Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ ویشتمه برخه)
اسلام چهارشنبه _9 _اکتوبر _2024AH 9-10-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ ویشتمه برخه)

 د صحابیاتو عالمانې ښځې
 حضرت ام سلمه رضی الله عنها د حدیثو په علم او روایت کې لوړ مقام درلود او له خدیجې رضی الله عنها وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نېکه او پرهېزګاره مېرمن او په کتاب او سنت‌و ډېره پوهه وه. تر دې چې حضرت عائشه رضی الله عنها ورته فرمایلي دي: «تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په میرمنو کې لومړۍ مهاجره ښځه یې، او د مؤمنانو له میندو څخه تر ټولو لویه یې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ستاسو په کور کې زموږ برخه وېشله او جبرائیل علیه السلام به ستاسو په کور کې ډېر راتلل.» ام المومنین حضرت ام سلمه رضی الله عنها د صحابه کرامو له ښځینه فقهاوو څخه ګڼل کېده؛ د هغه د علم او اجتهاد په اړه دومره ويل بس دي چې:«جابر بن عبدالله انصاري رضي الله عنه د صحابه کرامو په منځ کې د عزت او شرافت خاوند و، هغې ته به يې مراجعه کوله او د هغې د فتوا پيروي به يې کوله.»
 نسيبه بنت حارث (ام عطیه)
 هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له نیکو ښځو څخه ګڼل کېده، چې په بیعت الرضوان او  د رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګونو کې یې برخه اخیستې او د ټپیانو درملنه یې کوله. په بصره کې د صحابه کرامو او تابعینو علماوو یوه ډله له هغه څخه مړي ته غسل ​​ورکول زده کړل او دې په خپله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړی دی.
 ام حکیم بیضا؛ د عبدالمطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره لور وه، د بني هاشم یوه له نیکو او هوښیارو ښځو څخه وه او د ادب، فصاحت او بلاغت خاونده وه. هغه په ​​  “بیضا و قبة الدیباج”  دواړو لقبونو مشهوره وه او د شعر په ترتیب کې یې هم ځانګړی طبیعت درلود.
 ام الدرداء؛ د ابو الدرداء (عامر بن حارث) میرمن، د صحابه کرامو ښځو څخه یوه له مشهورو او حدیث پوهانو څخه وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او خپل خاوند څخه یې ډیر حدیثونه  اوریدلي او روایت کړي دي.
 تر اوسه مو د صحابیاتو کرامو څو نمونې ښځې معرفي کړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د خپل فضل او پوهې له امله مشهورې وې. د تاریخ پوهانو د روایتونو له مخې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ډیرو ښځو په خپل زوړ عمر کې سواد زده کړی دی.
 د اسلام سپېڅلي دين د ناپوهۍ او بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د علم او پوهاوي ناپايه افقونو ته يوه نوې او پراخه کړکۍ پرانېستې او د خلکو د عقل او درک له پښو څخه يې زنځیرونه لرې کړل. اسلام نه یوازې پوهه او زده کړه د حق په توګه پېژني بلکې د هرچا لپاره یې فرض ګرځولي. دا د اسلام د لارښوونو او د اسلام د ګران پیغمبر د دستوراتو برکت وو  چې ښځو د نارینه وو په څېر د علم او پوهې ترلاسه کولو ته مخه کړه. دا کار د هغو سختو او نامناسبو شرایطو په پام کې نیولو سره چې په هغه وخت کې ښځې ورسره مخ وې، په حقیقت کې یو انقلاب و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوې طریقه چې د ښځو په روزنه او له نارینه وو سره د هغوی د برابرۍ په برخه کې رامنځته شوه، یو ستر فرهنګي انقلاب و چې په اسلامي نړۍ کې یې د خوښۍ فضا خپره کړه.
له اسلام نه مخکې ښځو مناسب او د قدر وړ مقام نه درلود او له ټولنيزو حقوقو بې برخې وې. د عربو جغرافيايي موقعيت او ټولنيز ژوند يو له هغو عواملو څخه وو چې ښځو ته يې په منفي نظر کتل. د اسلام په راتګ سره ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشوه او هغوی د بشري ټولنې اغېزناکې، فعالې او برخلیک جوړوونکې غړي وګڼل شوې او له لوړ مقام څخه برخمنې شولې. د اسلام د لارښوونو په رڼا کې او په فرهنګ جوړولو سره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ترسره شو، ښځو ته په مختلفو سیاسي، ټولنیزو، نظامي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو د ښودلو لپاره د اسلام د لوړو اهدافو د تحقق په لاره کې فرصت ورکړل شو.  او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د خپلو اهدافو په تحقق کې مرسته وکړه.
 د اسلام له ظهور وروسته مسلمانو ښځو ولیدل چې نارینه خپل دین ته پام کوي، قرآن راټولوي او حفظ کوي یې، تدریس کوي او د هغه د معنی په پوهېدو او پلي کولو کې یې فکر او تدبر کوي. همدارنګه دوی په خپل منځ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه لاس په لاس کوي او خپروي یې؛ له همدې امله، د هغو وجدان هغوی ته اجازه نه ورکوله چې د علم د لوړې ماڼۍ په جوړولو کې له نارینه وو څخه وروسته پاتې شي. هغوی د علم زده کړې ته مخه کړه او هوښيارې او روڼ اندې شوې چې ځینو یې د نارينه وو په څېر  کتابونه و ليکل. د دغو ښځو بېلګې عبارت دي له: حضرت عائشې او حفصه رضی الله عنها او نورې ښځې چې کتابونه یې درلودل او له تعلیم څخه یې ډېره ګټه پورته کړه. ښايي دا نمونې او مثالونه به د اوسني عصر د مسلمانو ښځو لپاره حماسه جوړه کړي ترڅو د حلال او حرام د احکامو او مسايلو په اړه د دين او فقهې زده کړې ته مخه کړي او په خپلو کورونو کې صالحې او هدایت شوې اوسي او په خپلو غونډو او ټولنه کې د فضيلت او کلتور بېلګې وي.
 البته دا ډېره اړينه ده چې د نن ورځ ښځې هم د خپل دين زده کړې ته پام وکړي او هغه څه زده کړي چې د دوی لپاره ضروري دي او هم د اسلام د احکامو او لارښوونو په رڼا کې د خپلې ټولنې په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.
 بې له شکه چې د شريعت د احکامو او حدودو په رعايتولو سره ښځو ته د فعالیت ډېر فرصتونه شتون لري؛ لکه د انجونو تعلیم، د ښځو او نارینه وو درملنه په ځینو شرایطو کې لکه جګړې او پراخې شخړې، د ناروغیو د خپرېدو او په کړکېچنو حالاتو او شرایطو کې.
ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (څلور شپېتمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغې اغېزې (دري پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.