لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴)
پاکوالی، ذهني توازن او سالمه تغذیه د انسان په روغتیا ساتلو کې مهم رول لري
(الف) هغه ناروغۍ چې د ناپاکۍ له امله رامنځته کېږي
د طب او نړيوالو روغتیايي سازمانونو له نظره، د ناپاکۍ له امله رامنځته شوې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د انسانانو د روغتیا لپاره له مهمو ګواښونو څخه ګڼل کېږي. د هغو کره شمېرو له مخې چې د نړيوالو اعتبار لرونکو بنسټونو له لوري د عامې روغتيا په برخه کې راټولې شوې دي، هر کال په ټوله نړۍ کې ميليونونه انسانان د اوبو، خوړو او لاسونو د ککړتيا له امله په ناروغۍ اخته کېږي.
د دغه راپور به اساس هر کال شاوخوا «۳۰ میلیونه کسان» په ټایفایډ تبه، «۶۰۰ میلیونه کسان» د کولمو په پړسوب، «۲۵۰ میلیونه کسان» په زحار، «۷ میلیونه کسان» په کولرا او «۵ میلیونه کسان» په ویروسي هیپاتیت ناروغيو اخته کېږي. له دې جملې څخه هر کال «۳ میلیونه کسان» خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې نیمايی يې ماشومان دي. دا ټکان ورکوونکې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي، چې رسنۍ تر ډېره د سیاسي او طبیعي پېښو په اړه راپورنه ورکوي او يوه ډېره ناچيزه برخه راپورونه يې د ناپاکۍ د قربانيانو په اړه وي.
د دې ناروغیو اصلي ریښه شخصي نظافت ته پام کې نه کول دي، په ځانګړي ډول «له خوړو څخه مخکې د لاسونو پاکوالی» او «له حاجت څخه وروسته بشپړ پاکوالی.» په دې برخه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونې چې څوارلس پېړۍ وړاندې بیان شوې دي، په حیرانوونکې توګه د نن ورځې روغتیايي موندنو سره هم نظرې دي، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي دي: “بركة الطعام الوضوء قبله، والوضوء بعده.”[1] ژباړه: «د خوړو برکت په دې کې دی چې لاسونه له خوړو څخه مخکې او وروسته ومينځل شي.»
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم «د اوبو یا څښاک په لوښي کې ساه اخیستل» منع کړي دي؛ ځکه چې دا د میکروبونو او ناروغیو د لېږد لامل کېږي. په حدیث شريف کې راغلي دي: “عن أبی سعیدالخدری: أن النبی صلی الله عليه وسلم نهى عن النفخ فی الشراب. فقال رجل: القذاة أراها فی الإناء؟ فقال: أهرقها. قال: فإنی لا أروى من نفس واحد؟ قال: فأبن القدح إذن.”[2] ژباړه: «ابو سعید خدري رضي الله عنه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د څښاک په وخت کې (د سړېدو یا د شیانو د ایستلو لپاره) له پوک وهلو منع کړې ده. یو سړي وویل: «که زه په لوښي کې ( دوړه یا کوچنۍ ذرې) ووینم څه وکړم؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه لرې توی کړه.» سړي وویل:« زه نه شم کولای چې په یوه ساه باندې اوبه وڅښم او اړتیا لرم چې څو ځلې ساه واخلم» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په دې حالت کې بیا لوښی له خولې څخه لرې کړه او بیا ساه واخله.»
دغه راز یې سپارښتنه کړې چې ( په هغه لوښي کې اوبه مه څښئ، چې څوکه یې ماته شوې وي) ځګه چې په هغه برخه کې میکروبونه را ټولېږي.
«عن أبی سعید الخدری، أنه قال: «نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم عن الشرب من ثلمة القدح، وأن ینفخ فی الشراب.»[3] ژباړه: «له ابو سعید خدري څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه لوښي کې له اوبو څښلو څخه منع کړې، چې مات ( څوکه یې ماته شوې وي) او دغه راز یې د څښلو په وخت کې له پوک وهلو هم منع کړې ده.» له دې سره سره «نوکان لنډول» سنت موکد دي او «ګوتې او د لاسونو را وتلي ځايونه (البراجم) هم بايد پاک ومينځل شي.»
په بل حدیث شريف کې راغلي دي: “لا یبولن أحدكم فی الماء الدائم الذی لا یجری، ثم یغتسل فیه.”[4] «له تاسو څخه هېځ یو باید په ولاړو اوبو کې بولې ونه کړي او بیا دې پکې غسل نه کوي.»
