Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د ‌ مسلمانانو رول (شپږشپېتمه برخه)
اسلامي تمدن دوشنبه _29 _سپتمبر _2025AH 29-9-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د ‌ مسلمانانو رول (شپږشپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د ‌ مسلمانانو رول (شپږشپېتمه برخه)
د ذوق نازکوالی
الذوق:
ذوق هغه معنوي او لطیف حس دی چې انسان د نورو د احساساتو، حالاتو او شرایطو په پام کې نیولو ته رابولي. ذوق په حقیقت کې له خلکو سره د چلند آداب او له نورو سره په اړیکو کې یو ډول تزییني هنر دی.[۱] ذوق هم ظاهري بڼه لري او هم باطني؛ په دې برخه کې د ذوق ځینې هغه مظاهر بیانوو چې اسلام پرې ټینګار کړی او د الله تعالی پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم پکې د بشپړې نمونې او اسوې حیثیت درلود.
په لاره د تګ او غږ په برخه کې د ذوق ښکلا 
الله تعالی فرمایي: “وَعِبَادُ الرَّحْمَـنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَـمًا”[۲] ژباړه: «او د رحمن (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.»
او الله تعالی فرمایي“وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ۝ وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ ٱلْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ ٱلْحَمِيرِ”[۳] ژباړه: «او (په لویۍ سره د خبرو پرمهال) له خلكو نه مخ مه اړوه او مه ګرځه په ځمكه كې په لویۍ او ناز سره، بې شكه الله كبرجن او لویي کوونکی نه خوښوي او خپل تګ كې منځنی اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، بې شكه تر ټولو غږونو ناكاره غږ د خرو وي.»
امام ابن کثیر رحمه‌الله وایي: په دې آیت کې د خره له غږ سره د لوړ اواز تشبیه د سختې غندنې او تحریم څرګندونه کوي؛ ځکه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: “لَيْسَ لَنَا مَثَلُ السَّوْءِ، الَّذِي يَعُودُ فِي هِبَتِهِ كَالْكَلْبِ يَرْجِعُ فِي قَيْئِهِ”[۴]
ژباړه: «تر دې بل بد مثال نشته چې هغه کس چې خپله ډالۍ بېرته راستنوي، د هغه سپي په څېر دی چې خپلې قی ته بېرته راګرځي.»[۵]
د نورو په نه ځورولو کې د ذوق ښکلا
الله تعالی فرمایي: “إِنَّ ٱلَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاءِ ٱلْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ”[۶] ژباړه: «بېشکه هغه كسان چې اوازونه کوي تا ته د دېوالونو تر شا، ډیری د دوی نه پوهیږي.»
پورته آیت د هغه ډله اعرابو په اړه نازل شوی چې غليظ او بې‌ادبه وو. دغې ډلې به په ډېرې بې‌صبرۍ او بې‌ادبۍ سره د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د مېرمنو د کورنو د دیوالونو له شا څخه په لوړ غږ اواز کاوه. الله تعالی هغوی ناپوهه وګڼل او ویې غندل؛ ځکه چې له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره د ادب او احترام له مخې چلند کول د عقل نښه ده.[۷]
په لارو او کوڅو کې د ذوق ښکلا 
له ابوسعید خدري رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “إِيَّاكُمْ وَالْجُلُوسَ بِالطُّرُقَاتِ”
صحابه‌وو وویل: ای د الله رسوله! له دې پرته بله چاره نه لرو. هغه صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “فَإِذْ أَبَيْتُمْ إِلَّا الْمَجْلِسَ فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهُ”
صحابه‌وو وویل: د لارې حق څه شی دی؟ نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “غَضُّ الْبَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلَامِ، وَالأَمْرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَالنَّهْيُ عَنِ الْمُنْكَرِ”[۸]
په مېلمستیا او اجازه اخیستو کې د ذوق ښکلا
الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا”[۹] ژباړه: «اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له خپلو كورو پرته نورو كورو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی.»
نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “الاستئذانُ ثلاثٌ، فإن أُذِنَ لكَ، وإلَّا فَارجعْ”[۱۰] ژباړه اجازه غوښتل درې ځلې ده؛ که اجازه درکړل شوه، نو داخل شه، او که نه، نو بېرته وګرځه.
له مېرمنې سره په چلند کې د ذوق ښکلا
