لیکوال: م . فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغې اغېزې (دري پنځوسمه برخه)
د اسلام له نظره کلتوري یرغل
د اسلام له نظره کلتوري يرغل منع او مردود دې او هيڅوک حق نه لري چې خپل کلتور او ارزښتونه که څه هم حق وي، په نورو په زوره وتپي؛ ځکه د ریښتیني ارزښتونو په منلو کې له زور او جبر څخه کار اخیستل منع دي او د ټولنې غړي باید په خپلې خوښې او ازادې ارادې سره سمه لاره غوره کړي او د زړونو د انتخاب په توګه یې تعقیب کړي؛ لکه څنګه چې په دې اړه قرآن کریم فرمایي: «لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغی»؛ د دین په منلو کې هیڅ ډول زور زیاتی او جبر نشته؛ ځکه چې سمه لاره له غلطې لارې څخه روښانه شوې ده.
له پورتني آيت څخه مفهوم اخیستل کیږي چې د اسلام له نظره هغه څه چې په فرهنګي ډګر کې مهم ګڼل کېږي، روښانتيا، د حقايقو بيانول، د الهي پيغامونو رسول، نورو ته د واقعي ارزښتونو رسول او ورپېژندل دي؛ خو د ارزښتونو تپل یا تحمیل کول او د خپل نظر په بل چا منل روا نه دي او هیڅ ارزښت نلري.
که فرضا د عقایدو او نظریاتو تحمیل او اجبار په پام کې ونیسو، ښایي په ظاهره به د پام وړ بریالیتوب ترلاسه شي او د ډلې شمېر به زیات شي، مګر په زړونو کې به د کیفیت، منلو او روښنایي څخه بې برخې وي او د اړتیا او قربانۍ په وخت کې به څوک تیار نه وي چې حتی ګوته یې وینې شي او د خپل مال او شتمنۍ وړه برخه د هغه ارمان لپاره فدا کړي چې په زور او جبر سره منل شوی وي او په ذهن کې یې ځای پرځای شوی وي؛ ځکه چې د ځان قربانۍ احساس د مؤمن له دننه څخه راڅرګندېږي او په ټول بدن کې خپرېږي او د سرښندنې او قربانۍ په بڼه راڅرګندېږي او دا بې سارې او نادرې پېښې رامنځته کوي چې د تاریخ زړه ډکوي. د دا ډول زړورتیا اوریدل دا شک پیدا کوي چې ایا دا ډول پیښې ممکنې دي؟ خو دا بې سارې پیښې به یو څرګند حقیقت وي چې د ازادانه او خپلې خوښې منلو په رڼا کې رامنځته شي.
په بل آيت كې خداى تعالى يادونه كړى ده چې كه خداى وغواړي، كولاى شي ټول خلك ايمان ته اړ كړي، خو د خداى اراده پر دې تړاو لري چې خلک په خپله خوښه د حق لاره غوره کړي او حق لکه څنګه چې دې ویې مني؛ لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي:«ولو شآء ربک لآمن من فی الارض کلهم جمیعا افانت تکره الناس حتی یکونوا مؤمنین»؛ او كه څښتن غوښتلاى، نو د ځمكې پر ټولو خلكو به په مجبورۍ ايمان راوړى واى؛ ایا ته غواړې چې خلک دې ته اړ کړې چې ایمان راوړي؟.
له همدې امله د اسلام سپېڅلي دين فرهنګي يرغل او په نورو باندې د خپل فرهنګ تحميلول په کلکه غندلی دې، كه څه هم د خير او لارښودنې ارادې هم ورسره وي، دا خو پرېږده چې كلتوري يرغل د مادي موخو د ترلاسه كولو لپاره وشي، چې په دې صورت كې لا د غندلو وړ دې او مناسب او وړ مقام به و نه لري او د لمر په وړانګو کې به د شګو ماڼۍ په څیر وي چې په سمدستي توګه ړنګیږي.
د کلتوري یرغل ځانګړتیاوې
یرغل کله نظامي وي، کله اقتصادي وي، کله سیاسي وي او کله هم کلتوري وي او کلتوري یرغل د نظامي، اقتصادي او سیاسي یرغلونو په پرتله ځانګړې ځانګړتیاوې لري؛ د مثال په ډول:
1- کلتوري یرغل یو ارامه او بې غږه فعالیت دی.
2- د ډیرو خلکو لپاره ناڅرګنده دې او نه لیدل کیږي؛
3- دا د تفصيلي او دقیقو برنامو او پراخه وسایلو په کارولو سره ترسره کیږي؛ د بیلګې په توګه: سیاسي، نظامي، رواني، تبلیغاتي او اقتصادي تاکتیکونه په کې کارول کیږي؛
4- د هغې ساحه پراخه او څو اړخیزه ده؛ د پوځي یرغل په خلاف، د نږدې سرحدونو یوازې یوه برخه د دښمن تر هدف لاندې ده؛
5- اغېزناک دې او د پوځي یرغل برعکس، حساسیتونه ویده کوي او په خاموشۍ سره پرمختګ او نفوذ کوي؛
6- دا ذره یي فعالیت دی چې په اوږدې مودې کې پیښیږي او د هغې اغیزې او پایلې په ځنډ سره څرګندیږي؛ معمولا د کلتوري یرغل اغیزې په تدریجي ډول څرګندیږي او د پوځي یرغل په څیر نه وي چې اغیزې یې ژر څرګندې شي.
7- ژورې ریښې لري او د خلکو ذهنونه او زړونه تسخیروي.
د دې خاصو ځانګړنو له مخې د کلتوري يرغل ورانکاره او مغرضانه اغېزې، نه دا چې د يرغلونو په ډولونو کې ځانګړى اهميت لري او پر وړاندې يې مبارزه يوه سخته اړتيا ده، خو هېڅکله نشي کېدای چې له پامه و غورځول شي او تر هغه وخته پورې په تمه شو چې لومړی یې نفوذ او اغېزې تثبیت شي او په ټولنه او زړونو کې یې د تخریب نښې راښکاره شي چې بیا به یې پر ضد اقدام وشي؛ بلکې باید له لومړنیو پړاوونو څخه پیل شي او د پرمختګ مخه یې ونیول شي او کړنې او فعالیتونه یې په ریښه کې شنډ کړل شي.