هغه ته د الوهیت نسبت په ورکولو (د خدای زوی بلل یا خدای ګڼلو) کې هېڅ ملامتي نه درلوده. همدارنګه روح به په اور کې نه اچول کېده، عذاب به یې نه لیده، له الله تعالی څخه به نه پټ (محجوب) کېده، له بدن څخه به نه جلا کېده، د ملک الموت تر واک لاندې به نه راته، د وصف او د انځور وړ به نه و او حساب، عذاب، عبادت، وېره او هیله به پرې نه عملي کېدل.
حال دا چې موږ پوهېږو د مومنانو روحونه روښانه او نوراني وي او د کافرانو روحونه د سکارو په څېر تور او تیاره. دا ټول حقیقتونه په څرګند ډول د دې خبرې دلیل دی چې روح د الله تعالی له لوري پیدا شوی او مخلوق دی. [۱۱]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ټوک ۴، مخونه ۲۲۱–۲۲۲.
[۲]. هماغه سرچینه، مخونه ۲۱۶–۲۱۷.
[۳]. هماغه سرچینه، مخونه ۲۱۶–۲۱۷.
[۴]. رعد: ۱۶.
[۵]. شرح العقیدة الطحاویة، ص ۴۴۲.
[۶]. انسان: 1.
[۷]. مریم: 9.
[۸]. ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ج ۴، ص ۲۲۱–۲۲۲.
[۹]. اعراف: ۱۷۲.
[۱۰]. الموسوعة العقدیة، ج۴، ص ۱۷۱.
[۱۱]. عمر بن سلیمان، القیامة الصغری، مخ ۹۳.


