د ابراهیم عليه السلام مهرباني او توحيد ته د خپل پلار رابلل
د ابراهيم عليه السلام او د هغه د پلار تر منځ په خبرو کې ډېر داسې نازک او معنا لرونکي مسايل تر سترګو کیږي چې موږ ته د ابراهيم عليه السلام د شخصيت او بلنې په اړه ډېر لوړ درک او پوهه راکوي.
(۱) د ابراهیم علیه السلام نرمي او زغم: د دې بحث يوه ډېره لوړه او حيرانوونکې ځانګړنه د ابراهيم عليه السلام لوړه حوصله او زغم دی. د نوموړي کلمې ان په هغه وخت کې هم له مهربانۍ او زړه سوي څخه ډکې دي چې د پلار له ضد او کفر سره مخ کېږي. نوموړی هېحکله له تندو او سپکو کلمو څخه کار نه اخلي، بلکې په ډېر احترام خپل پلار د حق لارې ته رابولي. دا ډول چلند نه یوازې د ابراهیم علیه السلام د روحي عظمت څرګندونه کوي، بلکې دین ته د بلنې او د نورو د هدایت لپاره یوه بشپړه بېلګه هم ګڼل کېږي. قرآن کریم دغه نرمي په خورا دقیقو او اغېزمنو عبارتونو انځور کړې ده، چې د ابراهیم علیه السلام د فصاحت او بلاغت لوړ مقام څرګندوي.
(۲)له نبي کېدو څخه وړاندې رښتينولي: د الله تعالی له لوري د صدیق او نبي په توګه د حضرت ابراهیم علیه السلام ستاینه د فکر وړ ده. د نبي (پیغمبر) د کلمې لپاره د صدیق (رښتیا ویونکي او تصدیق کوونکي) د کلمې کارول یو اړین ټکی څرګندوي: حضرت ابراهیم علیه السلام مخکې تر دې چې د نبوت مقام ته ورسېږي او الهي وحې پرې نازله شي په خپل قوم کې يې بشپړ صداقت او رښتینی شخصیت درلود. هغه د نېکو اخلاقو، امانتدارۍ او ژمنتیا له امله د خلکو د باور او احترام وړ ګرځېدلی و. د نوموړي همدا فطري صداقت د هغه د بلنې د منلو بنسټ وګرڅېد؛ یعنې خلکو لومړی د ده رښتينی او د باور وړ شخصیت پېژانده او بیا د رسالت د منلو لپاره چمتو کېدل. د نوموړي دا ځانګړنه موږ ته راښايي چې صداقت او د زړه پاکي له مقام او منصب څخه مخکې ارزښت لري او د نورو لارښوونو د اغېزې لپاره لار هواروي.
د ابراهيم عليه السلام دا ځانګړنې موږ ته ډېر ارزښتناک درسونه راکوي او موږ ته راښيي چې څنګه د ډېرو او سختو مخالفتونو په شتون کې هم په پوره صداقت او نرمۍ سره د حق خپرول جاري وساتو.
د ابراهيم عليه السلام دعوت ته د هغه د پلار غبرګون
سره له دې چې حضرت ابراهیم علیه السلام په ډېرې مهربانۍ او ادب خپل پلار ته د توحید بلنه ورکړه او هغه یې د «پلار جان» په کلمه مخاطب کړ، چې د پلار احساسات را وپاروي؛ خو له دې ټولې مهربانۍ او احترام سره سره بيا هم موږ وينو چې د نوموړي پلار هغه ته په ډېر ظلمانه، بې رحمۍ او له ګواښ څخه په ډک انداز ځواب ورکړ.
د ابراهيم عليه السلام له خبرو اورېدو وروسته د هغه پلار (ازر) وویل: “قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ آلِهَتِی یا إِبْراهِیمُ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِی مَلِیاً.”[1] ژباړه: «وويل (پلار د ابراهيم) ايا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې، ای ابراهيمه! که (له دې) منع نه شوې، نو خامخا به دې په تيږو وولم او د ډېر وخت لپاره له ما لرې شه.[2]»
هغه په کلکه اعلان وکړ چې که ابراهیم له خپلې لارې را ونه ګرځي، نو په راتلونکي کې به د هغه برخلیک مرګ وي (خامخا به دې په ډبرو وولم). پلار يې د خپلې ارادې او وينا د ډېر ټينګار په موخه هغه د (او د ډېر وخت لپاره له ما لرې شه) وويل او د دې موخه دا وه چې اړيکې ورسره پرې کوي؛ نه يې په کور کې پرېږدي، نه ورسره خبرې کوي او نه په مينه، مهربانۍ او نيکۍ چلند ورسره کوي.
