Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کپټالیزم»کپيټلېزم (برخه: ۷)
کپټالیزم شنبه _14 _فبروري _2026AH 14-2-2026AD

کپيټلېزم (برخه: ۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي

کپيټلېزم (برخه: ۷)

(۲) د پانګوالۍ او سوسيالېزم د اخلاقي نېوکو پر وړاندې د اسلام اقتصادي نظام د ځواب څرنګوالی
قرآن او سنت د اسلامي اقتصاد لپاره درې بنسټیزې ځانګړنې برابروي:
(۱) د اسلام اقتصادي نظام بنسټ له قرآن، نبوي سنت او همدارنګه له فقهې او نورو اسلامي علومو څخه چې پر قرآن او سنت ولاړ دي، را ایستل کېږي.
(۲) قرآن او سنت د اقتصادي تحلیلونو لپاره د اړتیا وړ ارزښتونو یوازینۍ باوري سرچینې دي.
(۳) په قرآن او سنت کې ډېر داسې نور معلومات هم شته چې په اقتصادي تحلیلونو کې کارېدلی شي. د بېلګې په توګه: «وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ ما يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ.» ژباړه: «او که چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه کړې وای، نو په ځمکه کې به يې خامخا فساد (ظلم) کړی وای، خو هغه يې په يوه داسې کچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشکه هغه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونکی دی.»[1]
په همدې ډول په بل ايت کې فرمايي: «كَلاَّ إِنَّ الإنسان ليطغَى * أَن رَّآهُ استغنى.» ژباړه: «نه داسې نه ده، انسان هرو مرو سرکشي کوي، کله چې ځان مالدار وويني.»[2]
دا دوه ایتونه په انساني چلند کې د شتمنۍ او عاید د بنسټيز زیاتوالي اغیز څرګندوي. په داسې حال کې چې په یادو دوو اقتصادي نظامونو کې دې اغېز ته پاملرنه نه ده شوې. په دې ایتونو کې بشر د شتمنۍ لپاره د قوي او نه ماتیدونکې لیوالتیا لرونکي مخلوق په توګه بیان شوی دی.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ډېرو معتبرو او مشهورو احادیثو کې په همدې فکر ټینګار کړی دی، لکه چې فرمايي: “لو كان لابن آدم واديان من مال لابتغى واديا ثالثا ولا يملأ جوف ابن آدم إلا التراب ويتوب الله على من تاب.” ژباړه: «که د ادم علیه ‌‌السلام اولاد د سرو زرو دوه درې ولري، خوښېږي یې چې درېیمه دره هم ولري؛ د ادم علیه‎ السلام د اولاد نس له خاورې پرته په بل هېڅ شي، نه شي ډکېدلای او خدای جل جلاله د هر هغه چا توبه قبولوي چې وغواړي.»[3]
په همدې اساس د انسان د شتمنۍ غوښتنه کېدای شي نامحدوده وي، خو که بل کوم لامل وکولای شي د انسان د دې نامحدودې غوښتنې مخه ونیسي. په دې برخه کې قرآن کريم دې ناڅرګندې، خو روښانه اړیکې ته اشاره کوي، چې د اخرت په اجر او ثواب باور، د ډېرو شتمنیو د غوښتنې سرکشي برابروي. له همدې امله په دې سور‌تونو کې دوه اړیکې مطرح شوې دي: د شتمنۍ پر لور د انسان نامحدوده غوښتنه او د دې غوښتنې د برابرولو امکان، کله چې انسان په اخرت ایمان ولري او خپلې اخروي ګټې د دنيوي ګټو پر وړاندې غوره کړي.[4]
دا هغه لار ده چې د اسلام په اقتصادي نظام کې ورته رسېږو؛ ځکه اسلامي احکام او قوانین مسلمانان دې ته مجبوروي چې داسې کارونه ترسره کړي، لکه: اعتدال، د ډېرې غوښتنې له منځه وړل، نورو خلکو ته پام کول، د خلکو حقونه ورکول او داسې نور. دا کارونه د دې لامل کېږي چې خلک له یو بل سره ډېره مرسته او مشارکت ولري او  یو بل په خپلو مالونو کې شریک وبولي.
اسلام ټولنه د همکارۍ او یووالي پر روحیه جوړه کړې ده؛ د ټولنې هر غړی له نورو سره اړیکه لري او په هغه ټولنه کې چې ژوند کوي، له نورو سره مرسته کوي او ټول د یو بل وروڼه دي. کله چې دا ډول چلند د ټولنې په ټولو غړو کې را منځته شي، ټولنه د پرمختګ پر لور حرکت کوي؛ ځکه د ټولنې ټول غړي یو بل بشپړوي او خلک د شخصي ګټې او پانګې راټولولو په لټه کې نه وي، لکه څنګه چې په عام اقتصاد کې لیدل کېږي.
اسلام ډېر اقتصادي احکام پر هغو ارزښتونو جوړ کړي چې د همکاریو پر بنسټ ولاړ دي، که دغه ارزښتونه نه وای اقتصادي قوانین به په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي وای.[5]
خلک په خپلو اقتصادي فعالیتونو کې ازاد دي چې د بېلابېلو اقتصادي چارو پر لور لاړ شي او د خپلو اقتصادي پرېکړو او ټاکنو د پایلو مسؤولیت یې پر خپله غاړه دی. دوی چې د تولیدي منابعو مالکیت لري یا هغه توکي چې غواړي تبادله کړي په بازار کې اخلي او پلوري.
هغه څوک چې یوازې د خپل عمل مالک وي، د خپلو خدماتونو د پلور لپاره بازار ته ځي او هغه څه چې ترلاسه کوي، هغه توکي او خدمات اخلي چې ورته اړتیا لري او هغه څوک چې د تولیدي یا مصرفي شتمنیو یا د تولید وسایلو مالک دی، بازار ته داخلېږي او هېڅ څوک له خپل حق څخه نه محرومېږي؛ اړینه نه ده چې شتمن له فقیر سره په مال کې مساوي وي.
نو د پانګوالۍ او سوسیالېزم اقتصادي نظامونو دواړو خپل ځانګړي ارزښتونه غوره کړي دي او دواړه نظامونه له ډېرو اخلاقي ستونزو سره مخ دي. [6]
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. سورۀ شوری، آیه: 27.

[2]. سورۀ علق، آیه: 6-7.

[3]. النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ج3، ص99، الزکاة، باب لو أن لابن آدم واديين لابتغى ثالثا، رقم الحدیث: 4262، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الأفاق الجديدة-بيروت.

[4]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص691، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.

[5]. همان.

[6]. آمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، ص73، مترجم: فشارکی، حسن، تهران، نشر شیرازه، چاپ اول: ۱۳۷۷هـ.

د پانګوالۍ او سوسيالېزم د اخلاقي نيکو پر وړاندې د اسلام اقتصادي نظام د ځواب څرنګوالی د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه د کپیټلېزم تاریخچه (له پیل څخه تر اوسه) کپیټلېزم
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱۶)
Next Article قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴)

اړوند منځپانګې

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD45 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD33 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD35 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD25 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.