په بل روایت کې راغلي دي، چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمايلي دي: “اتقوا الملاعن الثلاث: البراز فی الموارد، والظل، وقارعة الطریق.”[5] ژباړه: «له هغو درېيو شیانو څخه ډاډه وکړئ چې لعنت ورباندې ویل کېږي: په هغو ځايونو کې چې خلک اوبه څښي، هغه سيوری چې خلک ورته کېني، د استراحت ځای او عامو لارو کې له حاجت کولو څخه ډډه وکړئ.»
د عامې روغتیا دا دقیقي لارښوونې د مایکرو بیولوژي له موندنو څخه پېړۍ دمخه څرګندې شوې دي، چې د فزیکي او رواني روغتیا په برخه کې د اسلام دین هر اړخیزوالی څرګندوي، لکه څنګه چې قران کریم په دې اړه وايي: “إِنَّ ٱللَّهَ یُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِینَ وَیُحِبُّ ٱلمُتَطَهِّرِینَ.”[6] ژباړه: «بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ايستونکي (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (له پليتيو څخه).»
عُصاب (عصبي او اضطرابي ګډوډۍ)
په ارواپوهنیزو علومو کې «عُصاب» د رواني ګډوډیو هغه ډول ته ویل کېږي، چې څرګند عضوي یا تشریحي (فزیکي) لامل نه لري. دا ګډوډي په اصل کې یوه فعاله ناروغي (Functional) ده، چې یو انسان پکې له رواني روغتیا سره سره د سختو رواني فشارونو او اضطراب ښکار کېږي.
د عصاب له بېلابېلو ډولونو څخه، د اضطراب عصاب (القلق عُصاب) تر ټولو ډېر عام دی. په دې حالت کې ناروغ تل د وېرې، اندېښنې او خطر راتلو له احساس سره مخ وي، پرته له دې چې د دې اضطراب اصلي لامل څرګند وي.
یو لوی لیکوال د خپل شتمن ملګري په یادښتونو کې لیکي: «زه په تل پاتې وېرې کې ژوند کوم؛ له خلکو، شیانو او ان له خپل ځان څخه وېره لرم. نه شتمنۍ راته سکون راکړی، نه مقام او شخصیت، نه روغتیا، نه نارینه توب، نه ښځې، نه مینې او نه هم د رنګینو او ځلانده شپو ناستو.
وروسته له هغه چې هر څه مې تجربه کړل، له دې هر څه ستړی شوم… او له خپله ځانه وېره لرم. ایا ته زما شاوخوا سیوري نه وینې چې له هر لوري را چاپېره دي؟ ته احساس نه کوې چې وېرې زما خوله د تېرولو لپاره پرانیستې ده؟ ولې دا وېره؟
داسې هېڅ غم نه لرم چې د خپګان وړ و وي؛ ځکه هر څه زما په واک کې دي، نو ولې وېره لرم؟ کېدای شي له دې امله وي چې نور هېڅ شی نشته چې ترې ووېرېږم! زه له هغه ناپېژاندل شوي څخه وېرېږم چې زه یې نه پېژنم، له هغه مجهول څخه چې زما په دننه کې یې ځای نیولی دی. زه په ژوند کې ورک شوی یم؛ ځکه د هغه لوړې څوکې ته رسېدلی یم! اوس خپله ژوند زما لومړنی دښمن ګرځېدلی دی. هو! زه خپله له ژوند څخه وېره لرم.»
دا بېلګه څرګندوي چې انسان، له ایمان او معنویت پرته، ان د مادي امکاناتو په اوج کې هم د امنیت او ارامتيا احساس نه کوي. اراپوهنه وایي چې انسان امنیت، مینې او بریا ته اړتیا لري، خو حقیقت دا دی چې لومړنۍ اړتیا یې ایمان دی. ایمان د دننني ارامښت سرچینه او د مینې او امنیت بنسټ دی.
لکه څنګه چې قران کریم وايي: “ٱلَّذِینَ ءَامَنُوا وَتَطمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكرِ ٱللَّهِۗ أَلَا بِذِكرِ ٱللَّهِ تَطمَئِنُّ ٱلقُلُوبُ.”[7] ژباړه: «هغوی چې ايمان راوړی او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي، خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه کېږي.»
له رواني اړخه له الله تعالی څخه وېره یوه رغوونکې او مثبته وېره ده؛ ځکه انسان له ګناه کولو څخه منع کوي او وجدان ته سکون او ارامتيا ور بخښي. په داسې حال کې چې د غیر خدای وېره د پرېشانۍ، بې امنيتۍ او عصبي ناروغیو سرچینه ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: «من أصبح منكم معافى فی جسده، آمنا فی سربه، عنده قوت یومه، فكأنما حیزت له الدنیا.»[8] ژباړه: «څوک چې سهار له خوبه را ویښ شي، بدن یې روغ وي، په خپل چاپیریال کې خوندي وي او ورځني خواړه یې چمتو وي، نو داسې ده، لکه ټوله نړۍ چې ورته ورکړل شوې وي.»