هغه د ابراهیم علیه السلام لپاره دوه سزاګانې اعلان کړې: لومړۍ سزا دا وه چې له کور څخه بې وشړي او که دې کار اغېز نه وی کړی، نو دویمه سزا دا وه چې په ډبرو یې وولي.
د ابراهيم عليه السلام د پلار له لوري دا ډول خبرې او عمل صادرېدل د حيرانتيا خبره نه ده؛ ځکه چې کفر او شرک د هغه زړه د صحرا د ډبرې په څېر کلک کړی و. الله تعالی فرمایي: “وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا یشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا یهْبِطُ مِنْ خَشْیةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ”[3] ژباړه: «او بېشکه چې له ځينو تيږو (ډبرو) هغه دي چې بهيږي له هغو څخه ويالې او په تحقيق سره ځينې له دې تيږو (ډبرو) څخه هغه دي چې چوي، نو راوځي له هغو څخه اوبه او بېشکه ځينې له دې تيږو (ډبرو) څخه هغه دي چې د الله له وېرې را رغړي او الله له هغه څه چې تاسو يې کوئ، ناخبر نه دی.»
پورته ایت په دې ټینګار کوي چې ان ډبرې هم د خدای جل جلاله د عظمت پر وړاندې سر ټیټوي، خو د کافرانو زړونه تر ډبرې هم کلک دي.
د خپل پلار پر وړاندې د ابراهیم علیهالسلام غبرګون (د درناوي او زغم لوړتیا)
حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل پلار (ازر) د زور او بېرحمۍ پر وړاندې الهي او روزنیزه تګلاره خپله کړه. د نوموړي دا چلند ديوه صالح مؤمن چلند و، چې له خپل پلار سره يې وکړ؛ په ډېرې ارامۍ او حوصلې سره يې ځواب ورکړ.
«سَلام عَلَیکَ» دا لنډ خو ژور کلام له ځان سره څو پیغامونه لري:
(۱)په درناوي سره بحث پای ته رسول: ابراهیم علیهالسلام د «سلام پر تا» په ویلو سره په ضمني ډول وښودله چې له خپل پلار سره بېګټې بحث ته دوام نه ورکوي؛ ځکه هغه د حق د اورېدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه درلوده؛ ابراهيم عليه السلام په درناوي او احترام سره بحث پای ته ورساوه، نه په غوسې او بې احترامۍ سره.
(۲)د نېکۍ د لوړوالي ښودنه: سره له دې چې پلار یې د ډبرو په ويشتلو او شړلو ګواښلی و؛ خو ابراهیم علیه السلام بیا هم پر خپلو اخلاقي اصولو ټینګ پاتې شو. دا عمل د زوی له خوا د مور او پلار پر وړاندې د نېکۍ او ادب تر ټولو لوړه درجه ښيي، ان که مور او پلار په ګمراهۍ کې هم وي. دا ډول چلند د قرآن کریم د دې ایت عملي څرګندونه ده، چې وايي:”وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِی مَا لَیسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیا مَعْرُوفاً”[4] ژباړه: «او که چېرې هغوی دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريک کړې چې تا سره د هغه څه علم نشته، نو بيا د هغوی مه منه او ملګرتيا د دوی کوه، د دنيا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه.»
ابراهیم علیهالسلام د شرک اطاعت رد کړ، خو د ښې او مهربانه ملګرتيا ساتلو ته یې دوام ورکړ.
(۳)د روغتیا او لارښوونې لپاره دعا او هیله: «سلام پر تا» دپلار لپاره د سلامتۍ او بخښنې معنا هم لري؛ ابراهيم عليه السلام په خپل شتون کې لا هم د پلار د هدايت هيله درلوده او د هغه لپاره يې د ارامۍ او سلامتۍ غوښتنه کوله.
د ابراهیم علیهالسلام دا ډول غبرګون د یوه پیغمبر د صبر، حکمت او بصیرت ښکاره بېلګه ده، چې ان په ډېرو سختو شرایطو کې هم له خپلو اخلاقي او الهي اصولو څخه لاس نه اخلي او له مخالفينو سره هم له درناوي ډک چلند کوي.