لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه
اتمه برخه
اووم – ګورو هار رای (Guru Har-Rai)
هار رای په ۱۶۳۰ م. کال کې د جون په ۱۶ مې وزېږېد. د (ده معلم مقدس) کتاب پر اساس، نوموړی د اووم معلم په نسبت ډېر زاهد او ګوښه خوښی و.
نوموړی د خپله نیکه (ګورو هارګوبیند) په نسبت چې نظامي لیدلوری یې درلود او رزمي او وسلوال تمریناته به یې کول، سوله پال نظر درلود. نوموړي په روحاني تربیت باندې تمرکز کاوه او خپل پیروان یې د سوله پالو لارو څخه د خپل مذهب د تبلیغ رسولو ته هڅول. د رهبري ته تر رسېدو یو کال وروسته د سیک مذهبي مرکز له امرتېسر څخه -ماراند رای – ښار ته انتقال کړې او له خپلو پیروانو سره هلته استوګن شو، تر څو له مسلمانانو او متعصبه هندوانو سره له جګړو لیرې وي، نوموړي دلته خپل دیني مرکزونه، خیریه بنسټونه ایجاد کړل او د خپلې ټولنې د وضعیت د سمون لپاره یې ګڼ شمېر ټولنیز اصلاحات پلي کړل[1].
نوموړي د خپل مذهب له بېلابېلو دیني مرکزونو څخه لیدنه کوله او خپل پیروان یې متحد ساتل، ده په ۱۶۵۸ م. کال کې خپل مشر زوی ځایناستی وټاکه او خپل بل زوی – رام رای – یې د مغولو دربار ته د استازي په حیث واستاوه.
دا پرېکړه هغه وخت وشوه، کله چې د شا جهان د زامنو ترمنځ د مغولي امپراتورۍ د واکمنۍ پر سر جګړو زور اخیستی و، دې جګړو تر ډېره سیاسي او دیني لاملونه درلودل.
د شاجهان څلورم زوی اورنګ زیب د نورو په وړاندې تر ټولو سخت دریځ درلود او – هار رای – چې له سیاسي حالاتو څخه خبر و، نو خپل زوی -رام رای – یې دربار ته واستاوه، تر څو له سیکانو څخه یې ګواښونه د دفاع لپاره لاره برابره کړي.
رام رای د اورنګ زېب په دربار کې هڅه وکړه، چې د نوموړي نظر ځانته را جلب کړي او د همدې لپاره یې د خپل مذهب ځینې مقدس متنونه متفاوت تفسیرول، نو له همدې امله یې له خپل پلار ګورو هار رای سره د نظر اختلاف رامنځته شو، ځکه چې هغه دا کار د دیني اصولو خلاف باله او پرېکړه یې وکړه، چې خپل کوچنی زوی – هار کرېشان – د سیک مذهب د اتم مشر په حیث ځایناستی وټاکي[2].
اتم: ګورو هار کرېشن (Guru Har-Krishan )
ګورو هار کرېشن د سیک مذهب د اتم ګورو په حیث په ۱۶۶۱ م. کې چارې په لاس کې واخېستې او شپږ کاله یې دا مقام وساته. ده د پنجاب په رپنګر سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانستې وې او کله چې نوموړی پنځه کلن و، د خپل پلار ګورو هار رای له لوري خپل ځایناستي وټاکل شو. چې د همدې لږ عمر او د بل ورور رام رای د مشرتوب له امله یې یې رهبري له نیوکو سره مخ شوه.
رام رای، چې ځان یې د دې مقام اهل باله، د مغلو امپراتور اورنګ زیب دربار ته لاړ او هلته یې شکایت وکړ، چې مغلو ته له وفادارۍ سره، سره بیا هم د سیکانو له رهبرۍ او د پلار له میراث څخه محروم شو.
ګورو هار رای تر خپلې مړینې مخکې خپل زوی هار کرېشن ته توصیه کړې وه، چې له اورنګ زیب سره له لیدلو ځان وساتي، خو بیا هم امپراتور نوموړی ډهلي ته وغوښت او راجا جای سینګ ته یې امر وکړ، چې بدرګه یې وکړي.