په حقیقت کې ارامتيا او ایمان د انسان د بدني او رواني روغتیا دوه اصلي ستنې دي.
(ب) هغه ناروغۍ چې د غذايي ریښې د کمښت له امله رامنځته کېږي
د تغذیې په برخه کې نوو څېړنو ښودلې چې زموږ د وخت یو له مهمو روغتیايي ستونزو څخه زموږ د غذایي ریښې (د نباتي سلولوز) کموالی دی. پخوا انسان له غلو او مېوو څخه په طبیعي او بشپړ ډول ګټه اخیسته، خو په اوسني وخت کې ډېری دا مواد تصفیه شوي دي، لکه: سپینه بوره، سپین وړه، صاف شوي جوسونه او تصفیه شوي خواړه، ټول د دوی له طبیعي الیاف څخه محروم شوي دي.
هغه الیاف چې پخوا بې ارزښته ګڼل کېده، خو په حقیقت کې د انسان په روغتیا کې حیاتي رول لري. د الیاف د لرې کولو لومړنۍ پایله له غذایي رژیم څخه مزمن قبضیت دی؛ ځکه الیاف کولمې د حرکت لپاره هڅوي او نورمال يې ساتي.
سربیره پر دې، الیاف د اوبو جذبولو، د غایطه موادو د نرمېدو او د هضمي اسانتیا د برابرولو وړتیا لري. له بلې خوا دغه الیاف د وینې اضافي کلېسترول جذبوي او د وینې د رګونو په دیوالونو کې د را ټولېدو مخنیوی کوي، چې دا کار د زړه د ناروغیو او رګونو د سختېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
په خوړو کې د الیاف کمښت د کولون ( غټه کولمه) د سرطان خطر ډېروي، د صفرا تیږې جوړوي، د رګونو د بندېدو او اپنډيکس د خطر زیاتوالي سره هم اړيکه لري.
نو د طبیعي تغذیې پر لور بېرته ستنېدل، چې خدای تعالی په خلقت کې ټاکلي یوه اړتیا ده، لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي: “فَأَقِم وَجهَكَ لِلدِّینِ حَنِیفاًۚ فِطرَتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِی فَطَرَ ٱلنَّاسَ عَلَیهَاۚ لَا تَبدِیلَ لِخَلقِ ٱللَّهِ.”[9] ژباړه: «نو برابر کړه خپل مخ دين ته کلک په توحيد باندې (لازم ونيسه) فطرت (دين) د الله تعالی هغه چې پيدا کړي يې دي خلک په هغه باندې.»
نو په دې توګه موږ باید د خوړو د طبیعي اجزاوو، په ځانګړې توګه د الیاف د له منځه وړلو څخه ډډه وکړو او له خوړو څخه په همغه طبیعي بڼه خوند واخلو. څېړونکي دا موندنه د تغذیې په علم کې له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې دایمي روغتیا یوازې د خدای جل جلاله د طبیعي نظام د منلو او بېرته ورستنېدو په رڼا کې شونې ده.[10]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سنن أبي داود، كتاب الأطعمة، باب في غسل اليد قبل الطعام، رقم الحدیث: 3761، ج 3، ص 346، ت محيي الدين عبد الحميد.
[2]. سنن الترمذي، باب ما جاء في كراهية النفخ في الشراب، باب ما جاء في كراهية النفخ في الشراب، رقم الحدیث: 1996، ج 4، ص 23.
[3]. سنن أبي داود، كتاب الأشربة، باب في الشرب من ثلمة القدح، رقم الحدیث: 3722، ج 3، ص 390 ط مع عون المعبود.
[4]. صحيح البخاري، كتاب الوضوء، باب: البول في الماء الدائم، رقم الحدیث: 236، ج 1، ص 94.
[5]. سنن ابن ماجه، أبواب الوضوء، باب النهي عن الخلاء على قارعة الطريق، رقم الحدیث: 328، ص118 ت هادي.
[6]. بقره: 222.
[7]. رعد: 28.
[8]. سنن ابن ماجه، باب معيشة آل محمد صلىاللهعليهوسلم، رقم الحدیث: 4141، ص876 ت هادي.
[9]. روم: 30.
[10]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 221-214.