له سعد بن ابي وقاص رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “وَلَسْتَ تُنْفِقُ نَفَقَةً تَبْتَغِي بِهَا وَجْهَ اللَّهِ إِلَّا أُجِرْتَ بِهَا، حَتَّى اللُّقْمَةَ تَجْعَلُهَا فِي فِيّ امْرَأَتِكَ”[۱۱] ژباړه: هیڅ داسې مصرف نه کوې چې د الله رضا پکې وغواړې، خو آن خپلې میرمنې ته په خوله کې د یوې لقمې ډوډۍ په ورکولو سره نېکه بدله ترلاسه کوې.
حضرت عایشه رضي‌الله‌عنها وایي: “كنتُ أشربُ وأنا حائضٌ، ثم أُناولُه النبيَّ صلی‌الله‌علیه‌وسلم، فيضعُ فاه على موضعِ فيَّ، فيشربُ.”[۱۲] ژباړه: کله به مې چې د حیض پر مهال څښاک کاوه، نو تر څښاک وروسته به مې لوښی رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته ورکړ، هغه به خپله خوله پر هغه ځای کېښوده چې زما خوله به پرې لږیږدلې وه، او بیا به یې څښاک وکړ.
د پرنجېدو په حالت کې د ذوق ښکلا
له ابوهریره رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی: “كان إذا عطس وضع يده أو ثوبه على فيه، وخفض بها صوته”[۱۳] ژباړه: کله به چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وپرنجېد، نو خپل لاس یا جامه به یې پر خوله کېښوده او خپل غږ به یې ټیټ کړ.
او له انس بن مالک رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی: “عطس رجلان عند النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم، فشمّت أحدهما ولم يشمّت الآخر، فقيل له، فقال: هذا حمدَ اللهَ، وهذا لم يحمدِ اللهَ”[۱۴] 
د خمیازه (د ستړیا په حالت کې د یوې شیبې لپاره د خولې خلاصول) په حالت کې د ذوق ښکلا
له ابوهریره رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “التَّثَاؤُبُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَرُدَّهُ مَا اسْتَطَاعَ”[۱۵] ژباړه: خمیازه د شیطان له لوري ده؛ نو کله چې له تاسې کوم څوک خمیازه کوي، نو تر خپلې وسې دې یې بېرته وګرځوي.
په خوشبویۍ کې د ذوق ښکلا
له جابر بن عبدالله رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې نبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ – يُرِيدُ الثُّومَ – فَلَا يَغْشَانَا فِي مَسَاجِدِنَا”[۱۶]
او په مسلم کې د ابن عمر رضي‌الله‌عنه له لوري روایت شوې دي: “مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسَاجِدَنَا حَتَّى يَذْهَبَ رِيحُهَا”[۱۷] موخه د هوګې خوړل دي.
د مصافحې (لاس ورکولو) په برخه کې د ذوق ښکلا
له انس بن مالک رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی: “كان إذا صافح رجلاً لم يترك يده حتى يكون هو التارك ليد رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم”[۱۸] ژباړه: کله به چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته کوم چا لاس ورکاوه، نو تر هغې به یې لاس نه پرېښوده چې مقابل کس به یې لاس نه و پریښی.
له سفر نه د ستنېدو پر مهال د ذوق ښکلا 
له ابن عمر رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “يَا أَيُّهَا النَّاسُ، لَا تَطْرُقُوا النِّسَاءَ لَيْلًا، وَلَا تَغْتَرُّوهُنَّ”[۱۹] ژباړه: ای خلکو! د شپې خپلې ښځې مه حیرانوئ او ناڅاپي مه ورځئ.
په ناسته کې د ذوق ښکلا
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د دوو کسانو ترمنځ له اجازې پرته ناستی منع کړی دی.[۲۰]
دا هغه ځینې باریک او لطیف مظاهر دي چې اسلام د ذوق په اړه وړاندې کوي؛ داسې جزئیات چې حتی فیلسوفان او قانون جوړونکي ترې غافل دي. دا د الهي تشریع او بشري قوانینو او همدارنګه د اسلامي تمدن او نورو تمدنونو ترمنځ ښکاره توپیر دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 652.

[۲] الفرقان: ۶۳.

[۳] لقمان: ۱۸–۱۹.

[۴] بخاري او مسلم.

[۵] تفسیر القرآن العظيم، ج: ۶، ص: ۳۰۳.

[۶] الحجرات: ۴.

[۷] السعدي، عبدالرحمان ابن ناصر، تیسیر الکریم الرحمان فی تفسیر کلام المنان، ج:۱، ص: ۷۹۹، موسسة الرسالة، ۱۴۲۰.

[۸] بخاري او مسلم.

[۹] النور: ۲۷.

[۱۰] مسلم او بخاري.

[۱۱] بخاري او مسلم.

[۱۲] مسلم.

[۱۳] ترمذي.

[۱۴] مسلم.

[۱۵] بخاري او مسلم.

[۱۶] بخاري.

[۱۷] مسلم.

[۱۸] ترمذي.

[۱۹] بخاري.

[۲۰] ترمذي.

اسلام اسلامي تمدن د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
Previous Articleشین‌تو دین (اتمه برخه)
Next Article شېن‌تو دین (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD1 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.