جای سینګ هم هار کرېشن ته ډاډ ورکړ، چې له اورنګ زېب سره د لیدلو اړتیا نشته او په همدې اساس ګورو هار کرېشن ډهلي ته لاړ، هلته یې د سیک مذهل له ډېرو پیروانو سره ولیدل. که څه هم نوموړی په وروستیو کې له تورونو پاک وبلل شو، خو په همدې ورځو کې په ټناکو په مرض اخته او ویې نشو کولای چې بېرته امرتېسر سیمې ته ولاړ شي[3].
په پای کې هار کرېشن ومړ او له مرګ مخکې یې پر خپل ځای د خپل پلار تره تېغ بهار خپل ځایناستی وټاکه[4].
نهم: ګورو تېغ بهادر (Guru Tegh-Bahadur)
ګورو تېغ بهارد د سیک مذهب نهم پیشوا و، چې په ۱۶۶۵ م. کال کې یې د ګورو هار کرېشن تر مړینې وروسته د سیک ټولنې سیاسي او مذهبي رهبري پر غاړه واخېسته.
نوموړی په ۱۶۲۱ م. کال کې په امرتېسر ښار کې وزېږېد او د ګورو هرګوبیند پنځم او تر ټولو کوچنی زوی و.
د نوموړي لقب -تېغ بهادر یا زړور توره وهونکی – و، چې پلار یې ورکړی و او لامل یې د خپل پلار په عسکرو کې برخه اخېستل و او جنګي مهارتونه لکه؛ اس سپرلۍ، غشي وېشتل او توره وهل یې له بهای ګورداس څخه زده کړې و.
ده په ۱۶۳۳ م. کال کې له -بېشان کایور – نومې نجلۍ سره، چې د لال چند لور وه، واده وکړ او د خپل عمر ډېر کلونه یې د باکالا په سیمه کې په ګوښي والي او مراقبې کې تېر کړل، تر څو چې د ګورو هارکرېشن له لوري ځایناستی وټاکل شو.
د نوموړي رهبري د اورنګ زېب له سلطنت سره هممهاله وه او کله چې په کشمیر کې یوه ډله سیکان ونیول شول او په زوره اسلام منلو ته اړ کړای شوه، نو هغوی وویل، که چېرته د دوی ګورو اسلام ومني، نو دوی هم تیار دي، چې مسلمانان شي.
د همدې پېښې په لړ کې اورنګ زېب د ګورو تېغ بهادر د نیول امر وکړ او نوموړی زنداني او تر ځورونې لاندې ونیول شو. له ده څخه وغوښتل شول، چې خپله معجزه وښيي تر څو خپل حقانیت ثابت کړي، خو ده ترې ډډه وکړه او په پایله کې په ۱۶۷۵ کال کې په ډهلي کې ترې سر پرې کړای شو[5].
لسم: ګورو ګوبیند سینګ (Guru Gobind Singh)
ګوبیند سینګ د سیک ډلې لسم او وروستی ګورو دی، چې په ۱۶۶۶ م. کال کې د هندوستان په – پټنا – سیمه کې زېږېدلی او په نهه کلنی کې د سیک مذهب رهبر شو.
کله چې ګورو تېغ بهادر ووژل شو، نو پر ځایې زوی ګوبیند سینګ کېناست، نوموړی د سیک مذهب تر ټولو زړور ګورو و او په جګړو کې یې ډېر مهارت درلود.
نوموړي د سیکانو د صفونو په یووالي او د مسلمانانو په وړاندې یې د دښمن کولو لپاره نهایت زیاتې هڅې وکړې او ټولو خلکو ته یې سیک دین ته د ننوتلو لاره خلاصه کړه او د ټولنیزو طبقاتو ترمنځ یې توپیر ختم کړ، نو له همدې امله ډلې، ډلې خلک سیک دین ته ننوتل. ده سیکانو ته ځانګړی لباس ترتیب کړ، تر څو له نورو سره متفاوت وي او دا یې لازمي کړه، چې باید هر سیک یوه ټوټه اوسپنه تل له ځان سره وګرځوي او دا یې د زړورتیا نښه بلله، همداشان یې د بدن د ټولو برخو د وېښتانو د نه خریلو امر وکړ او د ږمنځې لرل یې هم لازمي کړل.
