حضرت ام سلمه رضی الله عنها د حدیثو په علم او روایت کې لوړ مقام درلود او له خدیجې رضی الله عنها وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نېکه او پرهېزګاره مېرمن او په کتاب او سنتو ډېره پوهه وه. تر دې چې حضرت عائشه رضی الله عنها ورته فرمایلي دي: «تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په میرمنو کې لومړۍ مهاجره ښځه یې، او د مؤمنانو له میندو څخه تر ټولو لویه یې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ستاسو په کور کې زموږ برخه وېشله او جبرائیل علیه السلام به ستاسو په کور کې ډېر راتلل.» ام المومنین حضرت ام سلمه رضی الله عنها د صحابه کرامو له ښځینه فقهاوو څخه ګڼل کېده؛ د هغه د علم او اجتهاد په اړه دومره ويل بس دي چې:«جابر بن عبدالله انصاري رضي الله عنه د صحابه کرامو په منځ کې د عزت او شرافت خاوند و، هغې ته به يې مراجعه کوله او د هغې د فتوا پيروي به يې کوله.»
نسيبه بنت حارث (ام عطیه)
هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له نیکو ښځو څخه ګڼل کېده، چې په بیعت الرضوان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګونو کې یې برخه اخیستې او د ټپیانو درملنه یې کوله. په بصره کې د صحابه کرامو او تابعینو علماوو یوه ډله له هغه څخه مړي ته غسل ورکول زده کړل او دې په خپله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړی دی.
ام حکیم بیضا؛ د عبدالمطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره لور وه، د بني هاشم یوه له نیکو او هوښیارو ښځو څخه وه او د ادب، فصاحت او بلاغت خاونده وه. هغه په “بیضا و قبة الدیباج” دواړو لقبونو مشهوره وه او د شعر په ترتیب کې یې هم ځانګړی طبیعت درلود.
ام الدرداء؛ د ابو الدرداء (عامر بن حارث) میرمن، د صحابه کرامو ښځو څخه یوه له مشهورو او حدیث پوهانو څخه وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او خپل خاوند څخه یې ډیر حدیثونه اوریدلي او روایت کړي دي.
تر اوسه مو د صحابیاتو کرامو څو نمونې ښځې معرفي کړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د خپل فضل او پوهې له امله مشهورې وې. د تاریخ پوهانو د روایتونو له مخې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ډیرو ښځو په خپل زوړ عمر کې سواد زده کړی دی.
د اسلام سپېڅلي دين د ناپوهۍ او بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د علم او پوهاوي ناپايه افقونو ته يوه نوې او پراخه کړکۍ پرانېستې او د خلکو د عقل او درک له پښو څخه يې زنځیرونه لرې کړل. اسلام نه یوازې پوهه او زده کړه د حق په توګه پېژني بلکې د هرچا لپاره یې فرض ګرځولي. دا د اسلام د لارښوونو او د اسلام د ګران پیغمبر د دستوراتو برکت وو چې ښځو د نارینه وو په څېر د علم او پوهې ترلاسه کولو ته مخه کړه. دا کار د هغو سختو او نامناسبو شرایطو په پام کې نیولو سره چې په هغه وخت کې ښځې ورسره مخ وې، په حقیقت کې یو انقلاب و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوې طریقه چې د ښځو په روزنه او له نارینه وو سره د هغوی د برابرۍ په برخه کې رامنځته شوه، یو ستر فرهنګي انقلاب و چې په اسلامي نړۍ کې یې د خوښۍ فضا خپره کړه.
له اسلام نه مخکې ښځو مناسب او د قدر وړ مقام نه درلود او له ټولنيزو حقوقو بې برخې وې. د عربو جغرافيايي موقعيت او ټولنيز ژوند يو له هغو عواملو څخه وو چې ښځو ته يې په منفي نظر کتل. د اسلام په راتګ سره ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشوه او هغوی د بشري ټولنې اغېزناکې، فعالې او برخلیک جوړوونکې غړي وګڼل شوې او له لوړ مقام څخه برخمنې شولې. د اسلام د لارښوونو په رڼا کې او په فرهنګ جوړولو سره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ترسره شو، ښځو ته په مختلفو سیاسي، ټولنیزو، نظامي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو د ښودلو لپاره د اسلام د لوړو اهدافو د تحقق په لاره کې فرصت ورکړل شو. او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د خپلو اهدافو په تحقق کې مرسته وکړه.
د اسلام له ظهور وروسته مسلمانو ښځو ولیدل چې نارینه خپل دین ته پام کوي، قرآن راټولوي او حفظ کوي یې، تدریس کوي او د هغه د معنی په پوهېدو او پلي کولو کې یې فکر او تدبر کوي. همدارنګه دوی په خپل منځ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه لاس په لاس کوي او خپروي یې؛ له همدې امله، د هغو وجدان هغوی ته اجازه نه ورکوله چې د علم د لوړې ماڼۍ په جوړولو کې له نارینه وو څخه وروسته پاتې شي. هغوی د علم زده کړې ته مخه کړه او هوښيارې او روڼ اندې شوې چې ځینو یې د نارينه وو په څېر کتابونه و ليکل. د دغو ښځو بېلګې عبارت دي له: حضرت عائشې او حفصه رضی الله عنها او نورې ښځې چې کتابونه یې درلودل او له تعلیم څخه یې ډېره ګټه پورته کړه. ښايي دا نمونې او مثالونه به د اوسني عصر د مسلمانو ښځو لپاره حماسه جوړه کړي ترڅو د حلال او حرام د احکامو او مسايلو په اړه د دين او فقهې زده کړې ته مخه کړي او په خپلو کورونو کې صالحې او هدایت شوې اوسي او په خپلو غونډو او ټولنه کې د فضيلت او کلتور بېلګې وي.
البته دا ډېره اړينه ده چې د نن ورځ ښځې هم د خپل دين زده کړې ته پام وکړي او هغه څه زده کړي چې د دوی لپاره ضروري دي او هم د اسلام د احکامو او لارښوونو په رڼا کې د خپلې ټولنې په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.
بې له شکه چې د شريعت د احکامو او حدودو په رعايتولو سره ښځو ته د فعالیت ډېر فرصتونه شتون لري؛ لکه د انجونو تعلیم، د ښځو او نارینه وو درملنه په ځینو شرایطو کې لکه جګړې او پراخې شخړې، د ناروغیو د خپرېدو او په کړکېچنو حالاتو او شرایطو کې.