Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (اوومه برخه)
دینونه یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

اوومه برخه

پنځم – ګورو ارجن ( Guru Arjan)
په ۱۵۸۱ م، کال کې د ګورو رام داس له مړینې وروسته د نوموړي کوچنی زوی د ده، د ځایناستي په حیث انتخاب او د سیک مذهب پنځم ګورو شو. په همدې ترتیب د سیک مذهب مشري د ګورو ارجن په کورنۍ کې دوام وکړ، چې د سودهي خاتري قبیلې څخه وه او له دې وروسته هم نور ټول ګورو ګان د همدې کورنۍ وو.
ګورو ارجن د ۱۵۶۳ م. کال د اپرېل میاشتې په ۱۵ مې نېټې د ګواندوال په ښار کې وزېږېد او تر هغو یې خپله رهبري په رسیمي ډول اعلان نه کړه، تر څو یې چې مشر ورور مړ نه شو، نو کله چې د سیک مذهب مشري ته ورسېد، د سیک ټولنې د مشرانو په ملاتړ یې خپل ځایګی ټینګ کړ او د سیک مذهب د  پیروانو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کېدو مخه یې ونیوله[1].
فعالیتونه او اغېزمنتیا
  1. د ګرانت صاحب یا ادي ګرانت کتاب تدوین؛ د ګورو ارجن یو مهم اقدام د دې مذهب د سپېڅلو متونونو راټولول او په یوه کتاب کې یې تدوین و. ده دا اثر د تېرو څلورو ګوروګانو او د دې مذهب د نورو عارفانو له لیکنو او بیتونو څخه ولیکه او پکې خوندي یې کړل.
  2. د مذهبي لباس اصلاح؛ ده د ځانګړو مذهبي جامو اغوستل پرېښودل او پرځای یې نور مروج او ګرانه بیه لباسونه رایج کړل.
  3. د مذهبي مالیاتي نظام – ډسونډ – ایجاد؛ ګورو ارجن د مذهبي ټولنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره په سیک مذهب کې له سیکانو څخه د مالیاتو د راټولولو سیټسم ایجاد کړ[2].
  4. د امرتېسر د طلايي معبد تکمیلول؛ نوموړي د امرتېسر معبد چې پلار یې بنا کړی و، تکمیل کړ او هغه یې د امرتېسر په طلايي معبد باندې بدل کړ او اعلان یې وکړ، چې د دې معبد په حوض کې لمبېدل ګناوې پاکوي او له دې وروسته دا ځای د سیکانو تر ټولو مقدس ځای وګرځېد او د هغه په حوض کې لمبېدل یو مذهبي رسم شو.
شپږم – ګورو هرګوبیند ( Gure Har-Gobind)
هرګوبیند د سیک مذهب شپږم ګورو و، چې په ۱۹۹۵ م. کال د پنجاب په لاهور کې وزېږېد او د جهانګیرشاه له لوري د ګورو ارجن تر اعدام وروسته، د خپل پلار د مخکیني وصیت پر اساس، چې لا ۱۱ کلن و، په ۱۶۰۵ م. کال کې د سیک ډلې مذهبي مشر شو.
دی د خپل پلار له وصیت سره سم، له هماغه لومړیو څخه جګړې ته چمتو و او په همدې اساس یې اعلان وکړ، چې زما غاړه کۍ به د تورې بند وي او لونګۍ به مې شاهي تاج[3] !
د نوموړي د رهبري پر مهال د سیک ټولنې نظامي هویت بدلون وموند او د ګورو ارجن تر وژل کېدو وروسته په سیکانو کې د مغلي حکومت په وړاندې د مقاومت او درېدو روحیه قوي شوه، هرګوبیند د خپل کارزماتیک شخصیت او مقتدري رهبرۍ سره د -ساچا پادشاه – لقب چې د رېښتوني پادشاه معنی لري، خپل کړ او دا لقب یې پلار ورکړی و.
هرګوبیند د خپلې رهبرۍ له پیل سره سم، د مغلو له حکومت څخه مستقل حکومت اعلان کړ او یو موازي حکومت یې ایجاد کړ، چې د سیک ټولنې داخلي سمون، د نظامي ځواک تشکیل او د مقاومت مرکزونو ایجاد یې اساسي برخې وې. د ده، د فعالیتونو خبر چې کله جهانګیرشاه ته ورسېد، نو د ده د نیونې امر یې وکړ، چې وروسته نوموړی په ګوالیار کلا کې د یو څه مودې لپاره زنداني شو، خو له خلاصون وروسته یې خپله مبارزه نوره هم شدیده کړه.
د جهانګیر ترمړینې وروسته او د شاه جهان د پاچاهۍ پر مهال د ده په وړاندې نظامي فشارونه زیات شول او څو ځلې شاه جهان سیمې ته خپلې لښکرې ولېږلې، خو هرګوبیند د چریکي جنګ ستراتېژي خپله کړه او د خپل عمر تر پایه یې مقاومت وکړ او پر همدې اساس د مړینې تر وخته  ( ۱۶۴۵ م.) کال پورې په نسبي امن کې و اوسېده[4].
الف: فعالیتونه او اغېزمنتیا
  • د تورې نښان؛ نوموړي توره د سیک مذهب د رهبري نښان په حیث انتخاب کړ او د سیک مذهب رهبري یې د نظامي او روحاني مشري ګډ ترکیب کړ.
  • د نظامي کلا جوړول؛ ده د سیکانو لومړنۍ نظامي کلا جوړه کړه، تر څو د دفاع قوي سنګر وي.
  • د سیک ټولنې نظامي بدلون؛ ده د عسکرو په استخدام او حرفه يي روزنې سره سیک ډله له مذهبي ډلې څخه په نظامي ځواک بدله کړه، چې د مغولو په وړاندې یې مقاومت کاوه[5].
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] نادر السحیل، طائفة السیخ، عرض و نقد، ص ۱۸۱.

[2] رابرټ هېوم، د عبدالرحیم ګواهي ژباړه، د نړۍ ژوندي دینونه ، ۱۷۲ مخ

[3] مخکینۍ مآخذ ۲۳مخ

[4] محمد سعید الطریحی، السیخ عقائدهم و تاریخهم، ص ۲۳.

[5] رابرټ هېوم، د عبدالرحیم ګواهي ژباړه، د نړۍ ژوندي دینونه ، ۱۷۲ مخ

Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شپږویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان‌پرستي (۳۵ او وروستۍ برخه)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD13 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۸) د شمعدان او شاهي امساوو نښې او دلالتونه …

نور یی ولوله
Blog

فراماسونري (برخه: ۲۷)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD12 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۷) حيواني نښې (سمبولونه) او ماسوني دلالتونه (دوام) په تېرو…

نور یی ولوله
متفرقه

 د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان  د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.