د غوا درنښت یې لازم کړ او د خوراکونو او څښاکونو په اړه بندیزونه یې لیرې کړل، ان د شرابو څښل یې هم مباح کړل او دایې لازمي کړه، کله چې هم یوه سیک خپل بل ورور ولیده، نو وايي به؛ «بول واه گرو جی کا خالصه» – د ازادۍ نظریه دې ژوندۍ وي، غوربند رای او مقابل طرف به یې په ځواب کې وايي: (سره واه ګرو جي کی فتح ) د پیر بریاوې دې سترې وي[6].
نوموړي همداشان د سینګ یعنې زمري لقب له خپل نوم سره زیات کړ او دا عنوان یې د ټولو سیکانو لپاره وکاروه او دا یې د هر یوه لپاره لازمي کړه، چې په خپل نوم کې یې وکاروي. ده د سیکانو لپاره د -الخالصه – لقب وکاراوه، چې د ازاد قوم معنی ورکوي. سیکان یې له هندوانو څخه په کامل ډول جلا کړل او د ده پر مهال سیکان د مسلمانانو سخت دښمانان شول، چې په هر فرصت کې د انتقام اخېستلو په هڅو کې ول.
د ده د زړورتیا په اړه بېلابېلې جالبې او حیرانونکي کېسې شته، ان تر دې چې وايي؛ کله چې یې سر له تنې بېل شو، نو تر ۱۴ میله پورې په دښمن پسې و او جګړه یې کوله. کله به چې میندوارو ښځو نوم واورېد نو نقصان به یې کاوه او داسې ورته نور داستانونه او افسانې. البته په دې کې شک نشته، چې هغه خپل قوم متحد کړ، د مسلمانانو په وړاندې یې پر دښمني راټول کړل او له مسلمانانو سره یې جګړه دوی ته ویاړ وګرځاوه، تر دې چې هېڅ یوه هم دا کار نه پرښود[7].
له ګورو -ګانو څخه کتاب ته د سیکانو د رهبري انتقال
په ۱۷۰۸ کال کې د لسم ګورو تر مړینې وروسته او د بنسټزیو بدلونو په لړ کې چې د لس تنو ګورو – ګانو تر مشرۍ لاندې په دوو بېړیو کې په سیک مذهب کې راغلي وو، د سیکانو معنوي رهبري له ګورو -ګانو څخه د دوی سپېڅلي کتاب -ګرانت صاحب- ته ولېږدېده[8].
له هغه وخته تر اوسه د سیک دین نهايي مرجع ګرانټ صاحب بلل کیږي او د هغه لارښوونې یې د باورونو اساس او بنسټ دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] نادر السحیل، طائفة السیخ، عرض و نقد، ص ۱۸۶
[2] مخکینی مأخذ، ۱۸۶ مخ
[3] ویلیام اوین کول، سیکان، مذهبي باورونه او روبه یې، د محمود فیروزنیا ژباړه، مخ ۲۶۵ نورالدین چهاردهي، سیکان او ګرو نانک مخ ۲۶۵
[4] فیاض قراپي، هندي دینونه، مخ ۴۷۷
[5] ویلیام اوین کول، سیکان، مذهبي باورونه او روبه یې، د محمود فیروزنیا ژباړه، مخ ۲۶۵ نورالدین چهاردهي، سیکان او ګرو نانک مخ ۲۶۵
[6] موسوعة الملل و الادیان، ج ۲، ص ۱۳۷.
[7] مخکینی مأخذ، ج۲، مخ ۱۳۷
[8] رابرټ هېوم، د عبدالرحیم ګواهي ژباړه، د نړۍ ژوندي دینونه ، ۱۷۴ مخ